تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ افغانستان زمبابوې ته په ۶۰ منډو ماته ورکړه
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٢٠٢٣ کال د یو ورځنیو لوبو نړيوال جام ته غوراوي لپاره د "سوپر لیګ" سیالیو لومړۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته په ۶۰ منډو ماته ورکړه.
د دریو لوبو دا لړۍ د زمبابوې هرارې کې کېږي.
د لومړۍ لوبې پچه کوربه زمبابوې وګټله او پخپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغانستان په ټاکلو۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۶ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې يې د زمبابوې لوبډله په ۲۱۶ منډو وسوځېده.
افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ لوبه پیل کړه، خو تر ډېره میدان کې پاتې نه شول.
تر دوی وروسته په نوبت سره رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي توپوهنې ته راکېوتل او دواړو د ۱۸۱ منډو نسبتآ اوږده ملګرتیا وکړه.
رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۹۴ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغانستان لپاره وروستیو اوورنو کې راشد خان د ۱۷ توپونو په لوبولو سره ۳۹ چټکې منډې وکړې.
هغه ۲ شپږیزې او ۴ څلوریزې ووهلې.
زمبابوې لپاره توپ اچونه کې بلیزنګ موزراباني تر نورو ښه ثابت شو او څلور وېکټې يې واخيستې.
د زمبابوې لپاره سکندر رضا ۶۷، انوسېټ کايا ۳۹ او کرېګ اېروېن ۳۰ منډې وکړې.
د افغانستان محمد نبي عیسی خېل د مقابلې لوبډلې ۴، راشد خان او فضل حق فاروقي دوه دوه، عظمت الله عمرزي او فريد احمد يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
د حشمت الله شهیدي په کپتانۍ رحمت شاه، راشد خان، مجیب الرحمان، فرید احمد مالک، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګوربز په نننۍ سیالي کې برخه لرله.
هغه که څه هم ۹ اوورونو کې ۵۲ منډې ورکړې خو ۴ افغان لوبغاړي یې وسوځول. په دوی کې رحمت شاه او حشمت الله شهیدي هم شامل وو چې اوږده ملګرتیا یې کړې وه.