د پاکستان ملي هوايي شرکت (پي ای اې) د جوړولو پر ځای ولې پلورل کېږي؟

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب وايي، د دغه هېواد د ملي هوايي شرکت (PIA) د خصوصي کولو په برخه کې "ښه پرمختګ" شوی دی.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پي ای اې د خصوصي کولو هڅې روانې دي، خو په وروستیو کې د هوایی شرکت مدیرانو له خوا د خصوصي کولو لپاره د تنظیم پلان تصویب کړ، چې دا یو نوی پرمختګ دی.

په دې لړ كې د پاكستان مرکزي حكومت د پي ای اې د خصوصي كولو لپاره د پاكستان انټرنيشنل ايرلاین هولډنګ كمپنۍ جوړول منظور کړي دي.

پي ای اې له څو کلونو راهیسې له زیانونو سره مخ دی، چې د حکومت له خوا یې ملاتړ کېږي او هر کال ملي خزانې ته میلیاردونه روپۍ زیان رسوي. په تېر کې د اداري بدلونونو له لارې په دغه شرکت کې د سمون راوستلو ټولې هڅې ناکامې شوې دي.

د سرپرست حکومت پر مهال د دې ادارې د خصوصي کولو هڅې تازه شوې او په وروستیو ورځو کې کابینې د خصوصي کولو منظوري ورکړه.

د فبرورۍ د اتمې تر ټاکنو وروسته جوړ شوي نوي حکومت کې د خزانې وزیر محمد اورنګزېب تمه لري چې د جون تر میاشتې به د پي ای اې شرکت خصوصي کولو چارې بشپړې شي.

پي ای اې څنګه خصوصي کېږي او اوس په کوم پړاو کې دی؟

د پي ای اې خصوصي کول دا مهال د "بندوبست په پړاو" کې دی چې د بورډ مشرتابه لخوا تصویب شوی.

د دې پلان له مخې، په شرکت کې ډېری برخه اخیستونکي د شرکت خصوصي کولو منظوري ورکوي. په پی ای اې شرکت کې زیاته ونډه د پاکستان د حکومت ده.

یوه مشر خبریال شهباز رانا چې د خصوصي کولو چاره له نژدې څاري، بي بي سي ته وویل مرکزي حکومت د پي ای اې هولډینګ کمپنۍ جوړول منظو کړي دي، چې پکې د پی ای اې د ۶۰۰ نه تر ۶۲۵ میلیارد روپیو تر پور ورکړې وروسته به مسؤلیت د فدرالي حکومت شي.

د هغه په وینا د خصوصي کولو چاره به پانګوالو ته موقع وركړي چې د اپریل مياشت كې د پي ای اې په خصوصي کولو کې د خپلې خوښې څرګندونې وكړي. موخه دا ده چې پانګه اچوونکي به د پي ای اې د اخیستلو لپاره خپلې بیې وړاندې کوي او وروسته به ارزول کېږي.

شهباز رانا زیاتوي، حکومت هیله من دی چې د جون تر پایه به د پی ای اې لیلام چاره ترسره شي.

په تېر کې د پي ای اې د خصوصي کولو هڅې ولې نه وې کاميابې شوې؟

په تېر کې هم د پاکستان د ملي هوايي شرکت د خصوصي کولو اعلانونه شوي وو، خو عملي نه شول.

د پاکستان د خصومصي کولو کمیسیون پخواني مشر محمد زبیر له بی بی سی سره خبرو کې وویل، خصوصي کول یو بهیر دی، چې لومړی پکې مسلکي کار ته اړتیا ده، چې د خصوصي کولو ټولو پړاوونو په اړه مسلکي پرېکړې وشی.

د هغه په وینا دا یو "ډېر ننګونکی" کار دی.

ښاغلی زبیر زیاتوي کله چې د پاکستان مسلم ليګ ن ته په درېیمه دوره کې د خصوصي کولو کمیسیون مشري ورسېده، ورسره د پي ای اې شرکت د خصوصي کولو لپاره د ټولو مسلکي ګامونو اوچتولو پرېکړه شوې وه خو د سیاسي ستونزو له امله دا کار بشپړ نه شو.

بل پلو د پاکستان خلکو ګوند ( پيپلز ګوند) او پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) له دې بهیر سره سخت مخالفت وکړ او په رسنيو کې يې هم پر ضد کمپاين پیل شوی و.

له خصوصي کولو وروسته به د پی ای اې کارکوونکو او اثاثو برخلیک څه وي؟

اوس مهال له پي ای اې سره ۷۲۰۰ کارکوونکي په مستقله توګه کار کوي. تر څنګ یې یو شمېر هغه کار کوونکي هم شته، چې په ورځني معاش کار کوي.

د پي ای اې د کارکوونکو او اثاثو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د خصوصي کولو کمیسیون ویاند بي بي سي ته وویل، پر دې موضوع به د لېوالتیا د څرګندولو له پړاو وروسته خبرې کېږي او پر دې خبر به غور کېږي، چې ایا د هوايي شرکت نوی پېرودونکی به د یوې مودې لپاره د دغو کارکوونکو پر ګومارلو مکلف وي.

ویاند د اثاثو په اړه وويل، د اثاثو له بېلولو وروسته به ځينې هولډنګ کمپنۍ ته ځي او ځينې به د پي ای ای سره خرڅې شي.

په دې اثاثو کې د پي ای اې دفترونه او جایدادونه شامل دي.

د شهباز رانا په وینا د پي ای اې تر خصوصي کولو وروسته د کارکوونکو له یوه تر درې کلونو د ساتلو وړاندیز تر غور لاندې دى، خو تر هغه وروسته دوی له دندو ګوښه کېدای شي.

د پي ای اې په خصوصي کولو به حکومت ته څه ګټه ورسېږي؟

له تېرو څو کلونو راهیسې، د پي ای اې لخوا وړاندې شوي کلني مالي راپورونو کې د هوایی چلن په چارو کې د زیان زیاتوالی ثبت شوی.

د پي ای اې د ۲۰۲۲ کال د راپور له مخې په هغه کال د دې شرکت زیان ۸۸ میلیارده پاکستاني روپۍ وو.

پي ای اې تر اوسه د ۲۰۲۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو مالي راپور خپور کړی چې له مخې یې په لومړیو شپږو میاشتو کې دغه هوايي شرکت ته ۶۰ میلیارده روپۍ تاوان اوښتی دی. د دغو زیانونو لړۍ تر ۲۰۲۴ کاله هم غځېدلې ده.

د مالي چارو کارپوه خرم شهزاد وايي، د پي ای اې له خصوصي کولو حکومت ته لومړۍ ګټه دا ده چې ملي خزانې ته د زیانونو لړۍ ودرېږي.

ده زياته کړه چې د پي ای اې خصوصي کولو سره به حکومت ته د پانګوالو، پانګه برابره شي، چې پاکستان دا وخت سخته اړتیا ورته لري.

د کارپوهانو په وینا د پي ای اې له خصوي کولو وروسته به په دې شرکت کې سياسي لاسوهنې هم ختمې شي، چې د پي ای اې د زوال لامل بلل کېږي.

د مالي چارو کارپوه محمد زبیر په وینا له ۱۹۸۷ کاله تر ننه، پي ای اې یوازې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې ګټه کړې وه او له دې دا اټکل کېدای شي چې هېڅ حکومت په دې نه دی توانېدلی چې دا شرکت په ښه توګه اداره کړي.