د افغانستان خصوصي بانکونو کې د خلکو د پیسو اېښودو کچه لوړه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سيد انور
- دنده, بي بي سي
د وروستیو رسمي شمېرو له مخې د افغانستان په خصوصي بانکونو کې د خلکو د پیسو اېښودلو کچه د روان میلادي کال په دریمه ربع کې څلور سلنه لوړه شوې ده.
د خصوصي بانکونو اتحادیه دا وضعیت د سقوط له خطره د تېرېدو او د بانکي صنعت د ښه کېدو پایله بولي.
اوسمهال په افغانستان کې ۱۲ بانکونه فعالیت کوي چې اوه یې خصوصي، درې یې دولتي او دوه نور یې د نړیوال بانک استازولۍ دي او ترڅنګ یې اوس د اسلامي کوچنیو پورونو د ورکړې په هدف یو بل بانک هم پرانیستل شوی دی.
نن د ډیسمبر څلورمه د بانکونو نړیواله ورځ ده.
د خصوصي بانکونو د اتحادیې مشر بي بي سي ته وویل، له یوې نژدې رکودي مرحلې وروسته د هغو خلکو شمېر په ډېرېدو دی چې خپلې پیسې په بانکونو کې ږدي:
"اوسمهال زموږ اکثره بانکونه مشتریانو ته د پیسو په ورکړه کې ستونزه نه لري. د مرکزي بانک له خوا له ټاکلې اندازې سره خلکو ته پیسې ورکول کېږي. محدودیتونه په تدریجي ډول لیرې کړای شوي دي. بانکونه ښه کېدو په حالت کې دي.
خدمات ورځ په ورځ د پراخېدو په حال کې دي، د ۲۰۲۲ کال د دریمې ربعې شمېرې ښيي چې د خلکو لخوا بانکونو کې د پیسو اېښودلو کچه څلور سلنه ډېره شوې ده. دغه راز شتمنۍ هم ۳٫۸ سلنه ډېرې شوې دي. دا ښيي چې خلکو بېرته بانکونو ته مخه کړې او پر بانکونو د خلکو باور ښه شوی، چې دا یو ښه خبر دی".

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکورېدو د افغانستان بانک د شاوخوا لس میلیاردو ډالرو له کنګل کېدو او د افغانستان پر بانکونو له نړیوالو بندیزونو وروسته افغانستان کې بانکونه د پیسو د کمښت له ستونزې سره مخامخ شول.
نجیب الله امیري وايي، دا حالت په دې بېوزله هېواد کې د اقتصادي کړکېچ رامنځ ته کېدو لامل شو، خو په وینا یې اوس بانکونه له یوه سخت پړاو تېر شوي دي:
"د افغانستان بانکونه د نورو اقتصادي سکتورونو په څېر د سیاسي بدلون یو سخت پړاو تېر کړی دی، د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کېدو له امله د پیسو له اړخه ستونزه رامنځ ته شوه، بانکونو د خپلو حساب لرونکو ته د ورکړې لپاره مرکزي بانک کې کافي پیسې لرلې، که هغه پیسې پر وخت بانکونو ته ورکړل شوې وای، نو بانکونه او حساب لرونکي له هېڅ ډول ستونزې سره نه مخاخېدل".
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته بانکونو کې د خلکو له خوا د پیسو اېښودو بهیر ودرېد او خلکو له بانکونو نه د خپلو پیسو -چې وار له مخه یې پکې اېښې وې- ایستلو ته مخه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ځینو خلکو له بانکونو نه د خپلو پیسو د ایستلو لپاره په ورځو ورځو د بانکونو مخې ته د خلکو په اوږدو کتارونو کې انتظار کاوه.
ددې لپاره چې مشتریانو ته په کافي اندازه مشتریانو ته پیسې نه ورکول کېدې او یوه ټاکل شوې اندازه ورته ټاکل شوې وه، تر څو میاشتو مخکې پورې ډېرو لږو خلکو په بانک کې خپلو پیسو اېښودلو ته زړه ښه کاوه.
حساب لرونکو ته د بانکونو له خوا تر ټاکل شوې اندازې د ډېرو پیسو نه ورکول د خلکو ترمنځ د اندېښنې سبب شوې وه.
د همدې ننګونو له امله په څه باندې یوه کال کې څو ځلې په افغانستان کې د بانکي نظام د نسکورېدو موضوع مطرح شوه.
په افغانستان کې پر بانکي خدماتو ځینې لګول شوي محدودیتونه لا هم پر خپل حال دي. په دې کې له افغانستانه بهر د بانک له لارې د پیسو پر لېږدولو محدودیت هم شامل دی چې له امله یې افغان سوداګر د راکړې ورکړې پر مهال له یو لړ ستونزو سر ټکوي.
خو د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، ځینې بانکونه ځینې بانکونه دا خدمات وړاندې کوي خو د ځانګړو شرایطو له مخې:
"ټول بانکونه کولی شي چې بهر ته پیسې واستوي او یا یې هم له بهر نه افغانستان ته راواستوي، دا هم په شرایطو پورې تړلې ده، دا موا د طبي مواد، همداراز د ارتزاقي موادو او درملو، سونتوکو، د برېښنا د بېل پیسو، خامو موادو او صنعتي پرزو چې د تولید ترې ګټه اخیستل کېږي او اړینو مخابراتي او ترانسپورتي او خدمتونو له سیستمونو څخه د ساتنې او محافظت او د افغانستان بانک د تشخیص پر بنسټ د ټولو اړینو توکو په برخه کې بانکونه کولی شي چې د پیسو لېږدونې یا ټي ټي ترسره کړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي نوري زیاته کړه چې په افغانستان کې د بانکولۍ صنعت ښه کولو په موخه له نړیوالې ټولنې سره خبرې شوي او دوی هیله من دي چې په دې سره به افغانستان کې د بانکونو او بانکدارۍ حالت بدل شي.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د بانکدارۍ اوسنی نظام پر شرعي مالي نظام بدل کړي او په دې لړ کې د علومو له اکاډیمۍ سره په همغږۍ کې د اسلامي بانکدارۍ طرحه د بشپړېدو په حال کې ده.
په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو او د بې وزلۍ له ډېرېدو وروسته نړیوالې ټولنې او امریکا افغانستان ته د پیسو د لېږدولو لړۍ له سره پیل کړه او په هرو څو اونیو کې د شاوخوا څلوېښت میلیونو نغدو ډالرو کڅوړې یې افغانستان ته واستولې چې د افغانستان د اقتصادي څرخ برخه شوې.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېد وروسته دغه هېواد ته د نغدو استول شویو پیسو کچه شاوخوا یو میلیارد او ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.











