پېښور کې د پاکستان سرحدي ځواکونو پر مرکز ډلهییز ځانمرګي برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي
د دوشنبې پر ورځ د پېښور ښار په مرکزي صدر سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو فدرالي کانسټبلري (اېف سي) پر مرکزي دفتر د ځانمرګي برید په لومړني راپور کې ویل شوي چې هغه بریدګر چې د ایف سي مرکزي دفتر ته ننوتل له مرکزي دروازې څخه له ۳۰ تر ۴۰ مترو پورې دننه ووژل شول.
د پولیسو د راپور له مخې، د بریدګرو موخه دا وه چې هلته خلک یرغمل کړي.
دا لومړنی راپور وايي چې لوړ پوړي افسران د ایف سي په مرکزي دفتر کې وي او ډېری پرسونل هم معمولاً هلته وي. د پولیسو په وینا، د برید پر مهال د ایف سي په مرکزي دفتر کې یو پرېډ یا مارش هم کېده او اوس د ایف سي ځواک مرکزي دفتر کې چاڼیز عملیات بشپړ شوي دي.
'بریدګر پلی د ایف سي مرکزي دفتر ته رسېدلی'
لومړنی راپور وايي چې یو ځانمرګی بریدګر د ایف سي مرکزي دفتر دروازې ته پلی رسېدلی. د راپور له مخې، ځانمرګی بریدګر څادر اغوستی و او په مرکزي دروازه کې یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې.
په لومړني راپور کې ویل شوي چې په مرکزي دروازه کې د ځانمرګي برید پایله کې درې ساتونکي ځای پر ځای وژل شوي دي. له چاودنې سملاسي وروسته، دوه نور بریدګر د ایف سي مرکز ته له یوې څنګلورې دروازې ننوتل، چې دواړو یې ټوپک او لاسي بمونه درلودل.
د پولیسو لخوا چمتو شوی لومړنی راپور وايي چې له ننوتلو وروسته، ځانمرګي بریدګر ښي خوا ته د موټرسایکلونو درولو ځای ته ورسېدل. د پولیسو په وینا: 'ځانمرګو بریدګرو ډزې وکړې او په ځوابي ډزو کې ووژل شول.'
له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په دې پېښه کې د دریو امنيتي ځواکونو (اېف سي) د وژل کېدو پخلی کړی دی.

په پېښور کې د بي بي سي خبريال رحمان الله د امنيتي چارواکو له خولي وايي، لومړی ځانمرګي بريدګر د اېف سي مرکز ته څېرمه چاودنه کړې او وروسته دوو وسله والو هڅه کړې چې مرکز ته ننوځي.
امنيتي چارواکو وویل، دوه وسله وال مرکز ته له ننوتلو وروسته له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو نښتې وروسته په ډزو ويشتل شوي دي.
په پېښور کې د پولیسو مشر میا سعید ویلي و، په ودانۍ کې چاڼيز عمليات روان دي، پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته رسېدلي دي.
نوموړی وايي، بریدګر په عصري وسلو سمبال وو او ګرنېډونه هم ورسره وو.
تراوسه کوم کس يا ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.
په پېښور کې د لېډي رېډېنګ روغتون د ویاند محمد عاصم په وینا، تر دې دمه پنځه ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.
نوموړی وايي، ډاکټران روغتون ته وربلل شوي او بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د پېښور په صدر کې د اېف سي مرکزي دفتر په ګڼ مېشته سیمه کې موقعیت لري. د چارواکو په وینا، برید د سهار ۸:۱۰ بجې وشو، او دا هغه مهال دی چې ډېری خلک کارونو او ماشومان ښوونځي او نورو تعلیمي ادارو ته ځي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پېښور د بېړنۍ ژغورنې ادارې ویاند بلال فیضي ويلي، چې د دوی امبولانسونه سیمې ته رسېدلي دي.
د برید وروسته سیمه د ټولو ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د پېښې له کبله خواشيني څرګنده کړې او لارښونه یې کړې چې ټپيانو ته غوره روغتيايي اسانتياوې برابرې شي.
د اېف سي مرکزي دفتر د پېښور په لویه لاره، سنهري مسجد پر سړک موقعیت لري. هلته د پټرول پمپونه او دوکانونه شته، چې ډېری یې د موټرو پرزې پلوري.
تر دې وړاندې د اېف سي پر همدې مرکز په ۲۰۱۰ کال کې ځانمرګی بريد شوی و چې په ترڅ کې یې د اېف سي د مشر صفوت غيور په ګډون څلور پوليس وژل شوي وو.
په دې وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زیات شوي دي چې تر ډېره یې د پړې ګوته پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ته نيول کېږي.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه له افغان خاورې پلان کېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تورونه رد کړي او وايي هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.












