د پیرو د سرو زرو یوه کان کې اور ۲۷ تنه وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د پیرو د سرو زرو یوه کان کې تر ځمکې کابو ۱۰۰ متره لاندې اورلګېدو کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي. دا له لسیزو راهیسې په دې هېواد کې تر ټولو ناوړه او خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
چارواکو ویلي، دوه تنه ژغورل شوي، خو د نورو کسانو د ژغورل کېدو هیله لږ ده.
ګومان کېږي چې د سوېلي امریکا ددغه هېواد د جنوبي اریکیپا سیمې په لا اسپیرانزا کان کې د برېښنا شارټي د اور لګېدو لامل شوې ده.
د ژغورنې لپاره ۳۰ متخصص افسران کان ته استول شوي دي.
په ځینو وېډیوګانو کې چې پر سیمه ییزو خواله رسنیو خپرې شوې، پر هغه تپه د اور لمبې او لوګي لیدل کېږي چې دغه کان پکې پروت دی.
باور کېږي چې د کان کارګر تر ځمکې لاندې ۸۰ تر ۱۰۰ مترو پورې په کار بوخت وو، چې اور ولګېد.
سیمه ییز حکومت په یوه بیان کې ویلي، د پولیسو یو نژدې مرکز له دغه لیرې کان څخه شاوخوا ۹۰ دقیقې لیرې دی او نژدې ښار ته له هغه ځایه څو ګړۍ لاره ده، همدا ده چې د ژغورنې بېړني عملیات ستونزمن شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د پیرو لاریپابلیکا ورځپانې ویلي، د ورکو شویو کارګرو خپلوان د یکشنبې په ګهیځ د پېښې ځای ته رسېدلي، خو هلته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
د کان ایستلو کوچني (یانیکیوا) شرکت د پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
پیرو په نړۍ کې د سرو زرو یو لوی تولیدونکی شرکت دی، چې هر کال تر ۱۰۰ ټنو ډېر سره زر راوباسي چې د ټولې نړۍ د کلني سره زرو د رایستلو څلور سلنه جوړوي.
په داسې حال کې چې د شنبې ورځې دا اور له لسیزو راهیسې یوه خونړۍ پېښه بلل شوې، په دې هېواد کې د کانونو صنعت کې د لسګونه کسانو وژل کېدل یوه کمیابه پېښه نه ده.











