ټرمپ وايي، اسرائیل په غزه کې د یو ۶۰ ورځني اوربند شرطونه منلي دي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جیمز چاټر
    • دنده, بي بي سي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، اسرائیل په غزه کې د یوه ۶۰ ورځني اوربند لپاره پر ''اړینو شرايطو'' توافق کړی.

ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروث سوشل یوه پیغام کې ویلي، د وړاندیز شوي جوړجاړي په ترڅ کې به ''موږ له ټولو لوریو سره شریک کار وکړو، چې جګړه پای ته ورسېږي'' خو نوموړي په دې هکله جزیات نه دي بیان کړي، چې دا شرطونه څه دي.

ټرمپ لیکلي:

"قطريان او مصريان، چې د سولې راوستلو لپاره يې ډېر کار کړی دی، دا وروستۍ وړانديز به وړاندې کړي. زه هيله لرم ... چې حماس دا تړون ومني، ځکه چې دا به (له دې) ښه نه شي - دا به يوازې خراب شي."

اسرائیل پر غزه د حماس له برید وروسته چې نژدې ۱۲ کسان پکې ووژل شول، په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت په وینا تر اوسه لږ تر لږه ۵۶ زره ۶۴۷ کسان پکې وژل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ایا حماس د اوربند په تړاو وړاندیز شوي شرایط مني او که نه.

ټرمپ دا اعلان له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره له لیدو یوه اونۍ مخکې کړی. نوموړي د دې لیدنې په هکله ویلي، دی به پکې "ډېر کلک" وي.

د امریکا ولسمشر پر سې شنبه وویل، دی باوري دی، چې د اسرائیل لومړی وزیر په غزه کې د دښمنۍ پای ته رسېدل غواړي. ټرمپ زیاته کړه: " هغه غواړي. زه تاسو ته ویلای شم چې هغه غواړي. زه فکر کوم چې موږ به راتلونکې اونۍ یو توافق وکړو. "

بل لور په پام کې وه، چې پر سې شنبه به د اسرائیل ستراتیژیکو چارو وزیر رون دیرمر په واشنګټن کې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف، د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او مرستیال ولسمشر جې ډي وینس سره وویني.

له دې مخکې تېره اونۍ د حماس یوه لوړپوړي چارواکي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، منځګړو د یوه نوي اوربند او یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره هڅې ډېرې کړې دي، خو په وینا یې له اسرائیل سره خبرې په ټپه ولاړې دي.

اسرائیل وايي، کړکېچ یوازې په هغه صورت کې پای ته رسېدلای شي، چې حماس په بشپړه توګه له منځه لاړ شي. حماس بیا له اوږدې مودې راهیسې د تلپاتي اوربند او په بشپړه توګه له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتلو غوښتنه کوي.

۵۰ یرغمل شوي اسرائیلیان اوس هم په غزه کې دي او داسې باور کېږي، چې لږ تر لږه ۲۰ اوس هم ژوندي دي.

د ټرمپ وروستی اعلان د غزې په شمال کې له پراخو پوځي عملیاتو مخکې فلسطینیانو ته له خپلو مېنو د وتلو په هکله د اسرائیل له اعلان وروسته مخې ته راځي.

پر دوشنبه عیني شاهدانو او روغتیا پالانو وویل، په غزه کې د سمندرغاړې یوه کېفې د اسرائیل هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان ووژل شول.