کرېکټ؛ افغانستان نومبر کې له بنګله دېش او ډيسمبر کې له زېمبابوې سره لوبې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، نیوز
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له بنګله دېش سره په درېیو یو ورځنیو سیالیو سلا شوي چې په راتلونکي نومبر میاشت کې به وشي.
د اعلان شوې مهالوېش له مخې په پلان کې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ دا خپلمنځۍ سیالۍ د نومبر میاشتې په شپږمه، نهمه او یوولسمه نېټه وشي.
کرېکټ بورډ نن یکشنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي "دا لوبې به د ۲۰۲۵م کال چمپین ټرافۍ یا (اتلانو جام) لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه افغان لوبډلې ته یو ښه تیاری وي."
دا لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب د محتده عرب اماراتو په شارجې لوبغالي کې کېږي.
دا لوبغالی د افغانستان کورنۍ میدان یادېږي، تېر کال د افغانستان او متحده عرب اماراتو کرېکټ بورډونو تر منځ د یوه هوکړه لیک له مخې افغانستان دلته د نړیوالو لوبډلو کوربتوب کوي.
د افغانستان او بنګله دېش خپل منځي لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې پلان و چې د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دوبي په جولای او اګست میاشتو کې د یو ورځنیو سیالیو تر څنګ درې نړیوالې شل اوریزې لوبې او دوه ټېسټ سیالۍ هم وشي چې د کرېکټ بورډ په وینا د سختې ګرمۍ له کبله په ټاکلي وخت ترسره نه شوې.
د افغانستان او بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې په تېر کې هم په یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ سیالیو کې سره مخ شوي او ډېر کله پرې افغان لوبډله برلاسي وه.
تېر کال جولای میاشت کې افغان لوبډله لومړۍ هغه شوه چې په نږدې یوه لسیزه کې یې له بنګله دېشه په بنګله دېش کې د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ وګټله.
له هغې وروسته د دوی تر منځ تر ټولو برخلیک ټاکونکې لوبې په سږني شل اوریز نړیوال جام او تېر پنځوس اوریز نړیوالو جامونو کې وې، تېر کال په داسې حال کې چې افغانستان د پاکستان او انګلنډ غوندې پیاوړې لوبډلې ماتې کړې خو د بنګله دېش پر وړاندې ماتې د افغان لوبډلې دوه مهمې نمبرې کمې کړې او له مخکې تګه پاتې شوه.
د ۲۰۲۴م کال په شل اوریز جام کې بیا افغان لوبډلې په یوه ډېره حساسه او هیجاني لوبه کې بنګله دېشۍ لوبډله ماته کړه او په لومړي ځل یې نیمه پایلوبې (سیمې فاینل) ته ځان ورساوه.
له زېمبابوې او وېسټ انډیز سره راتلونکي سیالۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
چمپین لیګ ته د چمتوالي په لړ کې افغان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې له بنګله دېش وروسته له زېمبابوې سره هم په سیالیو هوکړې ته رسېدلي او په ټکو یې له وېسټ انډیز سره هم په خبرو لګیا دي.
کرېکټ بورډ ویلي، له زېمبابوې سره به په ډسمبر میاشت کې د کرېکټ بشپړه لوبلړۍ (ټېسټ، نړیوالې یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې) ترسره کړي، خو د لا جزیاتو په اړه ډېر څه نه وايي.
د وېسټ انډیز سره لوبو ته له چمپین جامه مخکې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې لېوالتیا ده.
دا لوبې داسې مهال کېږي چې افغانستان همدا تېره اونۍ په شارجه کې له سویلي افریقا د یو ورځینو سیالیو تاريخي لوبلړۍ وګټله، کرېکټ بورډ هغه سیالۍ هم چمپین لیګ ته د ښه چمتوالي په موخه بللې وې.
د چمپین ټرافي یا اتلانو جام د ۲۰۲۵ میلادي کال په فبروري میاشت کې کېږي، د پلان له مخې د دغو سیالو کوربتوب پاکستان ته ورکړل شوی که څه هم د پاکستان وضعیت او د هند نه ورتګ ته په کتو یې لا وروستۍ مهالوېش نه دی اعلان شوی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د ښو لوبو له کولو او ښه مقام له ګټلو وروسته په لومړي ځل د اتلانو اتلولۍ جام یا چمپین ټرافي ته رسېدلې ده.











