افغانستان کې بانکونه؛ پانګونه یې ډېره، خو د پور ورکړه یې کمه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف ځدراڼ
- دنده, بي بي سي - کابل
په افغانستان کې بانکونو د خلکو لسګونه میلیارده پانګه د اماناتو په ډول اخیستې، خو په بدل کې يې د پور ورکړې تعامل خورا کمزوری دی.
بي بي سي ته ورکړل شوي شمېرې ښيي چې له ډېرو غوښتنو سره سره افغان بانکونو یوازې څه باندې ۷۰ زره خلکو ته پورونه ورکړي، خو پرتله يې د وړو پورونو ورکړې شرکتونه ډېرو خلکو ته رسېدلي دي.
له بانکي زېرمه شویو پیسو د صنعت، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا لپاره پورونه د عصري بانکوالۍ مهمه برخه ده خو بي بي سي ته ورکړل شوي شمېرې ښيي چې افغان بانکونو یوازې ۷۱ زره خلکو ته پورونه ورکړي دي.
خو ډېر هغه خلک چې پور ته اړتیا لري په اسانه نه شي کولای د پور خدمات تر لاسه کړي. زهرا زاهد سوداګره ده، وايي بانکونو يي د کاروبار لاسنیوی نه دی کړی:
"ما همدا تېره میاشت د وچو مېوو کاروبار لپاره ۵ سوه زره افغانۍ په کار وې درې ـ څلور بانکونو ته ولاړم ، هر یو راته د کور قوالې ور وړلو، قوي ضمانت ورکولو په څېر زما له وسې پورته شرطونه وړاندې کول تر دې چې ترې تېره شوم او بیا مې له یوه صراف چې مې پېژانده پور واخیست، بانکونو به لږ ډېر سهولتونه رامنځته کړي وي خو دوی اصلاً هغه څه چې اعلانوي بېرته خلکو ته نه ورکوي".
په افغانستان کې ۱۲ بانکونه دي چې ډېر يې د پورونو ځانګړي کڅوړې اعلانوي. دې شمېر بانکونو ۷۱ زره خلکو ته ۴۴ میلیارده افغانۍ پور ورکړی خو په بدل کې يي بانکونو ته بیا خلکو ۲۴۴ ملیارده افغانۍ امانتونه او حسابونه ورکړي، پدې معنا چې خلکو د هغې اندازې شپږ برابره ډېرې پیسې ورسپارلي چې بېرته بانک خلکو ته ورکړې دي."
په دې بانکونو کې نژدې ۴ میلیونه افغانان بانکي حسابونه او امانتونه لري چې د ټول نفوس لس سلنه جوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بانکونو ټولنې مشر نجیب الله امیري وايي بانکونه په شرایطو برابر خلکو ته پیسې ورکوي، خو اخیستونکي يې باید ځينې شرایطو ته غاړه کېږدي:
"بانکونه هر چاته پور ورکوي که هغه غریب وي که امیر خو دا چې دوی ضمانت، پروپوزل او داسې پروګرام ولري چې بانک ته پور کړي پیسې څنګه ورکوي؟ دا شرایط به ځینو ته سخت وي خو امنیتي او اقتصادي بې ثباتي او کله کله له پورونو تېښته د دې سبب شوې چې د پور اخیستونکو د پېژندنې شرایط سخت شي."
د بانکونو له شرایطو او رسمیاتو ناهیلي خلک بیا د خپل کاروبار غوړېدو لپاره تر ډېره د وړو پورونو ورکړې شرکتونو ته مراجعه کوي.
د کابل په ختیځ کې ۴۰ کلنې خانم ګلې د کالیو ګنډلو کارخونه د وړو پورونو شرکتونو د پور په پیسو جوړه کړې.
نوموړي د دې کار د پیل لپاره ۲۵ زره افغانۍ پور اخیستی و اوس يي نه یوازې پور بېرته ورګرځولای بلکې کار يې پراخ کړی او ۴۰ مېرمنو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده.
په افغانستان کې د پور په بدل کې د بانکونو ټکټانه یا ګټه ۱۲ سلنه او د وړو پورونو ګټه له ۱۴ تر شل سلنې ده، که څه هم دا اندازه له بانکونو لوړه ده، خو ویل کېږي شرایط يې د بانک پرتله اسانه او خلک ترې ژر کار اخیستلای شي.
د وړو پورونو ورکړې ټولنې یوې مسولې زهرا سبا په وینا د وړو پورونو ورکړې لسو شرکتونو ۱۵۳ زره کسانو ته پورونه ورکړي چې د بانکونو دوه برابره پوروړي ښيي.
د وړو پورونو ورکړې بنسټونو دا وخت ۸،۴ میلیارده افغانۍ پور ورکړی چې ۳۶ سلنه اخیستونکي يې مېرمنې دي خو له تېرو څو کلونو راهیسې بیا یو نیم میلیونو خلکو ته رسېدلي یو.
د دې بنسټونو پورونه زیات نه زیات تر دریو کالونو پورې وي چې شرکتونه يې ورته د تذکرې، پېژندګلوي، ضمانت او کاروبار اروزولو وروسته ورکوي.
خو په ټوله کې دوی هم خپلې ستونزې لري خدمات يي یوازې په ۱۷ ولایتونو کې دي او ډېر خلک ورته د سود له وېرې مراجعه نه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د وړو پورونو شرکتونو څخه د ملاتړ مرکز یا مسفا د اړیکو مسوول عبدالمتین ایزدیار وايي له دې لارې که څه هم نږدې نهه میلیارده افغانۍ پورونه ورکړل شوي، خو د بانکونو له پورونو پرته یوازې واړه پورونه د یوه هېواد اقتصاد په پښو نه شي دروي.
د افغانستان بانک هم د بانکونو ستونزې تاییدوي او مني چې سختو شرایطو او قوانینو يې ځينې بهیرونه سخت کړي دي.
خو وايي د بانکونو امنیتي او اقتصادي مصارفو په کمولو کار کوي چې ورسره به يې خلکو ته خدمات ارزانه او اسانه شي.













