افغان خبریال احمد هنایش اسلام اباد کې په وسله وال برید کې "سخت ټپي شوی"

احمد هنایش له تېر یوه کال راهیسې په اسلام اباد کې مېشت و.

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، احمد هنایش له تېر یوه کال راهیسې په اسلام اباد کې مېشت و.

افغان خبریال احمد هنایش د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د ناپېژاندو کسانو په ډزو کې ټپي شوی دی.

د رپوټونو له مخې پر ښاغلي هنایش د اسلام اباد په جي-شپږ سیمه کې تېره شپه په داسې حال کې چې نوموړی خپل مېشت ځای ته پر لاره و، ناپېژاندو وسله والو ډزې کړې دي.

د اسلام اباد پولیسو که څه هم د ښاغلي‌ هنایش نوم نه دی اخیستی خو د خواله رسنۍ په یوه پيغام کې یې لیکلي چې د آبپاره تاڼې په مربوطاتو کې له یوه "افغان وګړي" سره د شوې پېښې قضیه درج شوې ده.‌

پولیسو ویلي،‌ چې د امنیتي کمرو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو او نورو سرچینو په مرسته د مشکوکو بریدګرو لټون روان دی او ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د ښاغلي هنایش یوه ملګری او اسلام اباد مېشتي افغان خبریال سید قاسم هاشمي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، چې دریو کسانو پر ښاغلي هنایش له نژدې ډزې کړې، چې له کبله یې نوموړی ''سخت ټپي شوی دی.''

ښاغلی هاشمي وايي، احمد هنایش لومړی د اسلام اباد پېمز روغتون او وروسته یوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د نوموړي په وینا ډاکترانو د ښاغلي هنایش روغتیايي وضعیت اندېښمنونکی بللی دی.

بلخوا د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان چې مرکز یې په جرمني‌ کې دی، تر دې پېښې وروسته پاکستان کې د افغان خبریالانو امنیتي وضعیت خراب او د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې پر ښاغلي هنایش برید په کلکه غندلی او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې د افغان خبریالانو د ځاني امنیت خوندیتابه کې مسوولانه عمل وکړي.‌

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان دا ټينګار کړی چې د خبریالانو د حقونو مدافع بنسټونو لخوا باید د داسې پېښو د تکرار مخنیوي لپاره همغږه هڅې وکړي او د خبریالانو د ملاتړ نړیوال بنسټونه له درېیمګړو هېوادونو د خبریالانو د ایستلو هڅې ډېرې کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

سید قاسم هاشمي په دې هکله وویل: ''د سهار تر نژدې پنځو بجو پورې چې زه ورسره په روغتون کې وم، د ځانګړې پاملرنې په خونه کې ساتل کېده، ډاکترانو یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی، اوس هم د هغه کورنۍ، دوستان او موږ خبریالان د نوموړي امنیت او خوندیتوب ته اندېښمن یو، فکر کوم امنیتي ګواښ لا هم پر ځای دی، د خبریالانو د ملاتړ له مرکزونو او د کوربه هېواد له چارواکو مو غوښتنه دا ده، چې د خبریالانو امنیت ته پام وکړي.''

ښاغلی هاشمي وايي، احمد هنایش له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په داسې یوه دیپلوماتیکه سیمه کې مېشت و، چې خورا کلک امنیت یې ساتل کېږي.

تر اوسه کومې ډلې پر ښاغلي هنایش د برید مسوولیت نه دی منلی او ځايي چارواکو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

د احمد هنایش په هکله ویل کېږي، چې له ازادۍ راډیو سره همکار و او د کهکشان او دنیا راډیوګانو د مشر په توګه یې کار کړی.

نوموړی د پاک-افغان خبریالانو ټولنې غړی هم و.