د پښتونخوا په کرک کې د پاکستاني طالبانو برید کې پنځه پولیس وژل شوي

د عکس سرچینه، KP POLICE
د خیبر پښتونخوا د کرک په ګورګورې سیمه کې د پولیسو پر موټر د وسلهوالو په برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
د بيبيسي اردو د خبر له مخې، د ځايي پولیسو ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سیمې ته ګڼ پولیس رسېدلي او هلته د بریدګرو په لټه چاڼيز عملیات روان دي.
رویټرز خبري اژانس د خیبر پښتونخوا د ایالتي پولیسو له قوله ویلي چې د پولیسو د ګزمې دا موټر لومړی له چاودېدونکو توکو سره په نښه شو او بیا پرې بریدګرو ډزې پیل کړې چې په ترڅ کې یې څلور افسران او یو موټر چلوونکی ووژل شول.
د برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټيټيپي' منلی دی. دغه ډله له تېرو شلو کلونو راهیسې د پاکستاني حکومت پر وړاندې جنګېږي.
ګورګورې د پښتونخوا هغه سیمه ده چې د ګازو پراخې زېرمې پکې دي او له همدغه ځایه د پاکستان بېلابېلو ځایونو ته طبعي ګاز لېږدول کېږي.
د پاکستانیو چارواکو غبرګون
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي پر دغه برید خواشیني څرګنده کړې او غندلی یې دی.
ښاغلي شریف ویلي چې په برید کې ښکېل کسان به د "قانون منګولو ته سپاري" او د خپل "عمل جزا" به ورکول کېږي.
سهیل افریدي بیا ویلي چې په سیمه کې د امنیت رامنځته کول یې د حکومت لومړیتوب دی او ایالتي حکومت له پولیسو سره ولاړ دی.
ښاغلی افریدی په پښتونخوا کې د امنیت رامنځته کولو خبره داسې مهال کوي چې د بيبيسي خبریال عزیز الله خان وايي چې په دې وروستیو کې په کرک او څېرمه سیمو کې د وسلهوالو ډلو فعالیت ډېر شوی دی.
په تېره اګست میاشت کې هم د کرک په امانکوټ سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر برید شوی و او په هغه کې هم یو شمېر پولیس وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې هم تېره جمعه (لیندۍ ۲۸/دسمبر ۱۹) د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم او وسلهوال برید وشو. تر برید وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي وو چې ویل کېدل، د بریدګرو او د امنیتي ځواکونو ترمځ د نښتې وو.
که څه هم په برید کې د اوښتې مرګژوبلې په اړه کره معلومات په ډاګه نه شول خو امنیتي سرچینو د پنځو بریدګرو د وژل کېدو او د څلورو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی کړی وکړ.
تر دغه برید دوه ورځې مخکې د میرعلي حسوخېلو ته نږدې لومړی د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان برید او ورپسې د امنیتي ځواکونو او د ناپېژانده وسلهوالو بریدګرو ترمنځ نښته وشوه.
د سېشنبې د سهار په دغه برید او نښته کې امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ته د مرګژوبلې د اوښتلو څه رپوټ نه و ورکړل شوی خو ویل شوي وو چې د یوه سپین ږیري او یوه لس کلن ماشوم په ګډون دوه ځايي اوسېدونکي پکې وژل شوي او پنځه نور ژول دي.
تر هغې څو ورځې مخکې د میرانشاه مرستیال کمېشنر شاه ولې خان په داسې حال کې له خپلو دوو ساتونکو سره یو ځای په یوه برید کې وژل شوی و چې د یوې قضیې اورېدو لپاره د بنو محکمې ته روان و.
پر هغه دا برید د بنو اړوند سیمه کې شوی و.
پاکستان، په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا ایالت له مودې راهیسې د ناامنۍ او د بریدونو د لړۍ شاهد دی.
د روان کال په پیل کې پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ شاخص ۲۰۲۵ کې دویم مقام درلود چې د تېر کال پرتله پکې په ترهګریزو بریدونو کې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۵ سلنه زیات شوی دی.











