رپوټونه وايي، په بلوچستان کې د سرحدي ځواکونو پر مرکز له بريد ۲۰ ساعته وروسته هم 'عملیات' روان وو

د پاکستان د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) پر مرکز بريد شوی دی.
راپورونه وايي، د سرحدي ځواکونو پر مرکز څلورو وسله والو بريد کړی چې يوه یې په دروازه کې ځان الوځولی او دری نور د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي. بي بي سي په خپلواکه توګه د دې معلوماتو پخلی نشي کولی.
بل لور ازاد خبریال محب الله خان له بلوچستانه په خپل رپوټ کې وايي، د پېښې له رامنځته کېدو ۲۰ ساعته وروسته هم د ایف سي ځواک د مرکز په کلا کې عملیات لا هم روان دي، خو حکومتي چارواکي وايي چې وضعیت یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.
ځینې نورې سرچینې بیا ادعا کوي چې په عملیاتو کې دايف سي ځواک پینځ سرتېري وژل شوي دي.
په همدې حال کې، د بلوچستان لبریشن فرنټ، یا بي ایل ایف، د یوې ښځینه ځانمرګې بریدګر د عکس په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی او په وینا یې همدې ښځینه بریدګرې د مرکز په دروازه کې په ځان پورې تړلي باروت چوولي دي.
بل لور د بلوچستان ازادۍ جبهې 'بي ایل ایف' په نامه وسله والې ډلې په یوه بیان کې ادعا کړې، چې د چاغي په نوکنډي سیمه کې د پاکستان سرحدي ملېشه ځواکونو 'ایف سي' پر مرکز د دوی د وسله والو ملګرو، چې دوی یې د 'سرمچار' په نامه یادوي، برید لا هم دوام لري.
بي ایل ایف وسله وال ادعا کوي، چې د سیندک او ریکوډک پروژو د بهرنیو کارکوونکو ساتندویان پر مرکز دا برید د دوی سدو عملیاتي کنډک 'سوب' وسله والو کړی.
ازاد خبریال محب الله خان په خپل رپوټ کې زیاتوي، د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ د ګورموخان په سیمه کې هم وسلهوالو د ایف سي ځواک پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی. د راپورونو له مخې، د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته د شپې تر ناوخته پورې روانه وه. چارواکي په ډزو کې د ګڼ شمېر وسلهوالو وژلو ادعا کوي.
د بلوچستان خپلواکۍ پوځ یا بي ایل اې په نامه ډلې د پنجګور سیمې د برید مسؤلیت منلی دی.
له دې مخکې د چاغی د پوليسو يوه مشر محمد شريف بي بي سي ته وويل، د سرحدي ځواکونو پر مرکز بريد د شپې شاوخوا ۸:۳۰ بجې وشو.
نوموړي وويل، د امنيتي ځواکونو له ځوابي بريد وروسته چاڼيز عمليات روان دي. په نوکنډي کې چې دا بريد شوی، يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، له بريد وروسته شاوخوا له يوه نیم تر دوو ساعتونو ډزې روانې وې.
هغه زياته کړه، لومړی د مرکز دروازه کې د يوې زورورې چاودنې غږ واورېدل شو ورپسې درنې ډزې پيل شوې. له لومړنۍ چاودنې وروسته شاوخوا اووه اته کوچنۍ چاودنې وشوې او شاوخوا لس نيمې بجې د ډزو غږونه ودرېدل.
دی وايي، امنيتي ځواکونو ته د اوښتو زيانونو په اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي. خو وايي، په عملياتو کې د وژل شويو وسله والو بريدګرو شمېر ډېر وو.
دا د بلوچستان په چاغي ولسوالۍ کې د وروستي اړ دوړ پر مهال د سرحدي ځواکونو پر مرکز لومړنی بريد دی.
د چاغي ولسوالۍ د شورا مرستيال اسفنديار خان محمدزي دا پېښه غندلې او زياته کړې یې ده چې د امنيتي ځواکونو پر وخت اقدام بريد شنډ کړ.
نوکنډي چېرې ده؟
نوکنډي د بلوچستان د چاغي ولسوالۍ برخه ده او له کوټې شاوخوا ۵۰۰ کيلومتره لوېديځ ته پروت دی.
د اېف سي مرکز چې بريد پرې شوې د کوټې او تفتان پر لويه لار موقعيت لري.
چاغي ولسوالي له افغانستان او ايران دواړو سره ګډه پوله لري. په چاغي کې بېلابېل کانونه شته دي. دلته د مسو او سرو زرو کانونو دوې سترې پروژې هم پر مخ وړل کېږي.
په دې وروستيو کې په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي پېښې ډېرې شوې دي چې تر ډېره یې پړه پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو ډلو ته نيول کېږي.
تر دې وړاندې د نومبر پر ۲۴ نېټه د خيبرپښتونخوا په پېښور کې د سرحدي ځواکونو (اېف سي) پر مرکز دريو وسله والو بريد وکړ.
هغه بریدګر چې د اېف سي مرکزي دفتر ته ننوتل له مرکزي دروازې څخه له ۳۰ تر ۴۰ مترو پورې دننه ووژل شول.
د پولیسو د راپور له مخې، د بریدګرو موخه دا وه چې هلته خلک یرغمل کړي.
لومړني راپور کې راغلي وو چې یو ځانمرګی بریدګر د اېف سي مرکزي دفتر دروازې ته پلی رسېدلی. د راپور له مخې، ځانمرګی بریدګر څادر اغوستی و او په مرکزي دروازه کې یې په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې.
په لومړني راپور کې ویل شوي وو چې په مرکزي دروازه کې د ځانمرګي برید پایله کې درې ساتونکي ځای پر ځای وژل شوي دي. له چاودنې سملاسي وروسته، دوه نور بریدګر د اېف سي مرکز ته له یوې څنګلورې دروازې ننوتل، چې دواړو یې ټوپک او لاسي بمونه درلودل.











