د طالبانو له خوا د پښتورګو پيوند پر عملیات بندیز: دوه ناروغان د انتظار پر وخت مړه شول

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سجاد محمدي
- دنده, بي بي سي
په کابل او هرات کې یو شمېر خصوصي روغتونونو بي بي سي ته ویلي، د طالبانو حکومت له یوې میاشتې راهیسې د افغانستان په روغتونونو کې د پښتورګو د پیوند عملیاتونه بند کړي دي.
د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت شاوخوا یوه میاشت مخکې اعلان وکړ، "د دغه وزارت د قانون د ۱۸ مادې د ۷ فقرې له مخې، د انسانانو د بدن د غړو لکه پښتورګو، ځيګر، سترګو او ویښتانو پلور او کارول منع دي."
دغه وزارت ویلي و: "د دې پرېکړې بنسټ او موخه د انساني کرامت او عزت ساتل دي، د انسان بدن ځانګړی حرمت لري او غړي یې باید په هېڅ حالت کې د سوداګرۍ او ګټې اخیستنې وسیلې په توګه ونه کارول شي."
وزارت زیاته کړې، "د بدن د غړو اخیستل او کارول د انساني کرامت خلاف دي او په شریعت کې هېڅ ځای نه لري."
د امر باالمعروف وزارت په فرمان کې په ښکاره ډول د پښتورګو د پیوند په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ټینګار شوی چې "د بدن د غړو کارول" منع دي.
خو په کابل او هرات کې یو شمېر خصوصي روغتونونو چې د پښتورګو د پیوند عملیات ترسره کوي، بي بي سي ته تائید کړې چې تر دې فرمان وروسته، په دې روغتونونو کې د پښتورګو پیوند منع او بند شوي دي.
د دوو ناروغانو مړینه
په کابل کې د ملت روغتون د پښتورګو د پیوند څانګې مشر ډاکټر محمد یعقوب نورزي بي بي سي ته وویل، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د پښتورګو پیوند روان و. د هغه په وینا، د پښتورګو د پیوند عملیات د روغتیا وزارت اړوند کمیسیون کې د ناروغانو د دوسیو بیا کتنې بهیر له بشپړولو او تصویب وروسته ترسره کېدل. ښاغلی نورزی وايي دا بهیر له یوې میاشتې راهیسې بند شوی دی.
هغه زیاتوي، "د هغو لسو ناروغانو له ډلې چې موږ د پیوند لپاره چمتو درلودل، له بده مرغه دوه تنه یې مړه شوي، نور یې تر ډیالیز لاندې دي، موږ نه پوهېږو چې راتلونکې به یې څه وي."
اوس مهال په افغانستان کې د پښتورګو د سختو ناروغانو لپاره یوازینۍ درملنه ډیالیز دی. دا د پښتورګو هغو ناروغانو لپاره د درملنې یوه طریقه ده چې په کې د یوې وسیلې له لارې د دوی له بدنه زهرجن او فاضله مواد لرې کېږي.
خو ښاغلی نورزي وايي، که اړمن کس د پښتورګو پیوند ونه کړي، د ډیالیز له لارې ناروغ کولی شي یوازې تر څلورو کلونو ژوند وکړي.
د هغو ناروغانو اندېښنې چې د پښتورګو پیوند ته په تمه دي
په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پښتورګو د پیوند عملیاتو بهیر په چټکۍ پراخ شوی او ظاهرا د نورو هېوادونو پرتله ټیټ لګښت لري او بهیر یې ګړندی دی. ان په بهر کې ځینې افغانان چې د پښتورګو د پیوند عملیاتو ته اړتیا لري، د دې موخې لپاره افغانستان ته سفرونه کوي.
په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې د هغو کسانو د شمېر په اړه کره شمېرې نشته چې د پښتورګو پیوند عملیات یې کړي دي، خو په کابل او هرات کې روغتونونه وايي، په هر ولایت کې یې لسګونه او سلګونه د پښتورګو پیوند بریالي عملیات کړي دي.
د پښتورګو ډیری جراحي عملیات د افغانستان په لویدیځ هرات او پلازمینه کابل کې ترسره کېږي.
هغه ناروغان چې د پښتورګو د پیوند په تمه دي، د وروستي بندیز له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.
له دغو ناروغانو یو هم محمد موسی سهرابي دی. هغه وايي، ټاکل شوې وه ډېر ژر یې د کابل په یوه روغتون کې د پښتورګو پیوند وشي.
نوموړی وايي، "اوس مهال په اونۍ کې دوه ځله ډیالیز کوي، خو ټینګار کوي چې ډیالیز دایمي حل لار نه ده او وېرېږي ناروغي یې ښايي د هغه ځیګر او نورو غړو ته خپره شي."
ښاغلی سهرابي زیاتوي، "که مې درملنه په درملو کېدای، له شوقه مې پښتورګی نه پیونداوه. اوس چې زما بدن د پښتورګو د عملیاتو لپاره یو څه انرژي او مقاومت لري، له حکومته غواړم ماته د پښتورګو د پیوند اجازه راکړي."
"افغان باید افغان ته او ایرانی باید ایراني ته پښتورګی ورکړي"
د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د پښتورګو پېر او پلور له ډېرې مودې راهیسې منع دی. د نړۍ د یو شمیر هېوادونو برعکس چې د مړ شوي کس پښتورګي ناروغ کس ته لېږدوي، په افغانستان کې یوازې د یوه ژوندي کس پښتورګی ناروغ ته د پیوند وړ ګڼل کیږي.
ډاکټران وايي تر اوسه یوازې د کورنیو د لومړۍ او دویمې درجې غړي او نور کسان کولی شي تر اوږده قانوني بهیر وروسته خپل پښتورګي پرته له کوم پېر یا پلور په خپله خوښه ورکړي.
په وروستیو کلونو کې، نړیوالو رسنیو ګڼ شمېر راپورونه خپاره کړي چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې، یو شمیر خلک د بې وزلۍ له امله د خپلو پښتورګو پلورلو ته اړ شوي دي.
سُمیه امیني یوه له هغو کسانو ده چې دوه کاله مخکې د پښتورګو ناروغي ورته پیدا شوه او د درملنې لپاره پاکستان او ایران ته لاړه.
په پاکستان کې د هغې ناروغي تشخیص نه شوه. هغه وايي، "په ايران کې قانون دا و چې افغان بايد افغان ته او ايرانی بايد ايراني ته پښتورګی ورکړي. هلته پښتورګی نه و، موږ بېرته افغانستان ته راستانه شوو."

