کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په دویمه يو ورځنۍ لوبه کې هم ماته ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

افغان لوبډلې زمبابوې ته د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه سيالۍ کې په اتو وېکتو ماته ورکړه او د دغو سياليو لړۍ يې وګټله.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

زمبابوې په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې د ۱۰ ویکټو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې په ۴۵ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل "لوبغاړو ښه لوبه وکړه او ترې خوښ یم"

دغه سيالۍ چې د زمبابوې په هرارې کې روانې دي د ٢٠٢٣ کال د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړيوال جام ته د غوراوي لپاره مهمې بلل کېږی.‌

زمبابوې لپاره نننۍ لوبه کې اېنوسېنت کایا ۶۳ ، سکندر رضا ۴۰ او ریان بورل ۵۱ منډې وکړې.

د افغانستان له اړخه بیا فرید احمد ملک د مقابلې لوبډلې درې او فضل الحق فاروقي، راشد خان او محمد نبي عیسی خېل دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل.

د توپ وهنې په په برخه کې د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ ناسوځېدلې ۱۱۹ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ رحمت شاه ۸۸ منډې وکړې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا په یوه ورځینو لوبو کې د ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېر منډې دي. ښاغلي ځدراڼ له لوبې وروسته وویل "له رحمت شاه سره یې د لوبې له ملګرتیا خوند واخیست."

د دغو درېو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په ۶۰ منډو ګټلې وه.

تېره لوبه کې افغانستان زمبابوې ته د ۲۷۷ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې يې د زمبابوې لوبډله په ۲۱۶ منډو وسوځېده.

په هغې لوبه کې افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي ۹۴، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۸ او راشد خان په ۱۷ توپونو ۳۹ ‍ چټکې منډې کړې وې.

توپ اچونه کې بیا محمد نبي عیسی خیل د زمبابوې ۴ لوبغاړي وسوځول.

رحمت شاه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره لوبه کې رحمت شاه پنځه څلوېښتم اوور کې پر ۹۴ منډو وسوځېد

تېره لوبه کې زمبابوې لپاره سکندر رضا ۶۷، انوسېټ کايا ۳۹ او کرېګ اېروېن ۳۰ منډې وکړې.

افغانستان لپاره حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر) رحمت شاه، راشد خان، مجیب الرحمان، فرید احمد، فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګوربز لوبېږي.