د طالبانو حکومت د پاکستاني پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې "غیر مسؤلانه او پاروونکې" بللې دي

ذبيح الله مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې چې ويلي یې وو په افغانستان کې "ټولګډونی حکومت نشته" او دغه هېواد د "ترهګرو په مرکز" اوښتی "غیر مسؤلانه او پاروونکې" بللې دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د پوځ د ویاند لخوا د افغانستان د حکومتي او ټولنيز جوړښت په اړه وروستۍ تبصرې "له واقعيت سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې د يوه مسئول پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي."

پر ټولنيزه رسنۍ اېکس خپره شوې اعلامیه کې ويل شوې چې "د افغانستان اسلامي امارت دا ډول غيرمسوولانه او تحريکوونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي" او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د افغانستان پر وړاندې د "بې منطقه تبلیغاتو" پر ځای د خپلو داخلي ستونزو حل ته پام وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري د دوشنبې په ورځ په يوه خبرې کنفرانس کې ويلي وو چې په "افغانستان کې نه ټولګډونی حکومت شته، نه ترهګري ختمه شوې"، بلکې برعکس د ده په ټکو دغه هېواد د ټولې نړۍ "ترهګرو او غير دولتي وسله والو" په مرکز بدل شوی او بېلابېلې ترهګرې ډلې له هغه ځایه فعاليت کوي.

نوموړي ادعا وکړه چې القاعده، داعش، بلوڅ بېلتون پاله ډله (بي اېل اې) او د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په څېر ډلې په افغانستان کې موجودې او هلته روزنه ترلاسه کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بيا تور لګوي چې داعش ډله د پاکستان په خاوره کې فعاليت کوي.

ښاغلي چوهدري په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت سختې نيوکې وکړې او ویې ويل چې د هند په اشاره د پاکستان ضد وسله والو ډلو "سرپرستي" کوي.

خو په ځواب کې ذبیح الله مجاهد ويلي، افغانستان یو خپلواک او باثباته هېواد دی، چې یو قوي امنیتي جوړښت او یو پیاوړی مشرتابه او په خپله ټوله خاوره کې بشپړ حاکمیت لري او زياته کړې یې ده چې، "د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي."

د طالبانو حکومت له پاکستاني ادارو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په پام سره دې "سنجيده څرګندونې او مسؤلانه چلند" غوره کړي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو وړاندې هم داسې تورونه لګولي چې ګواکې د طالبانو حکومت، ټي ټي پي او بلوڅ بېلتون پالو ډلو ته خوندي ځای ورکړی او له هغه ځايه پر دوی بریدونه کوي خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

همدا ډول د پاکستان د پوځ وياند ومنله چې تېر کال یې د ډيورنډ کرښې ته نژدې او په افغانستان کې دننه پر وسله والو بريدونه کړي. پاکستان تر دې وړاندې په افغانستان کې د ننه د بریدنو مسووليت په رسمی ډول نه و منلی.

د پاکستان د پوځ ویاند نور څه وويل

احمد شريف چوهدري

د عکس سرچینه، PTV

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري ادعا وکړه چې تېر کال افغان وګړي په پاکستان کې "په لسو لویو ترهګریزو پېښو کې ښکېل وو."

احمد شریف چوهدري، د جعفر اېکسپرېس اورګاډي، بنو کې د اېف سي مرکزي دفتر، کېډټ کالج واڼه په ګډون د نورو بریدونو یادونه وکړه، او ویې ویل چې "افغان وګړي تېر کال په پاکستان کې په لسو لویو ترهګریزو پېښو کې ښکېل وو."

هغه د امنیتي ځواکونو د تېر کال د کړنو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل چې د پاکستان پوځ تېر کال د ترهګرۍ پر وړاندې بریالي عملیات ترسره کړل.