د سُمیې په وینا، دا چې د وینې ګروپ یې له خویندو او وروڼو سره ورته نه و، له بل پلوه یې د پښتورګو له کاره لوېیدو لامل تشخیص شوی نه و، له همدې امله ډاکټرانو ویل، "ښايي دا یوه ارثي ناروغي وي او وړاندیز یې وکړ، غوره به دا وي چې د کورنۍ د دویمې یا درېیمې درجې یا هم د پردي کس پښتورګی ورته پیوند شي."
له همدې امله هغې له همځولې نجلۍ یو پښتورګی په شاوخوا درې نیم سوه زره افغانیو (۴۹۲۰ ډالرو) واخیست.
اووه میاشتې وړاندې یې په یوه روغتون کې د پښتورګي پیوند ترسره شو. اغلې سُمیه وايي، "اوس زما روغتیایی حالت ډیر ښه او نورمال دی."
هغه وايي که څه هم د پښتورګو تر پیوند وروسته اړین درمل ګران دي، خو هغه په دوامداره توګه د خپلو ډاکټرانو لخوا وړاندیز شوي درمل اخلي.
د ډاکټرانو په وینا، په افغانستان کې د پښتورګو د پیوند عملیات له درې سوو زرو افغانیو(۴۲۲۰ ډالرو) ډېر لګښت لري. خو سُمیه وايي، د عملیاتو وروسته هم هغې د سلګونو زره افغانیو په ارزښت نور درمل اخیستي دي. د افغانستان پرتله په نورو هېوادونو کې د پښتورګو عملیات ډېر ګران دي.
"په اسلام کې د بدن د غړو پلورل حرام دي"

د اسلامي علومو څېړونکی او د مصر په الازهر پوهنتون کې د دوکتورا محصل احمد بشیر حنفي، وايي: "د عالمانو له نظره په ډېری اسلامي هېوادونو کې د بدن د غړو پلورل حرام دی."
هغه زیاتوي، په ډالۍ(اهداء) کې ستونزه نشته، خو په دې شرط چې "دا باید د زړه په څېر مهم ارګان نه وي، ځکه چې کله تاسو د یو چا زړه واخلئ، هغه مړ کېږي. ستاسو ژوند د هغه چا پرتله لومړیتوب لري چې تاسو یې ورته ډالۍ ورکوئ، بله دا چې باید (تناسلي الې) هم نه وي."
د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د پښتورګو د پیوند مسلې د حل په تړاو خبرې او هڅې روانې دي.
ډاکټر محمد یعقوب نورزی هم وايي، د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر دوی ته ویلي، د حل لارې موندلو لپاره به له سترې محکمې سره مشوره وشي.








