د پښتونخوا هغه سیمه چې له اوبو یې په ناقانونه ډول سره زر اېستل کېږي

د عکس سرچینه، FAROOQ HAMZA AFRID
د لمر له راختو سره، د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د تحصیل نظام پور ۳۰ کلن سعید محمد او د هغه ملګري وقاص تر ساعتونو کار وروسته کور ته د ستنېدو تیاری نیسي.
دوی په سخته یخنۍ کې خړې زړې او ټوټې ټوټې جامې پر تن او په پښو یې پلاستیکي چپلکې دي او د اباسین سیند په شګو کې د سرو زرو راېستلو کار کوي.
سعید محمد هره ورځ پنځلس سوه پاکستانۍ روپۍ ګټي خو په دې هم پوهېږي چې دا کار له خطره ډک دی، ځکه غیر قانوني دی.
د نوښار د کمشنر مرستیال خالد خټک بي بي سي ته وویل، په نظام پور کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د اباسین له سینده په لویه کچه د سرو زرو استخراج د لویو ماشینونو په مرسته کېږي، خو زیاتوي هیچا ته د دې کار اجازه نه شته.
نظام پور د نوښار ضلعې د تحصیل جهانګیره یوه سیمه ده چې ۳۶ کلي لري او شاوخوا درې لکه نفوس په کې اوسېږي.
د ځايي خلکو د عاید سرچینه په سیمه کې د پوځي سمنټو فابریکې او په سیمه کې په جوړو شویو امنیتي بنسټونو کې دندې، ټرانسپورټ او په مالیزیا کې کارګران دي.
ځايي خلک په يو نه يو ډول په دې کاروبار کې ښکېل دي، خو کله چې له چا سره د خبريال په توګه خبرې کوئ، هغوی داسې چوپه خوله وي، لکه تاسو چې د يوې دولتي ادارې کارکوونکی ياست او ورته وايي چې دا کار غير قانوني دی. دوی وايي، هلته "غټ خلک" په کې ښکېل دي.
د سرو زرو کان کیندنې مخنیوي لپاره کوم ګامونه اخیستل کېږي؟

د عکس سرچینه، FAROOQ HAMZA AFRID
په نوښار ولسوالۍ کې د کانونو ریاست او د ولسوالۍ اداره په ګډه له اباسین سینده د سرو زرو د ناقانونه استخراج د مخنیوي لپاره ګامونه اوچتوي.
د کممشنر مرستیال خالد خټک بي بي سي ته وویل، کابل سیند له نوښار څخه تېرېږي، له سیند څخه د سرو زرو ناقانونه استخراج ډېره زړه چاره ده، خو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د درنو او عصري ماشینونو کارول پیل شوی او سږ کال په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
هغه زیاتوي، د سرو زرو د ناقانونه استخراج د مخنيوي په موخه په نظام پور کې د سمنټو فابريکې ته څېرمه د پوليسو او د کانونو رياست ګډه پوسته هم جوړه شوې او د کانونو رياست په غوښتنه ګامونه اوچتېږي.
ښاغلی خټک وايي، په ناقانونه کړنو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې ٨٥٨ قضيې ثبت شوې دي. هغه وويل تر دې مهاله ٨٢٥ کسان نيول شوي چې ٧٠ لکه روپۍ جريمه هم پرې راغلې. نوموړي زیاته کړه، په یادو عملیاتو کې ۱۲ عرادې سکواټرونه، اوه موټر او ۲۰ موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.
خو د حکومت له کړنو سره سره د دې پر ځای چې له سیند څخه د سرو زرو استخراج کم شي، ورځ تر بلې زیاتېږي.
په اوبو کې سره زر له کومه راځي؟

