د ښځو کرېکټ شل اوریز نړيوال جام نیمه پایلوبه؛ اسټرالیا له سوېلي افریقا او نیوزیلنډ له وېسټ انډیز سره لوبېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د متحده عرب اماراتو په کوربتوب د ښځو کرېکټ نړیوال جام وروستي پړاو ته نژدې شوی او په دې لړ کې سبا (پنجشنبه) لومړۍ نیمه پایلوبه کېږي.
دا برخلیک ټاکونکې لوبه د اکتوبر په ۱۷مه د اسټرالیا او سویېي افریقا ښځو کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې پلان ده.
د دې لوبې ګټونکي لوبډله به نېغ په نېغه د روان نړیوال جام پای لوبې ته ورسېږي.
د نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه د جمعې په ورځ د نیوزیلنډۍ او وېسټ انډیزۍ ښځو تر منځ ده، دا لوبه د متحده عرب اماراتو په شارجې لوبغالي کې کېږي.
دغو څلور لوبډلو داسې مهال د لسو لوبډلو تر منځ نیمه پایلوبې ته ځانونه رسولي چې د انګلنډ، پاکستان، هند او شريلنکا په ګډون د بنګله دېش او سکاټلند لوبډلې له پاتې سیالیو وتلي دي.
د ۲۰۲۴ کال د ښځینه کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې ټولټال لسو لوبډلو ګډون درلود چې پنځه پنځه لوبډلې پر (اې) او (بي) ګروپونو یا ډلو پکې وېشل شوې وې.
په اې ګروپ کې: اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ، پاکستان او شريلنکا لوبډلې وې.
په بي ګروپ کې: بنګله دېش، انګلنډ، سکاټلنډ، جنوبي افریقا او ويسټ انډيز لوبډلې له یوه بل سره لوبېدې.
له دواړو ګرپونو مخکښې او بریالۍ لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار پيدا کړې.
د کومې لوبډلې د اتلولۍ چانس ډېر دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښځينه کرېکټ شل اوریز نړیوال جام لومړی ځل په ۲۰۰۹ کې په انګلنډ کې ترسره شو او سږ یې نهم وار دی.
نیمه پایلوبې ته د رسېدلو یادو لوبډلو تر منځ د اتلولۍ ډېرې سترګې اسټرالیا ته دي، د دغه هېواد د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې تېر سر په سر درې جامونه ګټلي دي.
د اسټرالیا د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې په تر سره شویو اته نړیوالو جامونو کې شپږ ځله اتولولي خپله کړې، په پاتې نورو اتلولیو کې لومړۍ جام انګلنډ او په ۲۰۱۶م کال کې وېسټ انډيز ګټلی و.
په دغه روان نړیوال جام کې هم اسټرالیا له تر سره شویو څلورو لوبو څلور واړه ګټلې او لوبډله یې د ډېرو نمبرو له کبله د نوملړ په سر کې ده.
هند که څه هم پیاوړی کرېکټ لري خو د ښځو کرېکټ لوبډلې یې په تېرو نهو پړاوونو کې کومه اتلولي نه ده خپله کړې، سږ کال یې هم له څلورو دوه لوبې وګټلې او د مخته تګ چانس یې ونه موند.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا لوبې د روانې اکتوبر میاشتې پر درېيمه نېټه پیل او د همدې میاشتې په شلمه (راتلونکي یکشنبې په ورځ) یې پایلوبه ده.
په دغې وروستۍ لسیزه کې د افغانستان د سړیو کرېکټ لوبډلې ډېر وخت د خبرونو سرټکي جوړ کړي خو دا هېواد د ښځو کرېکټ نه لري او له همدې کبله د ښځو د کرېکټ په کوم نړیوال یا نورو سیالیو کې یې لوبډله نه ده لوبېدلې.











