تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان زمبابوې ته په دویمه يو ورځنۍ لوبه کې هم ماته ورکړه
افغان لوبډلې زمبابوې ته د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دويمه سيالۍ کې په اتو وېکتو ماته ورکړه او د دغو سياليو لړۍ يې وګټله.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
زمبابوې په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې د ۱۰ ویکټو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې په ۴۵ اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل "لوبغاړو ښه لوبه وکړه او ترې خوښ یم"
دغه سيالۍ چې د زمبابوې په هرارې کې روانې دي د ٢٠٢٣ کال د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړيوال جام ته د غوراوي لپاره مهمې بلل کېږی.
زمبابوې لپاره نننۍ لوبه کې اېنوسېنت کایا ۶۳ ، سکندر رضا ۴۰ او ریان بورل ۵۱ منډې وکړې.
د افغانستان له اړخه بیا فرید احمد ملک د مقابلې لوبډلې درې او فضل الحق فاروقي، راشد خان او محمد نبي عیسی خېل دوه دوه لوبغاړي اوټ کړل.
د توپ وهنې په په برخه کې د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ ناسوځېدلې ۱۱۹ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ رحمت شاه ۸۸ منډې وکړې.
دا په یوه ورځینو لوبو کې د ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېر منډې دي. ښاغلي ځدراڼ له لوبې وروسته وویل "له رحمت شاه سره یې د لوبې له ملګرتیا خوند واخیست."
د دغو درېو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په ۶۰ منډو ګټلې وه.
تېره لوبه کې افغانستان زمبابوې ته د ۲۷۷ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې يې د زمبابوې لوبډله په ۲۱۶ منډو وسوځېده.
په هغې لوبه کې افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي ۹۴، لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۸۸ او راشد خان په ۱۷ توپونو ۳۹ چټکې منډې کړې وې.
توپ اچونه کې بیا محمد نبي عیسی خیل د زمبابوې ۴ لوبغاړي وسوځول.
تېره لوبه کې زمبابوې لپاره سکندر رضا ۶۷، انوسېټ کايا ۳۹ او کرېګ اېروېن ۳۰ منډې وکړې.
افغانستان لپاره حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر) رحمت شاه، راشد خان، مجیب الرحمان، فرید احمد، فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګوربز لوبېږي.