افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر دوه برابره شوی

د عکس سرچینه، UNICEF
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، نړۍ کې د ماشومانو خوارځواکي د ناورین کچې ته نېږدې شوې ده.
یونیسف په خپل نوي رپوټ کې ویلي، کورونا وبا، اقلیمي بدلون او وسله والې شخړې د لا ډېرو ماشومانو د لوږې لامل شوي دي.
افغانستان هم د نړۍ د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې نږدې یو اعشاریه یو میلیون ماشومان پکې په خوار ځواکۍ اخته دي.
یونیسف پر نړیوالو غږ کړی، هغو ماشومانو ته دې بودیجه ځانګړې کړي چې په چټکۍ وزن بایلي.
د نړۍ میلیونونه ماشومان د لوږې له امله د مرګ او ژوند ترمنځ سخت حالت زغمي.
هغه ماشومان چې هره ورځ باید چټکه وده وکړي، له خاپوړو راپورته او په لاره روان شي خو لوږې او خوارځواکۍ ترې دا توان اخیستی چې د ژوند بل پړاو ته داخل شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومان صندوق یونیسف په دې برخلیک د اخته ماشومانو شمېر ۱۴ میلیونه یاد کړي.
یاد ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له یوې خوا خوارځواکه دي او له بلې خوا یې لویه برخه چې شمېر یې لږ تر لږه لس میلیونه دی، درملنې ته هم لاس رسی نه لري.
افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې ګڼ شمېر ماشومان یې خوار ځواکه دي. د یونیسف د شمېرو له مخې له یو میلیون ډير ماشومان پکې په خوارځواکۍ اخته دي.
یونیسف وایي، له ۲۰۱۸ کال نه تر اوسه په افغانستان کې د خوار ځواکو ماشومان شمېر نږدې دوه چنده زیات شوی دی.
د رسمي شمېرو له مخې هغه مهال شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته وو خو اوس یې شمېر له یو میلیون ماشومانو اوښتی دی.

د عکس سرچینه، unicef
د یونیسف پدې نوي رپوټ کې چې همدا نن ( سه شنبه) خپور شوی، خبرداری ورکړل شوی چې د خوار ځواکو ماشومانو شمېر لا په ډېرېدو دی او د اوکرایین جګړه چې نړۍ یې نوره هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ کړې، دا وضعیت لا پسې ناوړه کړي.
د یونیسف اجراییه مشرې کاټرین رسل چې د افریقا په سومالیا کې د خوارځواکو ماشومان په یوه روغتیایې مرکز کې یې خبرې کولې وویل، دا شمېر ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري چې د دوی بدن نیمګړی نشي، ماغزه یې له کاره ونه لوېږي او یا هم د مرګ تر کومي ونه رسېږي.
نوموړې وايي:"په یونیسف کې موږ ژمن یوو، هر ماشوم چې درملنې ته اړتیا لري، لاس رسی ورته ولري. موږ کولای شو ډير ژر لوږې ته د پای ټکی کېږدو، موږ کولای شو هغه ناهیلي شوي ماشومان له مرګ وژغورو چې د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دي، او کولای شو چې د هر هغه ماشوم لاس ونیسو چې مرستې ته اړتیا لري، اړینه نه ده چې چیرته دي او څوک دي، هغوی ته باید خواړه او درملنه برابره کړو چې دوی ورته ډيره اړتیا لري."
په نړیواله کچه کورونا وبا، اقلیمي بدلونونو او جنګ جګړو ډير ماشومان دې حالت ته رسولي دي. په افغانستان کې خرابېدونکی اقتصادي وضعیت، بې کاري، د نړیوالو مرستو کموالی او وچ کالي د دې لامل شوي چې یوازې د یونیسف د رسمي شمېرو له مخې په خوارځواکۍ اخته ماشومان له یو میلیون واوړي.












