د افغانستان-زمبابوې ترمنځ کرېکټ؛ افغان لوبډلمشر وايي له نویو لوبغاړو ډېرې هیلې لري
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا (شنبه) زمبابوې سره د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلوي.
دا لوبې د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام غوراوي لپاره کېږي.
افغان لوبډله کې ځينې نوې څېرې هم تر سترگو کېږي چې لوبډلمشر يې حشمت شهيدي ترې ډېرې هيلې لري.
افغان لوبډلې دغو لوبو ته له څو اوونيو راهيسې د چمتوالي تمرينونه کړي دي. کپتان حشمت شهيدي له بي بي سي پښتو تلويزيون سره له زمبابوې پر دغو لوبو خبرې کړې دي.