د عکس سرچینه، FAROOQ HAMZA AFRID
په ۲۰۱۶ کال کې د پېښور پوهنتون د جيولوژۍ څانګې استاد ډاکټر اصغر علي تر څارنې لاندې، فارغو محصلينو په سوات او کابل سيندونو کې د سرو زرو د شتون په اړه څېړنې بشپړې کړې.
هغه زياته کړه، د کابل او اباسین سيندونو کې جيو فزيکي سروې شوې، چې په ترڅ کې يې د سيند په څنډه کې د درې مترو په ژوروالي کې په بېلابېلو کچو د سرو زرو اندازه ارزول شوې، خو د سطحې پرتله په ژورو برخو کې د سرو زرو اندازه په ډېرېدو ده.
هغه وايي، له اوبو څخه د سرو زرو د ترلاسه کولو په برخه کې ډېر فرصتونه شته، خو په دې برخه کې اغېزمنو ګامونو ته اړتيا ده.
د ښاغلي اصغر علي په وینا سره زر یو له درنو فلزاتو دي او پر ځمکه لاندې رسوب کوي او زیاتوي درې داسې ځايونه دي، چې په اوبو کې د سرو زرو دانو د راغونډېدو شونتیا په کې ډېر ده، لومړی هغه ځای چې د اوبو لوری بدلون په کې کوي، دويم يې بند او درېيم يې د دوو سيندونو د یو ځای کېدو په ځای کې.
هغه وويل، اټک او نظام پور داسې ځایونه دي چې د کابل او سند سیندونه په کې یو ځای کېږي، چې نه يوازې سره زر بلکې نور قيمتي فلزات هم په اوبو کې په زياته اندازه موندل کېږي.
له اوبو څنګه سره زر اېستل کېږي؟

د عکس سرچینه، FAROOQ HAMZA AFRID
ډاکټر اصغر علي وايي، د ساختماني کارونو لپاره د کابل او سند سیندونو څخه را اېستل شوې شګه او جغل د سرو زرو په ګډون د بېلا بېلو قيمتي فلزاتو ذرې لري، خو هلته یې له اوبو څخه د بېلولو کومه طريقه نشته، ځکه خو تر ډېره ضایع کېږي.
د هغه په وينا، هغه شګه چې په نظام پور او نورو سيمو کې په زياته اندازه استخراجېږي، په حقيقت کې د کابل او سند، سيندونو زېرمې دي.
د اختر جان په وینا، له اوبو څخه د سرو زرو د جلا کولو لپاره، د سيند په غاړو کې لوی لوی چاڼ ځایونه نصب شوي او د ماشينرۍ په مرسته له سيند څخه شګه، خټې او ډبرې په اوبو کې اچول کېږي او بیا ورو ورو مینځل کېږي.
د دې پروسې په پایله کې، لویې ډبرې د فلټر په سر کې راښکته کېږي، په داسې حال کې چې د شګو کوچنۍ ذرې د فلټر لاندې طبقه کې راښکته کېږي او په هغې کې پټېږي.
وروسته له دې چې دا بهیر څو ساعته دوام وکړي، پاتې مواد د اوسپنې په یوه لوی لوښي کې راټولېږي او شګه د سرو زرو له ذراتو څخه د اوبو په مرسته جلا کېږي.
د هغه په وينا، په وروستي پړاو کې د پارا (فلز) په اضافه کولو سره، د سرو زرو ټولې ذرې په هغه پورې نښلي او سره زر تر لاسه کېږي، په داسې حال کې چې نور اضافي زرات د اور په وسیله له سرو زرو جلا کېږي.

د عکس سرچینه، FAROOQ HAMZA AFRID
ډاکټر اصغر علي وايي، په نړۍ کې په دوو ځایونو کې له اوبو څخه په زیاته اندازه سره زر اېستل کېږي چې پکې د افریقا ښار جوهانسبرګ او د امریکا د کالیفورنیا ایالت شامل دي.
هغه زیاتوي، د خيبرپښتونخوا په بېلا بېلو ځايونو کې په اوبو کې په زياته اندازه سره زر شته، خو په دې لړ کې څېړنې او عصري ټيکنالوجۍ ته اړتیا شه.
د هغه په وينا، د کانونو د غير قانوني استخراج له مخنيوي سره به نه يوازې دولتي خزانې ته ګټه ورسېږي، بلکې ګڼو خلکو ته به د عايد زمينه هم برابره شي.
له سيند څخه ترلاسه شوي سره زر ځايي بازار ته لېږل کېږي، د دغو سرو زرو د کيفيت په اړه ویل شوي چې د ډېر لوړ کيفيت سره زر هم په کې شته.











