ملګري ملتونه: د هند نفوس به د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي له چین زیات شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو له خوا خپاره شوي ارقام ښيي، هند به د روان کال تر نیمايي د نړۍ پر مخ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد شي او هند به شاته کړي.
اټکل کېږي چې، د هند نفوس به په دغه موده کې ۱،۴۲۸۶ میلیاردو ته ورسېږي او د چین به ۱،۴۲۵۷ میلیارده وي.
دا اټکل ښيي چې هند به د خپل آسیايي ګاونډي پرتله ۲،۹ میلیونه ډیر خلک لري.
د هند د نفوسو شمېر د اټکل له مخې شوی ځکه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې دغه هېواد کې هېڅ سر شېمرنه نه ده شوې.
ملګري ملتونه وايي، د دوی په اټکل کې د چین د دوو سیمو هانګ ګانګ او ماکاو او د تایوان ټاپو وګړي نه دي شامل، دغه سیمې بیجینګ د جلا شويو سیمو په توګه پېژني چې په وینا یې یوه ورځ به یې له خپلې اصلي ځمکې سره یو ځای کړي.
خو تایوان د خپل اساسي قانون او دیموکراتیکو ټاکل شویو مشرانو سره ځان د چین له اصلي خاورې جلا شوی یادوي.

په نومبر کې د نړۍ نفوس له ۸ میلیارده واوښت. خو کارپوهان وايي، دا وده د پخوا په شان چټکه نه ده او اوس له ۱۹۵۰ کال راهیسې تر ټولو ورو ده.
چین کې د ماشومانو د زیږون کچه راټيټه ده. سره له دې چې چین ۲۰۱۶ کال کې خپله هغه پالیسی بدله کړې چې هره جوړه دې یو ماشوم وزېږوي او د دوو یا څو ماشومانو زېږېدو ته لېواله و خو د وګړو شمېر یې به یې راتلونکي کال په راکمېدو شي.
هند کې هم ورستیو لسیزو کې د ماشومانو د زیږون په هرې ښځې کې له ۵،۷ ماشومانو اوس ۲،۲ ته راښکته شوی.
د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق له خوا ترسره شوې سروې کې ډېرو هندیانو ویلي چې، په هېواد کې یې وګړي خورا ډېر شوي او د زېږون کچه خورا لوړه ده.
نږدې هرو دریو ځواب ویونکو کې دوو یې د وګړو د شمېر زیاتېدو په اړه د فکر کولو پر وخت اقتصادي مسله د سترو اندېښنو په توګه یاده کړې.
د نفوسو ارزوونکي وايي، د چین پرتله د هند د وګړو د شمېر په زیاتوالي باید اندېښنه و نه شي.
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي: "که چېرې د فردي حقونو او انتخابونو ملاتړ وشي نو د وګړو شمېر زیاتېدل باید د پرمختګ او هېلو د سمبول په توګه یاد شي."










