د تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو لپاره بېرته پرانیستل شوه

د عکس سرچینه، Taliban
په تورخم کې د طالبانو کمیسار بي بي سي ته وویل چې څو شېبې وړاندې د تورخم دروازه د بار وړنکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه.
تورخم کې دواړو لوریو یو پر بل د دغې دروازې د تړلو پړه اچوله. طالب چارواکو وړاندې ویلي وو، چې لار ځکه تړل شوې وه چې د پاکستان حکومت تورخم دروازې ته څېرمه د "نوې دروازې جوړولو هڅه کوله" او طالب چارواکو یې مخه نیولې وه.
په تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار مولوی عصمت الله یعقوب بي بي سي ته وویل "مشکل حل شول او دروازه بېرته پرانیستل شوه. هغه دروازه چې دوی یې جوړېدل غوښتل، بېرته یې ونړوله او هممهاله دروازه هم ورسره خلاصه شوه."
ښاغلی یعقوب وايي، په تورخم کې یې له پاکستاني لوري سره له خبرو وروسته دغه لانجه حل کړه.
په تورخم کې یوه ځايي خبریال بيبيسي هم پښتو پاڼې ته وویل، له افغان لوري "لویو ګاډو حرکت کړی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو ډېر ځله د بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم لار تړلې.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې هم له دې امله بنده کړې وه چې، له دې لارې تېرېدونکي موټر چلوونکي پاسپورت او ویزه نه لري.
پاکستان حکومت بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره د پاسپورت او ویزې درلودل لازمي یاد کړي و.
له دې مخکې د ترانزېت په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو موټر چلوونکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه وه.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې د (سپټمبر پر شپږمه) د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو له خوا تر نښتې وروسته هم د تورخم لار د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه.
خو هغه مهال د ویزې نه بلکه د پوستې جوړولو پر سر تړل شوې وه. طالبانو بیا ویلي و چې هغه پوسته له پخوا هلته موجوده وه، دوی یې یوازې د بیارغونې چارې ترسره کولې.
تورخم پر ډیورنډ کرښه د خلکو اوښتو را اوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ترانزېت یوه مهمه لار بلل کېږي چې په تړل کېدو سره یې تر ټولو لوی زیان سوداګرو او عامو خلکو ته اوړي.











