د ۱۵ کلن جواد خان د بدن غړو پنځه کسانو ته ژوند ورکړ

Credit Farhad

د عکس سرچینه، Credit Farhad

د عکس تشریح،
    • Author, محمد زبیر خان
    • دنده, خبریال

د پښتونخوا په مردان کې، ۱۵ کلن جواد خان کې سهار ښونځي ته پر لاره و چې په ترافیکي پېښه کې ژوبل شو او دماغو ته یې سخت ټکان ورسید.

کوچنی ټپي زده کوونکی د پېښور حیات اباد روغتیاي کمپلکس ته یوړل شو. هلته یې د دماغو نازک عملیات ترسره شول خو ژوندی پاتې نه شو.

د جون پر پنځمه ډاکترانو د جوادخان تره ته وویل چې د ده دماغ مړه شوي او د ماشین په وسیله ساه اخلي. ډاکترانو دا هم ورته وویل چې دوی یې تر ډېره په ماشین کې نه شي ساتلی.

فرهاد په دې وخت کې خپل ورور (د جوادخان پلار) خبر او د ډاکترانو کیسه یې ورته وکړه. خو پلار یې لا هم د زوی د ژوندي پاتې کېدا هېلې ساتلې.

هغه بیخي نه غوښتل چې ټپي زوی یې له ماشین لیرې شي. ویل یې، "زه د روغتون بېړنۍ درملنې خونه کې ولاړ یم، که تر سبا مې هم په ولاړه پرېږدئ نو درېدلی شم."

فرهاد خپل مشر ورور ته کتل، د هغه حالت یې درک کولی شو او په ډېرې نرمۍ سره یې وویل: "زوی مو ژوندی نه دی."

فرهاد زیاته کړه، "د ماشین په زور ساه اخلي، وخت کم دی او د انسانیت لپاره فکر کول په کار دي."

د ماشوم پلار ورته وویل، "که زما د زوی د بدن د غړو په ورکولو سره کوم بل ناروغ له مرګه راګرځیدلی شي نو ټول غړي یې بیمارانو/ ناروغان ته ورکړئ."

د ۱۵ کلن جوادخان د بدن غړو پنځو کسانو ته نوی ژوند ور وبخښه. د هغه دواړه سترګې یې دوو کسانو ته پیوند کړې چې اوس دواړه لیدل کولی شي. د پښتورګو دوو ناروغانو ته یې د هغه پښتورګي پیوند کړل او ینه/ځیګر یې بل ناروغ ته پیوند کړی شو.

د خپل زوی د تل ژوندي ساتلو پرېکړه یې وکړه

نور داد د مردان په رستم په ولسوالۍ کې اوسیږي. هغه د اوړو کاروبار کوي.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل، "پنځه بچیان لرم، دوه لوڼې او درې زامن. جوادخان مې مشر او تر ټولو نازولی زوی و. د پېښې خبر یې قیامت راباندې راوست. زه چې پېښور ته ور رسېدم، دی یې روغتون ته وړی و."

ښاغلي نور داد زیاته کړه، "ډاکترانو زما ورور ته ویلي وو چې د عملیات کولو هڅې یې کوي، د ژغورولو خواري یې نه دریغوي خو د ژوندي پاتې کیدا چانس یې ځکه کم دی چې پر سر یې درنه ضربه خوړلې او وینه یې له دماغو سره ګډه شوې ده."

هغه وايي، ډاکترانو له عملیاتو وروسته جواد د روغتون په بېړنۍ څانګه کې ساتلی و خو وضعیت یې نه ښه کېده.

نورداد وايي، "فرهاد راغی او ډېر په هوښ غږېده، ویل یې وخت کم دی خو یوه لار شته چې خپل زوی تل ژوندی وساتو."

"ومې ویل هغه څنګه؟ فرهاد راته ووې چې د هغه پیښتورګي به بل چاته ورکړو او په دې سره به هغه تل ژوندی وي."

