عیني شاهدان او مرستندویان وايي، د غزې پر یوه قهوه خانه د اسرائیل بمبارۍ کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي

الباقه

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images

په لوېدیځه غزه کې روغتیا پالان او عیني شاهدان وايي، پر یوه قهوه خانه (کیفې) د اسرائیلي ځواکونو بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي. ویل کېږي، د سمندر غاړې دې قهوې خانې ته معمولاً فعالان، خبریالان او ځايي اوسېدونکي ورځي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې ملکي دفاع ادارې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، د الباقه کیفیټریا له کنډوالې مرستندویانو تر اوسه ۲۰ مړي راایستلي او دې پېښه کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

دغه ویاند وايي، مرستندویان تر اوسه په هغه ژوره کنده کې د وژل شویو کسانو مړو لټون کوي، چې د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د یوې ځايي پروډکشن کمپنۍ ویډیو ثبتونکي عزیز العفیفي د پېښې په هکله بي بي سي ته وویل، ''زه د انټرنېټ کارولو لپاره قهوه خانې ته پر لار وم، چې زوروره چاودنه وشوه. زه له هغه ځایه وتښتېدم، همکاران مې همالته وو، هغه خلک چې تل یې وینم، بوږنونکې صحنه وه، هر لور مړي وو، وینې وې، چیغې وې.''

پر خواله رسنیو هغه ویډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې یو توغندی چې ویل کېږي له اسرائیلي جنګي الوتکې توغول شوی و، پر دغه ځای لګېږي. په نورو ویډیويي کلیپونو کې بیا مړي لیدل کېږي، چې د پېښې په ځای کې پراته دي.

د میدیترانې سمندر پر غاړه الباقه کیفیټریا د فعالانو، خبریالانو او هغو کسانو لپاره چې له لېرې ځایه کار کوي، ځکه د ناستې مهم ځای و، چې انټرنېټ یې درلود.

اسرائیلي ځواکونو تر اوسه د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې اسرائیلي ځواکونو په ټوله غزه کې تېره شپه پراخ بریدونه کړي او له کبله یې د فلسطینیانو سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، مرستندویانو د پېښې په ځای کې پینځه مړي موندلي او لسګونه ټپي شوي کسان په غزه ښار کې الاهلي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه بمبارۍ داسې مهال شوې، چې اسرائیلو په مارچ کې د جګړې له پیلېدو راهیسې تر ټولو په پراخه کچه خلکو ته د وتلو امر کړی.

د غزې له شماله خلکو ته د وتلو امر

پر یکشنبه د غزې ښار ځینې اوسېدونکي له سیمې د وتلو په حال کې

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، پر یکشنبه د غزې ښار ځینې اوسېدونکي له سیمې د وتلو په حال کې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوربند یوې احتمالي هوکړې په هکله ټینګار کوي او اسرائیل بیا د غزې شمال اوسېدونکو ته له پوځي عملیاتو مخکې له سیمې د وتلو ویلي دي.

په داسې حال کې چې اسرائیلي پوځي عملیات ''د لوېدیځ پر لور پراخ شوي'' د غزې ښار او الجبلیه سیمو اوسېدونکو ته امر شوی، چې د سویل پر لور المواصي سیمې ته لاړ شي.

بل لور د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت وايي، د اسرائیلي بمباریو له کبله د یکشنبې ورځې تر نیمايي پورې ۸۶ کسان وژل شوي دي. په المواسي سیمه کې د درې وژل شویو ماشومانو مېندې، پلرونه وايي، اولادونه یې پر هغه سیمه بمبارۍ کې وژل شوي، چې د ''خوندي ځای'' په نامه یادېږي.

بل لور ولسمشر ټرمپ هغه غږ بیا تکرار کړی، چې ''په غزه کې باید توافق وشي'' او ''یرغمل شوي کسان باید راخوشي شي.''

ښاغلي ټرمپ د شنبې پر ورځ پر خواله رسنۍ ټروث سوشل یوه پیغام کې وویل، د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو ''همدا اوس'' له حماس سره د یوه جوړجاړي لپاره په خبرو بوخت دی.

په ورته مهال د اسرائیلي دفاعي ځواکونو ویاند اویچې اداريي پر یکشنبه وویل، اسرائیلي ځواکونه په غزې کې د ''ترهګرو او ترهګریزو تاسیساتو له منځه وړلو لپاره'' په عملیاتو بوخت دي.

روغتیاپالانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د شنبې پر ورځ له سهاره بمبارۍ زیاتې شوې او یو شمېر کورونه یې ویجاړ کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې ملکي دفاع ادارې خبري اژانسونو ته ویلي، یوازې پر یکشنبه ۲۳ کسان وژل شوي دي.

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي پر پنجشنبه بي بي سي ته وویل، منځګړو په غزه کې د یوه نوي اوربند رامنځته کېدو او یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي، خو په وینا یې له اسرائیل سره خبرې په ټپه ولاړې دي.

