د اوکرايين تر ۲۰ ډېرو ملاتړو هېوادونو هوډ کړی چې "د روسیې تېل او ګاز له نړیوال بازاره ورک کړي"

د عکس سرچینه، EPA/SHUTTERSTOCK
د اوکرايين ملاتړو تر ۲۰ ډېرو هېوادونو ژمنه کړې چې "د روسیې تېل او ګاز له نړېوال بازاره ورک کړي." ویلي یې دي چې دا کار په اوکرايين کې د جګړې د پایته رسولو لپاره پر ولادیمیر پوتین د فشار راوړلو لپاره کوي.
دغو هېوادونو چې د "لېواله اېتلاف" په نوم هم یادېږي، دا څرګندونې د لندن په سرمشریزه کې د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۴ /لړم ۲) کړې دي چې د اوکرايين ولسشمر ولودیمیر زيلېنسکي او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو مشرانو ګډون پکې کړی و.
د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د دې سرمشریزې تر کوربهتوب وروسته وویل چې، "موږ د روسیې پر جنګي ماشین د تمویل سرچینې بندوو."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکا او بریتانیا دواړو د روسیې د تېلو پر دوو لویو شرکتونو بندیزونه لګولي دي او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو بیا د مسکو طبیعي مایع ګاز (اېلاېنجي) صادرات د بندیزونو په لړ کې په نښه کړي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ویلي چې پر روسیې "فشار راوړل" د جګړې د درولو یوازېنۍ لار ده.
خو په دې سرمشریزه کې اوکرايين ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د لېږلو اعلان ونه شو.
زیلېنسکي له اوږدې مودې راهیسې همدا استدلال کوي چې که د امریکا "توماهاک" او اروپايي توغندي ورکړل شي نو اوکرايين به یې پر مټ په روسیه کې دننه مهم پوځي هدفونه، د تېلو چاڼخونې او د وسلو ډيپوګان په نښه کړای شي او له امله به یې مسکو ته د دې جګړې له کبله دروند اقتصادي تاوان ور واړولی شي.
خو تېره اوونۍ په واشنګټن کې له ډونلډ ټرمپ سره ناسته کې ښاغلي ټرمپ زیلېنکسي ته یاده کړې وه چې امریکا اوکرايين ته د "توماهاک" توغندیو ورکولو ته چمتو نه ده.
د پنجشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې که "د روسیې فدراسیون پر خاوره د برید لپاره دا ډول وسلې وکارول شي نو ډېر سخت ځوابي غبرګون به ولري."
"پوتین د سولې په اړه جدي نه دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د لندن سرمشریزې نه وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر وویل چې پوتین د "سولې په اړه جدي نه دی" او له همدې امله د اوکرايين متحدانو "د کال تر پایه پورې" د اوکرايين د ملاتړ لپاره "پر یوه روښانه پلان" هوکړه وکړه.
ښاغلي سټارمر وویل چې په روسیې د فشار راوړلو لپاره د بندیزونو په ترڅ کې د روسیې د خپلواکو شتمنیو په نښه کول هم شامل دي. په وینا یې، له دې سره به "د د روسیې میلیاردونه ډالر ګنګل شتمنۍ د اوکرايين پر دفاع ولګول شي."
خو ښاغلي سټارمر په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.
د یادولو ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين پراخ یرغل وکړ چې تر اوسه یې جګړه دوام لري.
تېره پنجشنبه (اکتوبر ۲۳ / لړم ۱) د اروپايي ټولنې مشرانو هوکړه وکړه چې راتلونکي دوه کاله به د اوکرايين "مالي اړتیاو" په پوره کولو کې مرسته وکړي. خو د دغه هېواد د دفاعي بودیجې د تمویلولو لپاره یې د روسیې د کنګل شوو میلیاردونو یورو له خوشې کولو ډډه وکړه.
په بلجیم کې د روسیې له کنګل شوو شتمنیو د ۱۴۰ میلیارد یورو (۱۲۲ میلیارد پونډو) د کارولو پرېکړه هم وروسته له هغه د روان کال تر دسمبره وځنډول شوه چې بلجیم یې په اړه اندېښنه په ډاګه کړه.
دا پر روسیې د بندیزونو یو بل جنجالي ګام بللی شوی چې د روسیې د تېلو پر دوو لویو شرکتونو د امریکا او بریتانیا تر بندیزونو وروسته یې دا ټلواله پر کریملېن لګوي.
په بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه د لندن سرمشریزې نه یوه ورځ وړاندې وشوه.
د پنجشنبې په ورځ اروپايي وزیرانو په بروکسل کې په دې اړه خبرې سره وکړې چې څنګه د روسیې کنګل شوې پیسې اوکرايين ته د "پور د جبران" به توګه چمتو کېدای شي.
د اروپايي ټولنې ګڼو دولتونو هیله درلوده چې مشران به د دې پلان ملاتړ وکړي او د اروپايي ټولنې له اجرايوي ادارې او له اروپايي کمیسونه به وغواړي چې په راروانو اوونیو کې په دې اړه په رسمي قانوني وړاندیز باندې کار وکړي.
خو تر اوږده بحث وروسته زرغون څراغونه مړه شول او پرځای یې له کمیسون غوښتنه وشوه چې "د اوکرايين مالي اړتیاو ارزونه دې وشي او پر بنسټ دې یې مالي ملاتړ لپاره غوراوي په ګوته شي."
دوی په اعلامیه کې ویلي، "د روسیې شتمنۍ باید تر هغه وخته ونه خوځول شي چې روسیه په اوکرايين کې یرغلیزه جګړه و دروي او د جنګ له امله رامنځته شوی تاوان جبران کړي."
معنا دا چې د اروپايي ټولنې مشران اوس باید په دسمبر کې په دې اړه یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
پر روسیې د تازه بندیزونو په لړ کې تېره پنجشنبه (اکتوبر ۲۳/لړم ۱) امریکا وویل چې په اوکرايين کې سولې ته د اړ ایستلو په موخه پر مسکو د فشار راوړلو لپاره یې پر روسیې نوي بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې د روسیې د تېلو دوه لوی شرکتونه 'روسنیفت او لوکایل' په نښه شوي دي.











