امنیت شورا: 'د بلوچستان د ازادۍ پوځ' او 'تحریک ‌طالبان‌ پاکستان' له یو بل سره نژدې 'همغږي' لري

مفتی حسن سواتی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مفتي حسن سواتی (ښي لور ته)، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پېښور سیمه‌ییز قوماندان و، د قوماندان میجر مست ګل منګل سره ناست دی او د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۵مه د وزیرستان قبایلي سیمه کې له AFP خبري آژانس سره خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې ویل شوي چې ناقانونه ترهګرې ډلې - 'د بلوچستان د ازادۍ پوځ' د "مجید بریګېډ" په ګډون او 'تحریک طالبان پاکستان' له یو بل سره "نژدې همغږي" لري. راپور دا هم روښانه کړې چې "د بلوچستان د ازادۍ پوځ ځینې بریدونه ډېر پېچلي وو" چې د بېلګې په توګه توګه یې د پاکستان بلوچستان ایالت کې د "جعفر اکسپریس" اورګاډي د سپرلۍ د ډراماتیکې تښتونې پېښه یاده کړې ده.

راپور لیکي: "د مارچ ۱۱مه، دغې ډلې د جعفر اکسپریس اورګاډی په یوه لرې غرنۍ سیمه کې د ماینونو او نورو وسلو په وسیله ونیوه، چې د ۲۱ یرغمل شویو کسانو په ګډون، پکې ۳۱ تنه ووژل شول. دا پېښه د دې ډلې د وحشت او وړتیا د لوړوالي څرګندونه کوي."

د هند د سختو هڅو سربېره راپور د مزاحمت جبهه له لشکر طیبه سره ونه تړله، خو یادونه یې وکړه چې یوه غړي هېواد ټینګار کاوه چې برید د لشکر طیبه له ملاتړ پرته نه شو کېدای. په ورته وخت کې، بل غړي هېواد دا نظر رد کړ او ویې ویل چې لشکر طیبه نوره فعاله نه ده.

راپور لیکي: "سیمه‌ییزې اړیکي لا هم نازک دي او دا خطر شته چې ترهګرې ډلې به له دې سیمه‌ییزو شخړو ناوړه ګټه واخلي."

"ټي‌ټي‌پي" شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي لري

دا انځور د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۶مه اخیستل شوی، چې پکې د پاکستاني طالبانو قوماندان لطیف محسود (په منځ کې) ښکاري. هغه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پخواني مشر، حکیم الله محسود، نږدې ملګری ګڼل کېږي. دا انځور د اورکزو ایجنسۍ د ماموزو سیمې کې اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا انځور د ۲۰۰۸ کال د نومبر په ۲۶مه اخیستل شوی، چې پکې د پاکستاني طالبانو قوماندان لطیف محسود (په منځ کې) ښکاري. هغه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د پخواني مشر حکیم الله محسود نږدې ملګری ګڼل کېږي. دا انځور د اورکزو ایجنسۍ د ماموزو سیمې کې اخیستل شوی دی.

له بلې خوا، راپور وایي چې "ټي‌ټي‌پي" شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالي لري او لا هم د طالبانو له‌خوا د پام وړ لوژستیکي او عملیاتي ملاتړ تر لاسه کوي. پر دې سربېره راپور زیاتوي چې په طالبانو کې د " ټي‌ټي‌پي" په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي او ځینې یې غواړي له دې ډلې ځان لیرې وساتي چې سیمه‌ییزې اړیکې یې ښې شي.

راپور دا هم وایي: "ځینو غړیو هېوادونو راپور ورکړی چې ټي‌ټي‌پي له داعش -خراسان څانګې سره د تاکتیکي کچې اړیکې لري. تحریک طالبان پاکستان لا هم په سیمه کې د لوړې کچې بریدونه کوي، چې ځینو یې درنه مرګژوبله اړولي."

راپور زیاتوي، ټي‌ټي‌پي لا هم بېلابېلو وسلو ته لاسرسی لري، چې د بریدونو کې وژنه ډېروي - دا څرګندونې هغو عصري پوځي تجهیزاتو ته اشاره ده چې امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د کابل له سقوط وروسته شاته پرېښي وو.

راپور دا هم وایي: "یوه غړي هېواد راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ جنورۍ کې "ټي‌ټي‌پي" په بلوچستان کې ترهګرو ته روزنه ورکړې وه."

داعش – خراسان ډله څومره جنګیالي لري؟

داعش جنګیالي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، داعش هڅه کړې چې افغانستان ته څېرمو هېوادونو او نورو نړیوالو سیمو کې عملیات پیل کړي.

همداراز، راپور وایي چې "په افغانستان کې د طالبانو اوسنیو واکمنانو لا هم د ترهګرو ډلو، لکه القاعده او د هغې اړوندو، ته د فعالیت لپاره زمینه برابره ساتلې، چې دا د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی."

راپور زیاتوي چې داعش -خراسان لا هم تر ټولو جدي سیمه‌ییز او نړیوال ګواښ بلل کېږي. دا ډله شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري او افغانستان کې او بهر د نوو کسانو جذب ته دوام ورکوي - په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو، د روسیې له شمالي قفقاز او له نورو ناراضه جنګیالیو خلک ورجذبوي.

راپور دا هم څرګندوي، داسې اندېښنې شته چې ځیني افراطي جنګیالي به له سوریې افغانستان ته ولېږدي او له هغه ځایه به د سیمې هېوادونو پر ضد بریدونه تنظیم کړي، په تېره بیا د منځنۍ اسیا پر وړاندې.

راپور وایي: "په شمالي افغانستان او د پاکستان پولې ته نژدې سیمو کې داعش په مدرسو کې د ماشومانو مغز وینځي او شاوخوا ۱۴ کلنو ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکوي."

راپور زیاتوي داعش لا هم د شیعه ټولنو، د طالبانو پر ادارو او بهرنیانو بریدونه خپل لومړیتوب ګڼي. د ثناءالله غفاري تر مشرۍ لاندې، د دې ډلې جنګیالي د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې خپاره شوي دي.

داعش هڅه کړې چې افغانستان ته څېرمو هېوادونو او نورو نړیوالو سیمو کې عملیات پیل کړي.

راپور په پای کې لیکي: "د طالبانو هڅو د داعش د وړتیاوو مخه نیولې، خو دا ډله لا هم په نسبي ډول له مجازاتو پرته فعالیت کوي او د طالبانو له واکمنۍ سره د خلکو ناخوښي د دوی لپاره یو فرصت ګرځېدلی. د داعش عادي غړي اوس تر ډېره د منځنۍ اسیا له سیمو دي."

راپور زیاتوي "د داعش د خراسان څانګې ځینې ملاتړي چې له سرحدونو یې د اوښتو هڅه کوله د منځنۍ اسیا د جنګیالیو د مېرمنو په ګډون ښځې وې".