ټرمپ وايي غزه کې اوربند نژدې شوی او هیله لري 'راتلونکې اونۍ' وشي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ هم ویلي وو چې ځانګړي استازي یې سټیف ویتکوف ورته ویلي د غزې اوربند "ډېر نژدې شوی دی".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، دی باور لري په غزه کې د اوربند د یوې موافقې شونتیا شته او کېدای شي دا موافقه په راتلونکې اونۍ کې وشي.

ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د کانګو او روانډا ترمنځ د یو تړون د لاسلیک پر مهال وکړې او ویې ویل "زه فکر کوم د اوربند موکه شته، دا مسله ډېره نژدې شوې ده"، او زیاته یې کړه چې ده د "اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند هڅو" اړوندو یو شمېر کسانو سره خبرې کړې دي.

نوموړي تر دې مخکې، د چهارشنبې په ورځ هم ویلي وو چې ځانګړي استازي یې سټیف ویتکوف ورته ویلي د غزې اوربند "ډېر نژدې شوی دی".

هغه وخت ټرمپ دا هم ویلي وو چې "د غزې په اړه ډېر پرمختګ شوی" او دا یادونه یې هم چې پر ایران د امریکا هوایي بریدونه کېدای شي د منځني ختیځ پر وضعیت اغېز وکړي، ویې ویل: "زه فکر کوم ډېر خوشحالوونکي خبرونه به واورو."

د حماس څرګندونې

بل لور ته، د حماس یوه پخواني چارواکي ویلي، منځګړي هڅه کوي یو نوی اوربند او د غزې نه د یرغملو خوشي کول یقیني کړي، خو زیاته کړې یې ده چې خبرې "لا هم له خنډونو سره مخ دي".

خو د حماس د سیاسي دفتر غړي او د بهرنیو اړیکو مسؤل باسم نعیم بي‌بي‌سي ته په یوه ځانګړي بیان کې ویلي: "اوس مهال د غزې په اړه هېڅ رسمي خبرې نه دي روانې" - نوموړي دا خبرې د ټرمپ د چهارشنبې د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

په داسې حال کې چې د اسرائیلو حکومت د هر ډول نویو خبرو اترو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، یوازې یې دومره وویل چې: "په غزه کې د اسرائیلو د یرغمل شوو کسانو د راستنولو هڅې دوام لري، که په هره لاره وي."

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، چې هېواد یې د مصر او واشنګټن سربېره د اوربند د خبرو منځګړی دی، د سې‌شنبې په ورځ تأیید کړه چې دوحه هڅه کوي د حماس او اسرائیلو ترمنځ نامستقیمې خبرې بیا پیل کړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویتکوف د دفتر ویاند ویلي دوی د ټرمپ له څرګندونو پرته نور څه نه‌ لري چې شریک یې کړي.

رویټرز همداراز د باخبرو سرچینو له قوله ویلي، د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو وزیر رون دیرمر به دوشنبه واشنګټن ته لاړ شي، چې د ټرمپ د ادارې له چارواکو سره د غزې او ایران په اړه خبرې وکړي. سرچینو دا هم ویلي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یوه احتمالي لیدنه هم د سپینې ماڼۍ لپاره په پلان کې ده، خو د دقیقې نېټې یادونه یې نه ده کړې.

اسرائیلو پر غزهخپله جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې وروسته پیل کړه، هغه مهال چې د حماس جنګیالیو د اسرائیلو د جنوبي پولو پر ښارګوټو برید وکړ، چې پکې د اسرائیلو په وینا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه یرغمل شول.

خو د غزې د روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلو پوځي عملیاتو تر دې دمه له ۵۶ زرو زیات فلسطینیان وژلي دي.

تېر مارچ میاشت کې اسرائیلو اعلان وکړ چې د اوربند هغه تړون پای ته رسېدلی چې د جنورۍ په ۱۹مه نافذ شوی و. دا وروسته له هغه وشول چې اسرائیلو د دغه تړون دویم پړاو، یعنې دایمي اوربند، عملي کول رد کړل او پوځي عملیات یې بېرته پیل کړل.

د عملیاتو له بیا پیلېدو سره، اسرائیلو د مارچ میاشتې په پیل کې د غزې کلابندي لا سخته کړه او د بشري مرستو داخلېدل یې بند کړل، چې دا کار د خوراکي موادو، درملو او نورو اساسي توکو د سخت کمښت لامل شو.

خو د مې په میاشت کې اسرائیلو یو څه مرستو ته اجازه ورکړه چې د "غزې بشري بنسټ" له لارې داخلې شي، هغه بنسټ چې د امریکا او اسرائیلو له ملاتړه برخمن دی. دې کار د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو پراخې نیوکې راوپارولې.