د امنیت شورا ترهګرۍ ضد کمېټه: داعش افغانستان کې د پراختیا په حال کې دی

ر

د عکس سرچینه، AFP

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ترهګرۍ ضد کمېټې په خپل تازه رپوټ کې خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې خطر پر خپل ځای دی او ګواکې دا ډله افغانستان کې د پراختیا په حال کې ده.

د دې کمېټې اجرايي ریاست (سي ټي یي ډي) په خپل دغه راپور کې چې د دغه سازمان امنیت شورا ته یې سپارلی ویلي، اړتیا ده چې دغه ډله سوریه کې د دوی د مشر 'ابو ابراهیم الهاشمي القریشي' تر وژل کېدو وروسته له نږدې وڅارل شي.

القریشي روانه میاشت د سوریې د شمال ختیځ اطمعه کلي کې د امریکا د کومانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ووژل شو.

امریکايي چارواکو وویل چې هغه د دوی لخوا د نیول کېدو له وېره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او ځان یې د کورنۍ له نورو غړو سره یو ځای وواژه.

د 'سي ټي يي ډي' اجرايي مدیر ویژیونګ چېن ويلي:

"داعش ډېر غیرمتمرکز شوی، ملاتړي یې په لوېدیځه، ختیځه، سویلي او مرکزي افریقا کې د ظهور او د جګړو ډګرونو کې د عملیاتو د پراختیا په حال کې دي - او همدا راز غواړي افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو ګټه واخلي."

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد کمېټه افغانستان کې د داعش ډلې د پراختیا په تړاو دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې تازه د بریتانیا د کورنیو استخباراتو د خدماتو مشر کېن مککولم هم ویلي چې افغانستان د ترهګرو په مرکز اوښتونکی دی.

هغه ویلي دوی شواهد لري چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې سره راټولېږي او جذب شوي کسان ورسره د یو ځای کېدو لپاره ور روان دي.

روانه میاشت ځینو رسنیو د طالبانو په حواله راپور ورکړ چې دوه لوېدیځ وګړي یې افغانستان کې له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو په شک نیولي دي.

طالبانو ویلي په دوی کې یو د بریتانیا او دویم د یوه بل اروپايي هېواد وګړی دی او غوښتل یې له ازبکستانه د حیرتان له لارې افغانستان ته ورشي.

له دغو کسانو سره نغدې پیسې، پوځي جامې او د شپې دوربینونه هم نیول شوي وو.

طالبان وايي په افغانستان کې یې داعش ځپلی او لمن یې ورټوله کړې ده.

داعش وسله والو د تېر کال د اګست وروستیو کې د کابل نړیوال هوايي ډګر بهر د یوه مرګوني برید مسوولیت په غاړه واخیست.

په هغه برید کې دیارلس امریکايي سرتیري او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان چې له افغانستانه د وتلو لپاره یې هوايي ډګر ته د ځان رسولو هڅه کوله، ووژل شول.