د ملګرو ملتونو یوې کارپوهې له شرکتونو وغوښتل چې له اسرائیلو سره سوداګري بنده کړي

په راپور کې هغه شرکتونه یاد شوي چې پر اسرائیلو ټېکنالوژي او وسلې پلوري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په راپور کې هغه شرکتونه یاد شوي چې پر اسرائیلو ټېکنالوژي او وسلې پلوري

د ملګرو ملتونو یوې کارپوهې له لسګونو نړیوالو شرکتونو غوښتنه کړې چې له اسرائیلو سره خپل سوداګریز فعالیتونه بند کړي او خبرداری یې ورکړی چې هغوی د غزې او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د جګړې له جنایتونو سره همکار ګرځېدای شي.

فرانچېسکا البانېزې، چې خپل راپور یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کاوه، هغه څه یې "د نسل‌وژنې اقتصاد" وباله او ویې ویل چې له حماس سره روانه جګړه اسرائیلو ته دا فرصت ورکړی چې نوې وسلې او ټېکنالوژۍ پرته له حساب ورکولو یا څارنې وازمويي.

اسرائیلو د دې راپور هرکلی نه دی کړی او دا یې "بې‌اساسه" بللی او ویلي یې دي چې "دا راپور به د تاریخ په خځلنۍ" کې ور اضافه شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان یا ځانګړي راپور ورکوونکي، که څه هم د سازمان لخوا ټاکل کېږي، خو خپلواک دي.

اغلې البانېزې یوه نړیواله حقوق‌پوه ده چې د ایټالیا ده، او د خپلو څرګندو او توندو څرګندونو له امله پېژندل شوې. هغې مخکې هم په خپلو راپورونو کې ویلي چې اسرائیل په غزه کې نسل‌وژنه کوي.

هغې د پنجشنبې په ورځ دا تور یو ځل بیا تکرار کړ او ویې ویل چې اسرائیل "په معاصر تاریخ کې یو له تر ټولو ظالمانه نسل‌وژنه" ترسره کوي.

په خپل نوي راپور کې، البانېزې د هغو شرکتونو نومونه اخیستي چې د هغې په وینا، د غزې جګړه کې له جنګي جنایتونو ګټه اخلي او له همدې امله یې همکار ګڼلې.

په دې لست کې د وسلو جوړولو امریکایی شرکت "لاک‌هېډ مارټین" شامل دی چې اسرائیلو ته یې وسلې پلورلي او تخنیکي شرکتونه لکه Alphabet د ګوګل مور شرکت، IBM، Microsoft او Amazon چې هغه وایي، اسرائیلو ته یې داسې ټېکنالوژي ورکړې چې فلسطینیان پرې تعقیب او هدف ګرځوي.

د Caterpillar، Hyundai، او Volvo نومونه هم یاد شوي، چې راپور ادعا کوي دا شرکتونه هغه وسایط برابروي چې د کورونو په ویجاړولو او د بمبار شویو سیمو په هوارولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

gaza

د عکس سرچینه، Reuters

مالي ادارې هم پکې شاملې دي - البانېزې ادعا کړې چې بانکونه لکه BNP Paribas او Barclays د جګړې په جریان کې د اسرائیلو د خزاني باندونو ضمانت کوي.

بی‌بي‌سي هڅه کړې چې د یادو شویو شرکتونو نظر واخلي.

لاک‌هېډ مارټین ویلي، د وسلو صادرات د دولت-تر دولت ترمنځ معاملې وي او دا ډول مسایل د امریکا د حکومت له لارې تعقیبېږي.

Volvo ویلي، دوی د البانېزې له انتقاد سره موافق نه دي او دا ادعا یې "ناکافي او په ځینو برخو کې ناسمه معلومات" بللي. دغه شرکت زیاتوي چې دوی د بشري حقونو درناوی ته ژمن دي او تل هڅه کوي چې خپل دقت زیات کړي. خو وايي چې د دوی تولیدات اوږدمهاله کارېدنه لري او اکثراً د مالکانو ترمنځ ‌بدلېږي، نو له بده مرغه دا محدوده اغېزه لري چې دوی وکولای شي پر دې ولري دا تولیدات چېرې او څنګه وکارول شي.

راپور وايي چې یادو شرکتونو ته دا کاروبار ګټور دی او له اسرائیلو سره د جګړې له دوام سره هم مرسته کوي. البانېزې وايي، ټول یاد شرکتونه باید سملاسي له اسرائیلو سره خپل تعامل بند کړي.

خو دا څومره ممکنه ده چې دا راپور عملي اغېز ولري؟ د ملګرو ملتونو دا ډول راپورونه قانوني ځواک نه لري، خو پام ور اړوي.

