ولې خلک سرو زرو ته ډېر لیواله دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پخوانیو فرعونیانو له قبرونو نیولې ان د اولمپیک اتلانو تر مډالونو پورې، انسانان له اوږدې مودې راهیسې له سرو زرو سره مینه لري.
په حقیقت کې ان دا ګومان لا نه شې کولی چې نړۍ کې دې بل څه دومره مینه وال ولري.
د پاچاهانو له تاجونو نیولې بیا د اوسکار جایزې د ګټونکو تر مجسمو پورې، په ټولو کې سره زر ځلېږي.
په ټولو کلتوري او اقتصادي برخو کې د سرو زرو نښې وینو، د سرو زرو له سکو نیولې ان تر لاس بند پورې.
ویل کېږي چې طلا په اصل کې د ستورو له کوچنیو ذراتو جوړه شوې ده او د سرو زرو فزیکي ځانګړتیاوې یې خارق العاده دي.
سره زر په اسانۍ سره په مختلفو شکلونو کې جوړېږي، خو د ویلي کېدو (ذوب) لپاره یې ډېرې لوړې درجې تودوخې ته اړتیا ده.
سره زر هېڅکله زنګ نه بدلوي او پیاوړی فلز دی، له همدې امله دا په پراخه کچه الکترونیکي صنعت کې کارول کېږي.
بې له شکه ستاسو په ګرځنده تیلیفون کې د سرو زرو کوچنۍ ټوټې شته ، او البته سره زر یو کم موندونکی فلز دی.
په حقیقت کې ټول سره زر چې په ځمکه کې موندل شوي، په یوه مربع شکله کانټینر کې ځای پر ځای کیدلی شي چې هر اړخ یې ۲۳ متره وي.
له همدې کبله چې لږ موندل کېږي، ډیری وخت په عام ډول د اسعارو د ارزښت ټاکلو په توګه کارول کېږي.
نن سبا تاسې نشئ کولی قهوې پلورنځي او رستورانت ته لاړ شئ او د سرو زرو له سکو سره خپل بیل پرې کړئ، خو سره زر لاهم د سوداګرۍ په بازار کې د شتمنیو ساتلو لپاره ترټولو غوره او خوندي لاره ده او مختلف هېوادونه لاهم د خپل ځواک ثابتولو لپاره سره زر ذخیره کوي.
له سرو زرو سره مینه

د عکس سرچینه، Getty Images
دا کافي ده چې د پاچا میډاس کیسه در په یاد کړئ. هغه غوښتل هر هغه څه چې په لاس کې یې لري او یا لاس پرې وهي، په سرو زرو بدل شي.
د نوموړي همدا غوښتنه د دې لامل شوه چې خپله لور یې هم د سرو زرو په مجسمه بدله شوه.
هسپانوي فاتحانو د سرو زرو په لټه کې امریکا ویجاړه کړه.
دوی هلته ډېرې وینې تویې کړې او خپلو پاچاهانو ته یې ۱۰۰ ټنه سره زر ور وړل، چې نن ورځ یې بیه شاوخوا ۵ میلیارد پونډه کېږي.
په ۱۹ پیړۍ کې سره زر د نارینو او ښځو لپاره په یو بل هوس بدل شول، نو دوی د سرو زرو په لټه کې ناڅرګندو سیمو لکه کالیفورنیا او سویلي استرالیا ته لاړل.
ځینې یې ډېر بختور وو
په هغو کلونو کې د یادو سیمو د اوسېدونکو ژوند له ګواښونو او وېرو سره ګډ وو.
د هغې زمانې د دې نوي صنعت له کبله بې وزله خلک ډېر ځله تر بریدونو لاندې راتلل او له خپلو ځمکو شړل کېدل.
د تاریخ په اوږدو کې سره زر او جنګ سره تړلي وو.
ځینې نړیوال جنګونه او شخړې د سرو زرو سرچینو له کبله پیل شوې وې.
د بېلګې په توګه موږ کولی شو له سویلي افریقا سره لومړۍ او دویمه بوئر شخړه یاده کړو، چې په ۱۸۹۹ او ۱۹۰۲ کلونو کې وشوه.
دویمې نړیوالې جګړې کې نازیانو او جاپانیانو ډېر سره زرغلا کړل او د همدې سرو زرو ډېرې یې لا هم تري تم ورک دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې حکومتونه سره زر غلا نه کړي، غله بیا راځي خپل کار کوي.
د بریتانیا په تاریخ کې ترټولو لویه غلا په ۱۹۸۳ کال کې وشوه.
هغه مهال شپږو وسله والو غلو د هیترو هوایي ډګر ته نږدې د ګمرک پر ګودام برید وکړ.
دوی له ګودام څخه ۶۸۰۰ د سرو زرو خښتې چې په ۷۶ کارتنونو کې ځای په ځای شوې وې، لوټ کړې.
د یادې ډلې غلو څخه ډېر شمېر غړي یې ونه نیول شول او دغه سره زر تر دې دمه لادرکه دي.
داسې انګېرل کېږي چې ډېره برخه یې اوبه شوي او له مسو سره ګډ شوي چې پټ پاتې شي.
پر غلا او قاچاق سربېره سره زر تل له ځمکې په بېلا بېلو ډولو غلا کېږي.
د سرو زرو د کانو په کیندنه ډېره انرژي لګول کېږي او د سرو زرو کان کیندنه د ۲۸ میلیونو موټرو په کچې هوا ککړوي.
له کانونو د سرو زرو استخراج سیندونه ککړوي او ایکو سیستمونه ویجاړوي.
همدارنګه که چیرې په احتیاط او معیار سره کان کیندنه ونه شي، هوا کې خورا خطرناک او زهرجن ذرات خوروي.
ځینو کوچنیو کانونو کې ډېری وخت په دې سخت کار کې ماشومان کارونه کوي، چې دا چاره زیاتره په بې وزله هېوادونو کې کېږي.
بل ځل چې کله تاسو غوښتل دا لوړ بیه فلز د واده، کوژدې او یا بل خیر کار لپاره واخلئ، یوه شېبه د سرو زرو تاریخي مخینې ته هم وګورئ.
د تاریخ په اوږدو کې له دې ځلانده فلز سره د انسان لیوالتیا، تاوتریخوالی او تباهي زیږولې ده.
که چیرې موږ د دې فلز تور تاریخ ته وګورو، ښايي په کارولو کې یې له ډېرې هوښیارۍ کار واخلو.









