د نړۍ نفوس اته میلیاردو ته ورسېد، شپږ میلیاردم او اته میلیاردم ماشومان څوک وو؟

- Author, سټیپاني هیګارتې
- دنده, بي بي سي
نن د نومبر ۱۵ د نړۍ نفوس ۸ میلیاردو ته ورسېد. د دې ودې لامل د انسانانو په ژوندانه کې ښه والی، عامه روغتیا، خواړه، پاکي، د درملو شتون او په ځینو هېوادونو کې دوامداره او ډېره میندوارۍ بلل کېږي.
په داسې حال کې چې له میلیاردو اتو میلیاردو ته د نړۍ د نفوس، ختلو کې ۱۲ کاله تېر شول، کابو ۱۵ کاله نور به ونیسي چې په ۲۰۳۷ کال کې په نړۍ کې د وګړو شمېر نهه میلیاردو ته وخېژي.
دا ددې یوه نښه ده، چې په ټوله کې د نړۍ د نفوس وده په سوکه کېدو ده.
د وګړو شمېر کارپوهانو دغه پړاويز اوښتون لپاره د نومبر ۱۵ مه غوره کړې وه. سره له دې چې په کره ډول د دغه شمېر روښانېدا به يو يا دوه کاله نور وخت هم نيسي. کله چې خبره د وګړو شمېر زياتېدو سره تړاو مومي، نړۍ يې د خپل تاريخ تر ټولو سره وېشلو وختونو کې ده.
د راتلونکو يو ميليارډ وګړو نيم به یې يوازې اتو هېوادونو کې زېږي، داسې حال کې چې ډېر نور یې له وړاندې د وګړو له کموالي سره مخامخ دي.
په ۱۹۹۹ او ۲۰۱۱ کلونو کې ملګرو ملتونو څو ماشومان د نړۍ شپږ مياردمو او اوو ميلياردمو په توګه ونومول، نو د دوی ژوند راته د نړۍ وګړو په اړه څه وايي؟ بي بي سي يې موندلو لپاره ورغلې وه.
۷ میلیاردم او اته میلیاردم ماشومان په څه حال کې دي؟
هغه ورځ چې اویشي وزېږیده، ډېره ځانګړې وه. دا هغه وخت د ملګرو ملتونو لخوا په نړۍ کې د نفوسو شمېر لړ کې ۷ میلیاردم ماشوم وګڼل شوه. اویشي وايي:
''کله چې وزېږیدم، ټولې نړۍ ولیدم. اوس وګورئ، ته هم زما لیدو ته راغلې یې ''.
د اویشي له زېږېدو ۱۱ کاله وروسته، د نړۍ د وګړو شمېر اته ملیارده شو. اویشي په بنګله دېش کې اوسېږي. په دې هېواد کې د وګړو په شمېر کې ۱۷ میلیونه زیاتوالی راغلی او لا هم ډېریږي.
د اوشي مور شیفالي اختر توني وايي:
''ډېر بدلون راغلی. د اړتیا وړ توکو بیه لوړه شوې او د کوویډ وبا ډېرې کورنۍ سختې زیانمنې کړې. موږ هم په کاروبار کې سخت تاوانونه وکړل، نو ځکه اړ شوو چې له ښاره، بېرته کلي ته کډه شوو. د اقلیمي بدلون منفي اغېزو هم وځپلو. ''
خو په بنګله دېش کې له ۱۹۸۰ مو کلونو راهیسې د کوچنیانو زیږولو شمېر ، له شپږو، دوو ته راټیټ شوی دی او دلیل یې د نجونو زده کړې دي. بنګله دېش اوس یو لوی او لوستی او ځوان کاري ځواک لري.
د نړۍ وګړو شمېر مخ په ډېریدو دی خو په ځینو سیمو کې بیا خلک د وګړو د شمېر زیاتوالي پر ځای، د شمېر لږوالي اندېښمن کړي دي.
په بوسنیا او هرزیګوینا کې په دوو دلیلونو د وګړو شمېر واردمخه کمېږي، چې د ماشوم زېږولو د ښېرازۍ کمېدل او کډوالي یې لاملونه بلل کېږي. په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به بوسنیا کې د وګړو شمیر نیمایي شي.

په ۱۹۹۹م کال کې، عدنان میویک د ملګرو ملتونو د هغه مهال عمومي منشي کوفي عنان لخوا د نړۍ شپږ ملیاردم ماشوم ونومول شو. مور یې فاطمه میویک وايي:
''غیر عادي حالت مې احساس کړ ځکه ډاکټران او نرسان راټول شول، خو نه پوهېدم چې څه پيښدونکي دي. له زیږون وروسته راته وویل شول چې دی شپږ ملیاردم ماشوم دی. ''
خپله عدنان میویک بیا په دې هکله وايي:
''د نورو ماشومانو کلیزه لمانځل کېده خو زما لیدو ته یوازې سیاستوال راتلل. هیڅکله مو د کلیزې داسې جشن نه دی نیولی چې ماشومان پکې راټولیږي. ''
۲۳ کلن عدنان د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی خو د دندې په لټه کې دی او اندېښمن دی چې ښایي له هېواده بهر لاړ شي. دی وايي: ''باور وکړئ، داسې وخت به راشي چې دلته به د تقاعدیانو د تقاعد ورکړې ته هیڅوک پاتې نه وي ځکه ټول ځوانان به لاړ شي. حیرانونکې ده، په ۲۳ کلونو کې دوه ملیارده وګړي. رښتیا هم لوړه شمیره ده. نه پوهېږم چې زموږ ښکلی کره به ورسره څنګه ګزاره کوي. ''
دا حالت ښایي نورمال شي ځکه د نړۍ د وګړو په شمېر کې زیاتوالی په راتلونکو ۶۰ کلونو کې ورو کېږي. ملګري ملتونه وایي، شونې ده تر ۲۰۸۰م کاله به دا شمیره، تر ۱۰ ملیارده لوړه شي، خو د اوس لپاره د وګړو شمېر په ډېریدو دی.