اغلې البانېزې هڅه کوي چې د اقتصادي اړیکو پر نښه کولو سره نړیوال شرکتونه او حکومتونه یاد کړي چې د اپارتایډ -پېر سوېلي افریقا سره څه وشول.

یو وخت ډېر شرکتونه له سوېلي افریقا سره سوداګرۍ کې ښکېل وو او ډېر عواید یې ترلاسه کول، خو د اپارتایډ ظلم نړۍ وال غبرګونونه راوپارول، د ملګرو ملتونو بندیزونه ولګېدل، پانګوال یې وايستل شول او بالاخره دا د اپارتایډ رژیم د پای ته رسېدو لامل شو.

په اوسني راپور کې، البانېزې د مشهورو شرکتونو نومونه خپاره کړي، ښايي له دې دا موخه ولري چې میلیونونه مصرف کوونکي د معلوماتو له لارې توان ولري پرېکړه وکړي چې له دغو شرکتونو څه واخلي که نه - لکه څنګه چې د سوېلي افریقا پر ضد دا کار وشو.

gaza

د عکس سرچینه، EPA

خو تر ټولو جدي خبره چې شرکتونه به پرې ډېر حساس وي دا ده: د احتمالي نسل‌وژنې په همکارۍ تورنېدل.

د نسل‌وژنې قانون ډېر سخت دی، دا باید یوه رسمي محکمه ثابته کړي او دا مهال د نړیوال عدالت محکمه د اسرائیلو پر ضد یوه دوسیه تر غور لاندې لري، چې د سوېلي افریقا لخوا وړاندې شوې ده.

د "همکارۍ" تعریف دا دی: یو کس یا اداره داسې کړنې ترسره کړي وي چې معقوله پایله یې دا وي د نسل‌وژنې لامل شي، که څه هم دوی پخپله د نسل‌وژنې نیت نه لري.

دا هغه تور دی چې البانېزې یې پر هغو شرکتونو لګوي چې هر ډول تجهیزات یا ټېکنالوژي پلوري چې ښايي د اسرائیلو جګړې ته مرسته ورسوي. دا هم معلومه ده چې یو شمېر نړیوالو حقوق‌پوهانو اروپایي حکومتونو ته شخصاً مشوره ورکړې که له اسرائیلو سره د وسلو پلور دوام ومومي، نو دا همکاري به د جنګي جرمونو په همکارۍ بدله شي.

اسرائیل، چې له وړاندې البانېزې د "شدید مخالفت" او "د یهود ضدۍ" په تورونو ګرم کړی دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې دا "بې‌اساس، توهینوونکی او له مقامه ناوړه استفاده" ده.

اسرائیل دا تور ردوي چې نسل‌وژنه کوي او وایي چې دا هر څه د حماس پر وړاندې د ځان دفاع ده.

خو کله چې البانېزې دا راپور د ملګرو ملتونو غړو ته وړاندې کړ، ډېری غړو هېوادونو یې ملاتړ وکړ.

افریقایي، اسیایي او عربي هېوادونو د پانګې ایستلو غوښتنه تایید کړه، ځینو هېوادونو نسل‌وژنه تایید کړه او یو شمېر نورو هم اسرائیل ته خبرداری ورکړ چې باید نړیوال حقوق‌پوهان لکه البانېزې بدنامه نه کړي.

اروپایي هېوادونو، چې معمولاً د اسرائیلو ملاتړ کوي، هم له غزې سره د مرستو بندول وغندل او ویې ویل چې د اشغال‌ګر ځواک په توګه اسرائیل قانوني مکلفیت لري چې فلسطینیانو ته د بقا وسایل برابر کړي.

کله چې ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کې واک ته ورسېد، د اسرائیلو تر ټولو لوی متحد، متحده ایالات، لا د مخه له بشري حقونو شورا وتلي.

د واشنګټن ځواب دا و چې اغلې البانېزې، چې د امریکایي شرکتونو سره یې د اسرائیلو د معاملاتو په اړه تماس نیولی، د امریکا او نړیوال اقتصاد پر ضد "سیاسي او اقتصادي جګړه" پیل کړې.

احتمال نشته چې د امریکا حکومت د یوې نړیوالې وکیلې خبرو ته جدي پاملرنه وکړي، خو د راپور له‌خوا یاد شوي ستر امریکایي شرکتونه، چې په ډېرو هېوادونو کې مالي ګټې لري، ښايي د نړيوال غبرګون له امله خپلې اړیکې له اسرائیلو سره بیا وارزوي.