امریکا په غزه کې د بې قید او شرط اوربند لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه ویټو کړه

US Ambassador to the UN Dorothy Shea said the vote would "undermine"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالتونو استازې ډورتهي شیا وايي، رایې اچوونه به د اوربند هڅې ټکنۍ کړي.

پر امریکا متحدو ایالاتو وروسته له هغې نیوکې ډېرې شوې چې د هغه پرېکړه‌لیک مسوده يې ویټو کړه چې پکې په غزه کې د فوري، بې قید او شرطه او دایمي اوربند غوښتنه شوې وه.

څوارلسو نورو غړو د دې سند په پلوي رایه ورکړه، چې د ټولو یرغملو د خوشي کولو او پر بشري مرستو د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه یې هم کړې وه.

د چین استازي ویلي چې دې کار واشنګټن د ملګرو ملتونو لخوا د جګړې د درولو په برخه کې د بې کفایتۍ اصلي لامل وښود.

د پاکستان سفیر دغه رایه یو اخلاقي تور داغ وباله.

ورته مهال، هغې ناندریزې نوې مرستندویه ادارې چې په غزه کې فعالیت کوي، د خپلو تاسیساتو د بیا پرانیستلو نېټه ځنډولې ده.

د غزې بشري بنسټ – چې د امریکا او اسراییل له خوا یې ملاتړ کېږي – د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغو څو پېښو د مرستو وېش خپل مرکزونه وتړل چې فلسطینیان د خوړو د ترلاسه کولو پر مهال په ډزو ووژل شول.

دا وروسته له هغه ده چې د امریکا د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک رد کړ چې په غزه کې د بشرپالنې نامحدوده لاسرسي او د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه یې کوله.

نور څوارلسو غړو د دې سند په ملاتړ رایه ورکړه، چې پکې د ټولو یرغملو خوشي کول او پر بشري مرستو د محدودیتونو لېرې کول هم غوښتل شوي وو.

په نیویارک کې د بي بي سي خبریال جان سډ ورټ وايي، اسرائیل او امریکا لا هم په خپله تګلاره ټینګار کوي.

''که څه هم اسرائیل اوس په رسمي ډول خپل بندیز لیرې کړی، خو ملګري ملتونه وايي غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره د دوی هڅې لاهم په جدي ډول له خنډ سره مخامخ دي. اسرائیل او امریکا خپلې نوې تګلارې ته لومړیتوب ورکوي. په وروستیو څو ورځو کې د تش په نامه غزې بشري بنسټ د وېش مرکزونو کې ګډوډۍ روانې دي او ان وژنې هم په کې شوي. نو زه فکر کوم د امریکا نننی مخالفت روښانه کوي چې د دې مسلې په اړه د دوی نظر له نړیوال هغه سره څومره توپیر لري''.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د غزې بشري بنسټ د مرکزونو پرانیستلو ځنډېدل

ملګرو ملتونو د مړینو په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې راپورونه وايي اسرائیلي ځواکونو پر د غزې پر هغو وګړو ډزې کړې چې د مرستو راټولولو ته منتظر وو. اسرائیل دا ادعاوې ردوي.

د یونېسف ویانده، ټیس انګرام، وايي چې د جي ایچ ایف فعالیتونه له بشري اصولو سره سمون نه خوري.

"مرسته باید اړمنو ته هر ځای چې وي ورسېږي. دا میکانیزم خلک اړباسي چې په مرستو پسې ورشي. تصور وکړئ چې که یو څوک ټپي وي، د پاخه عمر وي، یا د وړو ماشومانو میندې به څرنګه په لسګونو کیلومترو تر سختو بمبارونو لاندې په سوېل کې د مرستو وېش دوو مرکزونو پسې ورځي او بیا د مرستو پنډې په شا بېرته ستنېږي؟"

له دې سره په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي چې دغه پرېکړه به هغه دیپلوماتیکې هڅې وننګوي چې د اوربند لپاره روانې دي او په ملګرو ملتونو ېې نیوکه وکړه چې حماس په ترهګرو ډلو کې نه شمېري.

د دوو اسرائیلیانو د مړیو موندل کېدل

دا جوړه د غزې پولې ته نژدې وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Iris Haggai/PA Wire

د عکس تشریح، دا جوړه د غزې پولې ته نژدې وژل شوي وو.

اسراییل وايي، پوځ یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه د وژل شویو دوو اسراییلیانو مړي د غزې له سوېلي خان یونس څخه موندلي.

ګادي حګای او جودي وینسټین حګای د حماس په مشرۍ برید کې چې د غزې پولې ته نږدې پر کیبوتس نیر اوز شوی و، وژل شوي وو.

دا واده شوې جوړه، چې د اویا کلنۍ په شاوخوا کې وه، امریکایي وګړي هم وو.

د دوی زوی، اهیل وویل چې د ناڅرګندتیا پای ته رسېدو سره یې راحت احساس کړ. هغه وویل چې د مور او پلار د مړیو راوړل د غزې په اسارت کې پاتې شپږ پنځوس یرغملو ته پام ور اړوي.

دا ټول داسې مهال دي چې په غزه کې د مرستو د وېش اړوند ستونزو دا اندېښنې راپورته کړې چې په دغه تړانګه کې شاوخوا دوه مېلیونه وګړي د لوږې له خطر سره مخ دي. اسرائیلو له یوولسو اونیو راهیسې دغسې سیمې ته د خوړو او نورو مرستو په ورتګ کلابندي لګولې.