د ایران او اسرائیل تر منځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پای کې له یوه اوربند وروسته قطري منځګړي هیله من دي، چې پر اسرائیل د امریکا فشار کولای شي په غزه کې هم یو ورته اوربند رامنځته کړي.

پر یکشنبه د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د اسرائیل کورنیو استخباراتو شین بیت ته وویل، پر ایران له ''بري'' وروسته ''د لومړي او تر ټولو مهم، یرغملو خلاصون'' په ګډون ډېرې لارې پرانیستل شوې دي. نوموړي زیاته کړه:

''بې له شکه چې موږ د غزې مسئلې حل کولو اړتیا لرو، حماس ته باید ماتې ورکړو، خو زه باوري یم چې موږ به دواړه هدفونه ترلاسه کړو. له دې هاخوا سیمه ییز فرصتونه لاسته راځي، چې په ډېری هغو کې - په ټولو کې – تاسې ملګري یاست.''

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې ویلي و، دی هیله من دی چې په غزه کې به راتلونکي اونۍ یو اوربند وشي.

فلسطینی ماشوم د خیمو هغه ځای ته ګوري چې د جمعې په ورځ د اسرائیلي هوایي برید ښکار شوی و

د عکس سرچینه، Reuters

د غزې د ملکي دفاع ادارې مسوولینو په خبره، د یکشنبې پر ورځ د اسرائیلي پوځ په بېلابېلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ فلسطینیان وژل شوي دي.

د وژل شوو له ډلې پنځه یې هغه فلسطینیان وو چې تل سلطان سیمې ته چې د غزې تړانګې په جنوبي څنډه کې د رفح بندر سره نژدې پرته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي وو.

د فلسطین خبري اژانس د طبي سرچینو له خولې راپور ورکړی، چې اسرائیليو الوتکو د خان یونس د مواصي په سیمه کې چې د هېواد لوېدیځ برخه ده، پر یوې داسې خیمې برید کړی، چې بې‌ ځایه شویو خلکو په کې پناه اخیستې وه. په دې برید کې پنځه داسې فلسطینیان وژل شوي، چې دوه یې ښځې او یو یې ماشوم و. او یو شمېر نور بیا ټپیان شوي دي.

سرچینو همداراز زیاته کړې چې د غزې ښار د الزیتون په سیمه کې، د عزام قبیلې پر یوه کور د اسرائیلو د برید له امله دوه فلسطیني ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس او عیني شاهدانو په وینا، اسرائیلي جنګي الوتکو د جبالیا په ختیځه سیمه کې پر داسې کورونو لسګونه هوايي بریدونه کړي، چې خلک پکې نه اوسېدل. ویل کېږي د دغو کورونو ځینو څښتنانو ته واردمخه د وتلو خبرداری ورکړل شوی و.

د اسرائیلو پوځ د غزې د شمالي سیمو پر اوسېدونکو غږ کړي چې "ژر تر ژره "خپلې سیمې پرېږدي او د هېواد په جنوب کې پرتې المواصي سیمې ته ولاړ شي.

د اسرائیلي پوځ ویاند افيخاي ادرعي د یکشنبې سهار پر ایکس (ټویټر) لیکلي، هغه کسان چې په غزه ښار، جبالیا، الزیتون ختیځه برخه، زړې سیمې، الترکمان، جدیدې، التفاح، الدرج، الصبره، جبالیا البلد، جبالیا النزله، معسکر جبالیا، الروضه، النهضه، الزهور، النور، السلام، او تل الزعتر سیمو کې مېشت دي، باید ژر تر ژره ووځي، ځکه دلته به پوځي عملیات سخت شي.

ادرعي ویلي، اسرائیلي پوځ "په بشپړ ځواک سره" په دې سیمو کې عملیات کوي، او دا عملیات به "لانور پراخ او سخت شي، او د ښار لوېدیځو برخو ته به هم وغځېږي."

بل‌ خوا، د فلسطینۍ ادارې او ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، غزه کې هېڅ خوندي ځای نشته.

د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د شنبې تر نیمايي ورځې پورې په ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د الشفا روغتون کارکوونکو او عیني شاهدانو خبري اژانسونو ته وویل، په یوه پېښه کې چې د غزې ښار په یوه لوبغالي کې رامنځته شوه، د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول.

دغه لوبغالی د هغو بې ځایه شویو خلکو د استوګنې لپاره کارول کېده چې هلته په لنډمهاله کېږدیو کې ژوند کوي.

دغه انځورونه چې د بي بي سي لخوا تائید شوی ښيي چې خلک په تشو لاسونو یا بېلچو سره د مړو او ټپيانو موندلو لپاره په خاورو کې کېندنې کوي.

په داسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه دوام لري، د غزې ځايي روغتون کارکوونکي او عیني شاهدان وايي، د جمعې پر ماښام د غزې ښار فلسطین لوبغالي ته نږدې په یوه برید کې لږترلږه ۱۱ کسان ووژل شول.

Skip content and continue reading
اوربند جګړه پای ته رسولی شي؟

End of content