طالبان وايي، د نغدو ډالرو قاچاق مخه یې نیولې

ډالر

د عکس سرچینه، dab

رپوټونه وايي، چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د ډالرو د ناقانونه لېږد هڅې ډېرې شوې دي.

طالب چارواکي وايي، د همدغسې هڅو د مخنیوي په لړ کې په تورخم کې یو کس له شپږو لکو ډالرو سره پر داسې مهال نیول شوی، چې غوښتل یې له هېواده یې وباسي.

په داسې حال کې چې د طالبانو له حکومت سره نړیواله اقتصادي راکړه ورکړه نژدې په ټپه درېدلې او په هېواد کې ډالر هم د پخوا پرتله کم شوي، تېر دسمبر کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثابت ساتلو لپاره د طالبانو د حکومت له خوا جوړ د جوړ شوي کمېسیون مشر او د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبد السلام خبرداری ورکړی و چې د ډالرو قاچاق کوونکي سره به د ''ملي خاین '' په توګه چلن کېږي.

طالبانو حکومت مخکې هم د ډالرو پر قاچاق او دغه راز د افغانستان په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیزونه لګولي وو، خو د رپوټونو له مخې دا بندیزونه عملاً ډېر ګټور نه دي ثابت شوي.

اقتصاد پوه اذرخش حافظي بي بي سي ته په دې هکله وویل، په داسې حال کې چې افغانستان کې بانکي سسټم فعال نه دی، ځینې کسان د وارداتو لپاره هم اړ دي، چې د پیسو لېږد لپاره بدیلې لارې ولټوي او دغه راز ځینې کسان بیا د نغدو پیسو راکړې، ورکړې فعال نظام نشتوالي له کبله د تورو پیسو سپینولو لپاره هم له ایران او پاکستانه افغانستان ته له همدې لارو نغد ډالر وړي راوړي.

په ټپه د ولاړو پروژو بیا فعالولو غوښتنه

بل لور د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو له نړیوال بانکه غوښتي، چې په دغه هېواد کې د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت خپلې درولې پروژې بېرته پرانېزي.

له نړیوال بانک سره یوه آنلاین ناسته کې د افغانستان بانک چارواکو د دې غوښتنې پر مهال په اوسني وضعیت کې د افغانستان لپاره د دغو پروژو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د روانې وري میاشتې په سر کې چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز وغځاوه، نړیوال بانک یې په غبرګون کې په افغانستان کې د شپږ سوو میلیونو ډالرو په ارزښت څلور لویې پروژې وځنډولې.