مرستندویان وايي، د غور دوو سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي په غرنیو سمڅو کې دېره دي

سختو سېلابونو په دا وروستیو کې د افغانستان شمالي او مرکزي سیمې سختې وځپلې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سختو سېلابونو په دا وروستیو کې د افغانستان شمالي او مرکزي سیمې سختې وځپلې.

د افغانستان په مرکزي ولایت، غور، کې مرستندویان وايي، چې د مرغاب ولسوالۍ د دوو سېلاب-ځپلو سیمو اوسېدونکي لا هم د هغوی د کورونو د ړنګېدو، او د لارو د بندېدو له کبله په غرنیو سمڅو کې دېره دي.

یوه مرستندوی کارکوونکي، عبدالبصیر یزدان پناه، چې دا سیمه یې له نژدې لیدلې، وویل چې هلته خلک له لوی کړاو سره مخامخ دي:

''مرغاب ولسوالۍ کې وضعیت ډېر ناوړه دی، دا ولسوالي یوه میاشت کې درې ځله سېلاب وځپله. په ټوله کې نژدې ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي، د سیند اوبو ډب کېدو له امله سلګونه کورونه تر اوبو لاندې شوي، شاوخوا لس زره نور کورونه له جدي ګواښ سره مخامخ دي. د درې کلیو لارې تړلې دي، خلک د اړتیا وړ شیان پر شا وړي. موږ ولیدل چې د سرې میاشتې یو څه مرستې خلکو پر شا لېږدولې.''

د هغه په وینا، ښځې، ماشومان، او د لوړ عمر خلک تر نورو سخت حالت کې دي.

هغه زیاته کړه: ''له بده مرغه د دوی حالت ځورونکی او نازک دی. دوی په غرونو کې په سمڅو کې اوسېږي، ځکه د نورو سېلابونو او د مرغاب سیند اوبو د ډېرېدو ګواښ شته. د مرغاب سیند اوبه په څلورو ځایونو کې ډب شوې دي، ښځې او ماشومان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، سر پناه نه لري، تشنابونه نه لري او بله لویه ستونزه دا ده، چې دوی خوراکي توکي نه لري. ما اووه ورځې هلته تېرې کړې، ما ولیدل چې د نورو کلیو خلکو د جنداک کلي اوسېدونکو ته یو څه خوراکي توکي او کالي وروړل، چې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي.''

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسوولین وايي، سېلاب ځپلیو ته یو څه مرستنې رسېدلې، خو ځايي اوسېدونکي د مرستو لپاره اړتیا خورا ډېره ښيي. (ارشیف تصویر)

د طالبانو حکومت ویلي، چې غور ته یې په تېرو ورځو کې یو څه مرسته لېږلې او د نورې تابیا یې هم کړې، خو سیمه ییزو خلکو هلته بېړنیو مرستو ته اړتیا ډېره لوړه ښودلې ده.

په غور کې پېښو ته د رسېدو چارو ریاست په دا وروستیو کې د بارانونو او سېلابونو له تازه څپې وروسته بېړنی وضعیت اعلان کړی و او د سرپناه، اوبو او خوړو مرستنو غوښتنه یې کړې وه. د والي عبدالوحید حماس ویاند ویلي و، لسګونه کسان تري تم دي.

د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې د معمول خلاف بارانونو وروسته سېلابونه راووتل، چې د طالبانو حکومت چارواکو او ملګرو ملتونو ادارو په وینا تر ۳۰۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

د سېلابونو له کبله د افغانستان دې برخه کې پراخې کروندې هم ویجاړې شوې، چې نژدې اتیا سلنه وګړي یې د خوراک لپاره په کرکېله تکیه کوي.