د پاکستان دیني عالمان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ "ترینګلی حالت" د دواړو په ګټه نه دی

د عکس سرچینه، @juipakofficial
په پاکستان کې یو شمېر دیني عالمانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر روانې ترینګلتیا خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا حالت د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی.
دوی له دواړو لورو غوښتي چې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي او کشالې ته دې داسې "مثبت او د پلي کېدا وړ حل" را وباسي چې د سوداګرۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ راشه درشه او اړیکې بېرته عادي یا نورمال شي.
دغو دیني عالمانو دا څرګندونې پرون دوشنبه (مرغومی ۱/دسمبر ۲۲) د پاکستان "د ټولو فکري مکتبونو او دیني تنظیمونو مشورتي اجتماع" کې کړې دي چې په کراچۍ کې د جمیعت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جوړه شوې وه او د دغو بنسټونو ګڼو استازو ګډون پکې کړی و.
تر غونډې وروسته یې په ګډه اعلامیه کې که څه هم د کومې ځانګړې ډلې یا هېواد نوم نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان ترینګلي حالت "ګټه یوازې اسلام دوښمنه قوتونو" ته رسېږي.
پاکستان کې ناامني او له افغانستان غوښتنه
له پاکستانیو چارواکو وروسته دا ځل د پاکستان دیني عالمانو دې اجتماع هم په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدنې ته چا ته نه پرېږدي.
دوی په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي، "موږ د افغانستان اسلامي امارت نه په کلکه غوښتنه کوو چې خپله خاوره دې د هغو مفسدو ډلو او طبقو بریدځی نه ګرځوي چې هلته له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې سره په پاکستان کې ورانکاري او ترهګريز فعالیتونه وکړي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
که څه هم په اعلامیه کې دا نه ده جوته شوې چې له "مفسدو ډلو او طبقو" د دغو دیني عالمانو موخه څوک دي؟ خو تر دوی مخکې بېلابېلو پاکستانیو چارواکو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت ورته تور لګولی و چې ګواکې له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیمېږي چې اشاره یې تر ډېره پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ته وه او په بلوچستان کې په ځينو بریدونو کې یې هم افغانستان ته د ملامتیا ګوته نیولې.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا له پیله دا ډول تورونه بې بنسټه بللي او ټینګار یې کړی چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي او یا بهرني هېواد پر ضد وکارېږي.
دې تازه څرګندونو ته د طالبانو حکومت کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی خو په تېر کې یې په پاکستان کې ناامني او هلته د پاکستاني طالبانو تحریک یا بلې هرې ډلې فعالیت د پاکستان کورنۍ مسئله بللې او په ځلونو یې ترې غوښتي چې خپله کورنۍ موضوع دې په کور دننه حل کړي او پر نورو دې د خپلو "ناکامیو" پړه نه ور اچوي.
د طالبانو حکومت بیا پاکستان تورنوي چې ګواکې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش غړي روزي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.
خو پاکستان بیا دا ادعا ردوي.
"پاکستان کې د هرراز وسلهوالې مبارزې خلاف یو"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان دغو دیني عالمانو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې په پاکستان کې د "هرراز وسلهوالې مبارزې" مخالف دي.
په اعلامیه کې راغلي، "په هېواد [پاکستان] کې د حالاتو د اصلاح کولو او د شریعت د نفاذ لپاره له اساسي قانون سره سمه سولهييزه مبارزه یوازېنۍ د حل لار ده" او "په داسې وخت کې چې بهرني قوتونه د هېواد د ضعیفولو او وېشلو هوډ لري، موږ د هر راز وسلهوالې مبارزې که هغه د اسلام په نوم وي او که د قوم په نوم، مخالفت کوو."
خو دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د دغو "خوځښونو د ختمولو لپاره" دې د خلکو غوښتنې ومني او دا ستونزه دې په "حکمت او تدبر" سره حل کړي.
د پاکستان دیني عالمان په دغه هېواد کې دننه د وسلهوالو د فعالیت د مخینوي دا ډول غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د خیبر پښتونخوا په ګډون په ځينو سیمو کې د پاکستاني پوځ عملیاتو باندې نیوکې وشوې چې ګواکې ملکي خلکو ته مرګژوبله پکې اوړي.
همدا پرون هم د خیبر پښتونخوا د تیراه درې له خلکو د احتمالي پوځي عملیاتو له کبله غوښتنه شوې چې له سیمې کډې بار کړي.
د بيبيسي اردو د خبر له مخې، په دې اړه د خیبر او تیراه چارواکو او د ځايي جرګې ترمنځ هوکړه شوې چې د راروان نوي میلادي کال ۲۰۲۶ د جنورۍ له لسمې نېټې به د پوځي عملیاتو لپاره دا سیمه خالي کوي.
په دې وروستیو کې هلته د وسلهوالو د بریدونو او فعالیت رپوټونه ورکړل شوي چې په ترڅ کې یې پوځ هم ځای ځای عملیات وکړل چې وروسته د ځینو ملکي کسانو د وژل کېدو له کبله د ځايي خلکو له غبرګون او لاریونونو سره مخ شول.
د مولانا فضل الرحمان څرګندونې

د عکس سرچینه، @juipakofficial
دا غونډه د پاکستان د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جوړه شوې وه چې ده هم وینا ورته وکړه.
هغه تر غونډې وروسته د کراچۍ ګونر هاوس یا د والي په کور کې په خبري کنفرانس کې هم د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدنې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د خبرو له لارې د ستونزې پر حلولو ټینګار وکړ. خو د پاکستان پر حکومت یې نیوکه وکړه چې ګواکې د ستونزې "زور" په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو باسي.
مولانا فضل الرحمان وویل چې که څه هم پاکستان له "۴۰ کلونو" راهیسې د افغان کډوالو "کوربهتوب" وکړ خو په زور ایستلو سره یې هغه ټوله "مېلمهپالنه ضایع" کړه.
هغه زیاته کړه چې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي جنجالونو تاو باید له عامو خلکو و نه ایستل شي چې پرمخ یې لارې او سوداګري وتړل شي.
مولانا فضل الرحمان همداراز وویل چې په افغانستان کې اوس امنیت راغلی او د کډوالو ستنول دې د دوه اړخیزو خبرو او سلا مشورو له لارې وشي، "نه داسې چې په ټېلو تمبو په زور وایستل شي".
د یادولو ده چې پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې هلته مېشت زرګونه افغان کډوال په زور افغانستان ته ستنولو ته اړ کړي دي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.
د دغو دواړو ګاونډيو ترمنځ تر ترینګلتیا وروسته د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړتیوب څو پړاوه مذاکرات وشول خو کومه داسې غوڅه پایله یې نه ده درلودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ظاهره خرابې شوې اړیکې بېرته ورغوي. له همدې کبله لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو راشه درشه او سوداګریزه راکړه ورکړه خپل عادي حالت ته نه ده راګرځېدلې.











