ډونلډ ټرمپ پر بي بي سي د پنځو ميلياردو ډالرو دعوا کړې

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۶مه خپاره شوي د بي بي سي پاناراما مستند کې د وینا د یوې برخې اېډیټ کېدوړ له کبله پر بي بي سي د نامه خرابولو دعوا کړې ده.
د امریکا په فلوریډا کې د محکمې د اسنادو له مخې، ډونلډ ټرمپ د پنځو میلیارد ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده.
د ثبت شويو اسنادو له مخې پر بي بي سي د نامه خرابولو تور لګول شوی او دا هم ويل شوي چې د سوداګريزو کړنو له قانون یې سرغړونه کړې ده.
بي بي سي د روان کال په نومبر مياشت کې له ښاغلي ټرمپ بښنه وغوښته خو د تاوان لپاره یې د هغه ادعا رد کړه، او زياته یې کړه چې "د بدنامۍ د ادعا لپاره هېڅ اساس نشته."
د ټرمپ قانوني ټیم بي بي سي تورنه کړې چې د هغه په وینا کې یې "په قصدي توګه، او دوکې سره لاسوهنه" کړې چې دا کار د دوی په ټکو د امریکا د ولسمشر د نامه خرابېدو سبب ګرځېدلی دی.
بي بي سي تراوسه دې دعوا ته ځواب نه دی ورکړی.
د محکمې د اسنادو له مخې، ډونلډ ټرمپ له بي بي سي په یوه قضیه کې د بدنامۍ او په بله قضیه کې د فلوریډا د سوداګرۍ قانون د سرغړونې دعوا کړې ده.
ښاغلي ټرمپ تېره میاشت ويلي وو، پلان لري چې د بي بي سي پاناراما مستند کې د هغه وینا کې د لاسوهنې يا اېډېټ له کبله دعوی وکړي. دغه مستند د امریکا له ټاکنو وړاندې په بريتانيا کې خپور شوی و.
ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته وویل، "زه فکر کوم چې باید دعوی وکړم. دوی دا درغلي وکړه. دوی زما له خولې راوتلې خبرې بدلې کړې."
ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر شپږمه په واشنګټن کې د یوې وینا پر مهال ويلي وو، "موږ به کانګرس ته ځو او د خپلو زړورو نارینه وو او ښځینه وو، سناتورانو او استازو ستاینه به کوو."
خو د پاناراما په اېډېټ شوي بڼه کې، ښاغلی ټرمپ داسې ښودل شوی چې وایي، "موږ کانګرس ته ځو ... او زه به هلته ستاسو سره یم. او موږ به جنګېږو. موږ به په خپل ټول ځواک سره مبارزه وکړو."
د وینا دوه برخې چې اېډېټ شوې وې له يو او بل څخه د ۵۰ دقیقو په واټن وې.
د روان کال نومبر مياشت په یوه افشا شوي يادښت کې د ډونلډ ټرمپ د وينا پر اېډېټ کېدو نيوکه شوې وه چې له امله یې د بي بي سي عمومي مشر ټېم ډېوي او د خبرونو د برخې مشرې ډېبورا ټرنېس له خپلو دندو استعفا وکړه.
د قانوني دعوا له ثبتېدو وړاندې د بي بي سي وکيلانو د ولسمشر ټرمپ د ادعاو په ځواب کې يو مفصل لیک هغه ته استولی و.
په لیک کې ويل شوی وو چې په اېډېټ کې هېڅ بد نيت نه و او ډونلډ ټرمپ ته د دې خپرونې له کبله کوم زيان نه دی رسېدلی.
هغوی دا هم ويلي وو چې بي بي سي نه د دې حق درلود او نه یې هم دا مستند په امریکا کې پر خپلو چېنلونو خپور کړی دی. که څه هم دا مستند پر بي بي سي ای پېلير موجود و خو يوازې بریتانيا پورې محدود شوی و.
خو بي بي سي منلې وه چې اېډېټ "ناسم تاثر رامنځته کړ چې ولسمشر ټرمپ په مستقیم ډول د تاوتریخوالي د عمل غوښتنه کوي" او اعلان یې وکړ چې دا پروګرام به نور نه خپروي.