نور داد زیاته، "یوه شېبه مې د ورور سترګو ته وکتل، په دې فکر وم چې و یې منم او که نه، خو زوی مې نور راسره نشته."

"بیا مې فکر وکړ چې زما د زوی د بدن په غړو نور څوک ژوندي پاتې کېدلی شي نو ولې داسې ونه کړم."

ویل یې " ما د ګوردو ناروغان لیدلي دي، هغوی ډېر سخت دردونه ګالي، بس پرېکړه مې وکړه چې زه مې د زوی غړي صدقه کوم او په دې سره مې زوی د تل لپاره ژوندی ساتم."

کله چې مې ورور ومنله، سم لاسي ډاکترانو ته ورغلم

فرهاد د مردان په پولسو کې دنده لري، هغه له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل، "له اوله ډاکترانو راته وویل چې د وراره د ژغورلو چانس دې بیخي کم دی خو دوی بیا هم خپله ټوله هڅه وکړه."

د هغه په خبره، "ما په بي‌بي‌سي کې داسې کیسې لوستلې دي، چې ځېنې خلک له مرګ وړاندې وصیت ولیکي او له خپلوانو غواړي چې د نوموړي له مرګ وروسته ته دې یې د بدن غړي پر اړمنو ناروغانو صدقه کړي. د ځېنو خپلوان او کورنۍ هم همدا چاره کوي چې د نورو ژوند ورسره ژغورل کیږي."

"زه ټوله ورځ امنیتي دنده کوم، هر وخت په دې سوچ یم چې کله به پېښه کیږي او وژل کېږم به. زه هم له مرګ وروسته د بدن غړي نورو ناروغانو ته ورکوم."

فرهاد وايي، کله چې ده له ورور سره خبرې وکړې نو ورور یې په لومړیو کې د زوی د بدن د غړو نورو ته ورکول و نه منل.

"په دوهم وار مو چې خبرې کولې، پلار مو ولاړ و. ما وویل، بل هیڅوک نه، زه دا پرېکړه کوم چې د وراره (جوادخان) د بدن غړي دې صدقه شي او په دې سره به تل ژوندی وي."

فرهاد وايي، همدا کیسه یې چې پلار ته کوله نو پلار یې تر اغېز لاندې راغی او داسې ښکارېده چې ورور یې هم ورسره مني.

فرهاد زیاتوي، ده اورېدلې وو چې د هري‌پور یوې اوسیدونکې په اسلام اباد کې د بدن غړي نورو ناروغانو ته وربښلې وو خو وراره یې د خیبرپښتونخوا دی او همدلته یې دا کار وکړ.

ٹرانسپلانٹ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کوم غړي چې شوني وي، صدقه یې کړئ

د حیات اباد روغتون یوه مشر ډاکتر محمد اظهار بي‌بي‌سي ته وویل"کله چې د ټپي جوادخان تره راته وویل چې دوی د مړه شوي ماشوم غړي نورو ژوندیو ناروغانو ته ورکوي.

که رښتیا و وایم، موږ په لومړی ځای داسې څه واوریدل، له ځان سره مې ویل، دغه غړي به څومره انسانان وژغوري، څنګه به یې کوو خو په بېړه مې د دې عملیاتو پلان جوړول پیل کړل."

د ډاکتر اظهار په خبره، د اختر رختصتۍ پیل شوې وې خو له ښه مرغه چې د پیښتورګو په اړه پرېکړه کوونکی ډاکتر محمد فرمان لا هم په رخصتۍ نه و تللی.

دی وايي، د ماشوم له پلار سره یې خبرې وکړې او د هغه مثبت ځواب یې واخېست. د هغه خبره ده چې وايي "پوښتنه مې وکړه چې کوم غړی یې صدقه کوئ، پلار یې د پښتورګو راته وویل. وروسته مې یو څه نور وضاحت هم ورکړ، بیا یې وویل، ګوردې یې هم ورکړئ. ورپسې ویې ویل چې کوم، کوم غړي چې نورو ته ورکول کېدلی شي، ور یې کړئ."

