د نړۍ نفوس ۸ میلیاردم ماشوم، پنځم، شپږم او اوم میلیاردم ماشوم څوک و؟

د ویډیو تشریح، د نړۍ نفوس ۸ میلیاردم ماشوم، پنځم، شپږم او اوم میلیاردم ماشوم څوک و؟

ملګرو ملتونو ویلي نن (نومبر ۱۵مه) د نړۍ نفوس ۸ میلیاردو ته ورسېد. د نفوس اړونده خبریالا سټیفني هګرټي د هغو کسانو موندلو پسې وتلې وه چې په زیږېدو یې د نړۍ د نفوس پنځه میلیاردم، شپږ میلیاردم او اوه میلیاردم ماشومان وګڼل شول، په تېره د بنګله دېش پر ۱۱ کلنې اویشي او ۲۳ بوسنیايي عدنان یې تمرکز کړی دی.

د بنګله دېش نفوس هم د ډېرېدو په حال کې دی، خو د تعلیم په ډېرېدو هلته په ۱۹۸۰ مو کلونو کې د شپږو بچیانو لرلو شمېر اوس یوازې دوو ته راټیټ شوی دی. بوسنیا کې ښايي تر راتلونکو ۵۰ کلونو پورې نفوس نیمايي ته راټیټ شي. لامل یې د ښېرازۍ اغېزمنېدل او د کډوالۍ ډېروالی دی. که عدنان دنده ومومي ښايي له هېواده ووځي.