د طالبانو له واکمنېدو سره افغانستان کې د دینې مدرسو د جوړېدو بهیر چټک شوی

Taliban

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره افغانستان کې د دیني مدرسو جوړول د طالب چارواکو یو عمده رسمي او نارسمي فعالیت ګرځېدلی دی.‌

ځینې کسان اوسمهال د مدرسې لرل د طالبانو واکمن نظام ته د ژمنتیا ښودلو نښه بولي.‌

له همدې کبله یو شمېر طالب مشران په خپلو ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د مدرسو جوړولو په هڅه کې دي.

څو شتمنو کسانو او سوداګرو بي بي سي ته ویلي چې د طالبانو ځینو غړو، په ځانګړي ډول هغو چارواکو چې اوس رسمي دولتي دندې لري، ترې د مدرسو جوړولو لپاره مالي مرستې غوښتې.

د دوی له ډلې یو تن چې نه غواړي وپېژندل شي، وایي "هر څوک چې ګورې غواړي مدرسه جوړه کړي. دا یې ارمان وي چې یوه لویه مدرسه ولري. شخصآ له ما یې څو وارې مرسته غوښتې. هر چا سره چې مخامخ شوی یم، سبا ته یې راته ویلي چې موږ مدرسه جوړوو، که د شګې، سمنټو او نغو پیسو مرسته وکړئ."

د وردګو، ننګرهار، کندوز، تخار او ځینو نورو لاویتونو اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي چې په دغو ولایتونو کې په رسمي ډول د حکومت او د ځینو طالب چارواکو لخوا د دیني مدرسو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.

Madras

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د یوه ختیځ ولایت یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل د مدرسو جوړونکي هڅه کوي‌ چې د دوی مدرسو کې تر نورو زدکوونکي ډېر وي ځکه د دوی ترمنځ د زدکوونکي په زیات شمېر هم سیالي روانه ده.‌

دی وايي "د طالباني رژیم له حاکمېدو سره په هره سیمه کې د مدرسو جوړولو کار ډېر کش پیدا کړی دی. دوی دا کار د کوم دیني هدف یا دین خورولو لپاره نه کوي، ځکه دا دیني ټولنه ده او ټول خلک مسلمانان دي. دوی دا کار یوازې د دین د څېرې اغوستلو او د خپل طلسم او منتر جاري ساتلو لپاره کوي. دوی په داسې حال کې ټوله توجه مدرسو ته اړولې چې اکثریت تعلیمي مراکز چې ښوونځي دي او اساسي دي‌، هغه یې تړلي دي."

په ورته مهال د طالبانو اړوند ځینو رسنیو په ځانګړي ډول باختر خبري اژانس هم ډېر وخت په بېلابېلو ولایتونو کې د دیني مدرسو د پرانیستل کېدو خبرونه خپروي.

وړاندې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د اسلامي زدکړو مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده ویلي و د دیني مدرسو جوړول د حکومت رسمي چوکاټ‌ کې د دوی په کاري پلان کې ځای لري.

ښاغلي اخوندزاده ویلي چې دا مدرسې په حکومتي بودیجې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونېسف په افغانستان کې د ښوونځيو جوړولو لپاره بودېجه برابروله.

خو مالومه نه ده چې ایا دغه اداره د مدرسو جوړلو لپاره هم مالي مرسته کوي که څنګه.

madras

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو له مخې اوسمهال د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې نږدې ۱۲۰۰ مدرسې او د اسلامي زدکړو مرکزونه فعالیت کوي.

خو ویل کېږي د هغو مدرسو شمېر چې راجستر شوې نه دي، تر هغو ډېر دی چې طالبان یې اعلانوي.

د نویو جوړېدونکو مدرسو سره به دا شمېر لا پسې زیات شي.‌

ځینې کارپوهان وايي د طالبانو لخوا په چټکۍ د مدرسو له جوړېدو سره د دوی د همفکره او سخت دریځه کسانو د روزلو بهیر هم چټکېږي.

خو طالبان ټینګار کوي چې د مدرسو فعالیتونه یوازې د دیني زدکړو رواجولو ته ځانګړي شوي.