ډاکټر محمد اظهار وویل، وروسته تر دې له اړوند مقاماتو سره په ګډه د قانوني غوښتنو او نورو ترتیباتو پوره کولو لپاره کار وشو.

"زموږ لپاره اړېنه وه چې دا مالومه کړو، د جواد غړي نورو ته د لېږد او پیوند وړ دي که نه؟ دماغ یې مړه شوي دي که نه؟ د دې ټولو مالومالو لپاره له موږ سره وخت کم و ځکه په سبا د اختر ورځ وه."

که خلک پوه شي، ډېر به له مرګ وروسته د خپل بدن غړي، صدقه کړي.

د ډاکتر اظهار په خبره، د ۱۵کلن جواد د بدن غړي نورو ته د پیوندولو عملیاتو لپاره د بېلا، بېلو روغتونو ډاکترانو په ګډه کار او کوښښونه وکړل.

"یوه ګرده یې په پېښور کې یو ناروغ ته پیوند کړل شوه. بله یې د اسلام اباد په بحریه انټرنشنل روغتون کې ناروغ ته ولګول شوه. ینه یا ځیګر یې د پاکستان د (ینې او پیښتورګو ټرانسپلاټ انسټېټیوټ) په لاهور کې ناروغ ته ولګوله." وايي، دا عملیات یې د اختر له لومړي سهاره پیل او د دغه ورځې تر ماښامه یې بشپړ کړل. دا عملیات د ډاکترانو یوې ډلې وکړل چې د حیات اباد روغتایي کمپلکس، پښتورګو مرکز، بحریه انټرنشنل روغتون او د لاهور د انسټېټیوټ ډاکتران په کې شامل وو.

د ډاکتر اظهار په خبره، که په خیبرپښتونخوا کې په دې اړه عامه پوهاوی وشي، ډېر به له مرګ وروسته د وجود د غړو د ویشلو پرېکړې کوي.

د مړو دماغو انسان دې مړ وبلل شي

د ټرانسپلانټ مشر پروفیسور ډاکتر محمد سرور علوي وايي "په پاکستان کې هر کال د ۵۰ زره کسان د پیښتورګو، ینې او د بدن ځېنو نورو غړو ته اړتیا پېښېږي خو یوازې له دوه نېمو تر ۳۰۰۰ پورې ناروغانو ته غړي پیدا کېږي او پیوندېږي.

د هغه په خبره، یو لامل یې دا دی چې په پاکستان کې په دې اړه قانون نشته چې دا روښانه کړي. خلک د دماغو مړه کېدلو په مانا نه پوهېږي. ډېر کله چې د روغتونو په بېړنیو خونو کې د ناروغانو دماغ مړه کېږي، ناروغان په خپله ساه نه شي اخیستلی او د ماشین په مرسته یې ساه چلیږي، د واضح قانون نشتون له امله ډاکتران هم له ډاره نه شي ویلی چې ناروغ مړ شوی دی.

ٹرانسپلانٹ

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکتر علوي وايي، "کله چې دماغ مړه شي، یوه او یا دوه ورځې نور وخت هم لري. خو په پاکستان کې ډاکتران د مړي وارثانو ته نه شي ویلی او هغوی په خپله نه پوهیږي. دوه ورځې وروسته دماغ د بل چا لپاره هم نه پیوند کیږي."

د هغه په خبره، حکومت دې د دماغو مړه کېدل د انسان د مړه کېدو په څېر اعلان کړي نو دې سره به د مړه شوي کس د بدن غړي بې له دې چې بیخي مړه شي د نورو لپاره و ګټې وړ شي.

د دغه مشر ډاکتر په خبره، "عامو خلکو ته دې په دې اړه پوهای ورکړل شي چې دا یوه صدقه ده او په دې سره د نورو ژوند ژغورلی شو."

وايي، په پاکستاني روغتونونو کې دې د ټرانسپلانټ اسانتیاوې هم زیاتې کړای شي او د همدې برخې ډاکتران دې هم وروزل شي.