کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، @ZimCricketv
افغانستان د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته لارموندنې لپاره د سوپرلیګ سیالیو په لړ کې په درېیمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
په دې توګه افغانستان دا لوبلړۍ درې صفر وګټله.
د دې لوبې پچه افغانستان ګټلې او پخپله یې د توپ اوچونې پرېکړه کړې وه.
د زمبابوې توپوهونکي یو په بل پسې ژر وسوځېدل او د سکندر رضا د ۳۸ منډو په مټ یې یوازې ۱۳۵ منډې وکړای شوې.
افغانستان لپاره راشد خان درې، فضل الحق فاروقي او محمد نبي دوه دوه او مجیب الرحمن، فرید احمد ملک او عظمت الله عمرزي یو یو لوبغاړی وسوځواوه.
توپ وهنه کې افغانستان لپاره لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۳۸ او محمد نبي عیسی خېل ۲۴ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.
راشد خان د درېمې لوبې او رحمت شاه زرمتی د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی اعلان شول.
رحمت شاه دغو دریو لوبو لړۍ کې د ۶۶ منډو په اوسط ۱۹۸ منډې وکړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د زېمبابوې پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو یو ورځنیو او درې شل اوریزو سیالیو لپاره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوملړونه ټاکلي وو.
د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی په پام کې نیول شوي او ترڅنګ یې په احتیاطي لوبغاړو کې نور احمد او نجات مسعود ته هم ځای ورکړل شوی دی.
دغه راز د یاد هېواد پر وړاندې د راتلونکو شل اوریزو لوبو لپاره رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، کریم جنت، محمد نبي (لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي دي. د دې ترڅنګ ظاهر خان او سید احمد شیرزاد هم د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
افغان لوبډله د جون میاشتې په څلورمه او شپږمه هم لوبېدلې وه او نن (جون نهمه) د زمبابوې پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کوي او دغه راز به په یاد هېواد کې د همدې میاشتې په ۱۱مه، ۱۲مه او ۱۴مه نېټه درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.
یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه تر سره کېږي او شل اوریزې لوبې هم راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي او د دغې بڼې په درجه بندې کې هم شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې تر اوسه درې لوبلړۍ ترسره کړې چې د ۹ سیالیو له منځه یې ۷ لوبې په خپل نوم کړې دي او اوسمهال د ۷۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۳ لوبډلو له منځه پنځم مقام له ځان سره لري.










