تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'تېر یوه کال کې د افغانستان له هوايي حریم څخه شاوخوا ۹۶ زره نړیوالې ملکي عبوري الوتکې تېرې شوې'
- Author, سیدولی ناصر
- رپوټ له:, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، تېر کال د افغانستان له هوايي حریم څخه د تېرو شویو نړیوالو ملکي الوتکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
د طالبانو حکومت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې د دغه وزارت عملیاتي مرستیال مولوي فتح الله منصور وویل: " په تېر یوه کال کې د افغانستان له فضا څخه شاوخوا ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې شوې دي چې په اوسط ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې څه کم ۲۷۰ الوتنې کېږي."
د ترانسپورټ او هوايي چلند د کلنیو شمېرو د وېش له مخې، په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتکو شمېر کابو ۲۶۴ ته رسېږي چې دا د تېر کال په همدې موده کې په سیمه کې د وضعیت د ترینګلتیا له امله د افغانستان له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتکو له لوړ کچ سره برابر دی.
د تېر کال په اګسټ کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بي بي سي ته ویلي وو" دا مهال هره شپه او ورځ د افغانستان له هوايي حریمه ۲۶۵ مسافر وړونکې الوتکې تېرېږي."
رویټرز خبري اژانس هغه مهال یوه راپور کې ویلي، په ایران او منځني ختیځ کې له ترینګلي وضعیت را وروسته چې فکر کېږي فضا یې ډېره خوندي نه ده، د نړۍ بېلابېلو هوایي شرکتونو د افغانستان لار غوره کړې.
په رپوټ کې ویل شوي، ګڼ نړیوال هوایي شرکتونه اوس سویلي او ختیځې اسیا ته د افغانستان له لارې پرواز خوندي ګڼي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته د افغانستان له هوايي حریمه د نړیوالو عبوري الوتکو شمېر خورا ټیټې کچې ته رسېدلی و.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې بي بي سي ته وویل: " وړاندې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو نړیوالو الوتکو شمېر له ۵۰ تر ۷۰ پورې و، خو اوسمهال دغه شمېر تر ۱۰۰ الوتکو رسېږي."
که څه هم د افغانستان له فضا د عبوري الوتنو اړوند تازه شمېرې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاموړ زیاتوالی ښيي، خو دغه شمېر لا هم د جمهوریت مهال پرتله ټیټ دی چې ستر لامل یې د طالبانو پر حکومت لګېدلي نړیوال بندیزونه دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د جمهوري نظام له پرځېدو وړاندې د افغانستان له هوايي حریمه په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ الوتنې تېرېدې.
د عبوري الوتنو عواید چېرې ځي؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بي بي سي ته ویلي، دوی د افغانستان له هوايي حریم څخه له هرې تېرېدونکې ملکي الوتکې ۷۰۰ ډالر حق العبور اخلي.
خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان له فضا له تېرېدونکو الوتکو اخیستل کېدونکي پیسې د طالبانو حکومت خزانې ته ځي او که څنګه؟
د طالبانو حکومت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله اصفي وویل، د افغانستان هوايي حریم پوره خوندي دی او کومې عبوري الوتنې چې کېږي، دوی ورته معیاري، پر وخت او مناسب خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان له فضا له تېرېدونکو نړیوالو الوتکو اخیستل کېدونکی حق العبور د نړیوال هوايي ټرانسپورټ ادارې په حسابونو کې جمع کېږي، چې د طالبانو حکومت ورته لاسرسی نه لري:
"د عبوري الوتنو عواید د (ایاېټياې) نړیوال سازمان اصلي مسوولیت ګڼل کېږي، دا چې د 'طالبانو حکومت' د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له یاد سازمان سره کوم رسمیت نه لري، نو فی الحال عواید له دغې لارې نه جمع کېږي."
له فضا د تېرېدونکو الوتکو فیس څه شی دی؟
هوایي شرکتونه چې د هر هېواد له هوايي حریمه تېرېږي، یوه اندازه پیسې ورکوي چې فضايي حق العبور یا اوور فلایټ فیس بلل کېږي.
هاغسې چې هر هېواد د ځمکې له لارې خپل حقوق، ګمرکونه او عواید لري، په همغه بڼه یې هوايي حدود او حقوق هم معلوم دي.
په بېلابېلو هېوادونو کې هوایې فیسونه رنګارنګ معیارونو او شرایطو ته په کتو ټاکل کېږي، د بېلګې په ډول په کاناډا کې دا فیس د الوتکې وزن او واټن ته په کتو وضع کېږي، خو امریکا کې بیا د الوتکې واټن ته په کتو فیسونه ټاکل کېږي.
په هوایې فیسونو کې دا قاعده هم د یادونې ده چې د ځمکې پر سر د الوت پرتله د بحر او اوبو پر سر پر الوت کم لګښت راځي.
که څه هم دا حساب هر ځای بېل دی، خو افغانستان کې دا مهال له هرې تېرېدونکې الوتکې ۷۰۰ ډالره فیس اخېستل کېږي.