نوموړي وویل، تېر کال ۷۵۰۰۰ عملیات د استخباراتو پر بنسټ ترسره شوي او ۵۴۰۰ ترهګریزې پېښې شوې چې په ترڅ کې یې ۱۲۳۵ امنيتي کسان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي چوهدري دا هم وویل چې تېر کال ۲۵۹۷ وسله وال هم وژل شوي دي.

نوموړي وويل، د ترهګرۍ ۸۰ سلنه پېښې په خیبر پښتونخوا کې شوې دي، چې د ده په ټکو له همدې امله هلته ترهګرو ته مناسب چاپېریال برابرېږي.

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د دينې عالمانو له وروستۍ غونډې چې له دواړو خواو یې د خبرو له لارې د ستونزو د حل کولو غوښتنه کړې وه او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني له څرګندونو داسې ښکارېده چې د دواړو هېوادونو تر منځ خرابې اړيکې د جوړجاړي خواته روانې دي خو اوس د پاکستان پوځ د وياند له تازه سختو خبرو داسې جوتېږي چې د دواړو لوريو تر منځ د اړيکو عادي کېدل لا هم نژدې نه ښکاري.

د خيبرپښتونخوا پر حکومت نيوکې او د هغوی ځواب

د پاکستان د پوځ وياند او د خيبر پښتنونخوا اعلی وزير

د عکس سرچینه، EPA/ ISPR

د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د پاکستان د پوځ ویاند د خیبر پښتونخوا پر حکومت هم نيوکې وکړې او د څو وزیرانو ویډیوګانې یې وښودلې، چې پکې د اعلی وزیر په ګډون څو وزیران په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو مخالفت کوي.

د خيبرپښتونخوا حکومت او تر ډېره د دغه ايالت وګړي هلته د پاکستان پوځ له خوا له روانو پوځي عملياتو خوښ نه دي او پوځي عمليات د ستونزو حل نه بولي.

د پاکستان پوځ وياند وويل، "که موږ د ترهګرو پر وړاندې عملیات و نه کړو، نو د هغوی په پښو کې کېنو؟"

د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د پوځ ویاند د تحریک انصاف د مشر عمران خان د اېکس يوه پوسټ عکس هم شریک کړ او ویې ویل، "ډېری زړور سیاسي ګوندونه د ترهګرۍ پر وړاندې ودرېدل. دوی په خپلو سینو مرمۍ وخوړې مګر دوی وايي موږ مرګ ته تيار نه یو..."

خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پاکستاني پوځ د ویاند د څرګندونو په ځواب کې ویلي، "هغه ايالت چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې نژدې ۸۰ زره وګړي قرباني شوي، د هغوی د خلکو او جمهوري حکومت له ترهګرۍ سره تړل ډېره د افسوس او تکلیف وړ خبره ده"

نوموړي پر ټولنيزه رسنۍ اېکس لیکلي چې "د يوې دولتي ادارې د استازي دا ډول منفي فکر نه يوازې ملي يووالي ته زيان رسوي بلکې د پاکستان ثبات ته هم زیان رسوونکی ثابتېدلی شي."

سهیل اپریدي ويلي، "دا باید روښانه وي چې د هر ډول احتمالي پوځي عملیاتو مخالفت یوازې د پاکستان تحریک انصاف پورې محدود نه دی، بلکې د خیبر پښتونخوا ټول سیاسي او مذهبي ګوندونه او د هر ډول فکر خلک په دې دریځ کې همغږي دي چې پوځي عملیات د کومې ستونزې لپاره تلپاتې حل نه دی."

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیرليکلي، "دا یو نه مننونکی حقیقت دی چې په خیبر پښتونخوا کې دې تر اوسه ۲۲ لوی پوځي عملیات او شاوخوا ۱۴ زره استخباراتي عملیات ترسره شوي، خو ترهګري په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې."

د يادولو وړه ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبربښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي پېښې ډېرې شوې او د امنيتي ځواکونو تر څنګ په کې ملکي وګړو ته مرګرژوبله اوښتې ده.