پاکستان لومړی ځل له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو اسیا جام وګاټه

کرېکټ

د عکس سرچینه، @TheRealPCB

له ۱۹ کالو د کم عمره کرېکت اسیا جام پایلوبه کې پاکستان لوبډلې نن یکشنبه د متحده عرب اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې خپلو هندي سیالانو ته د ۱۹۱ منډو په خورا لوی توپیر ماتې ورکړه. هند لوبډلې د نن لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

پاکستان په نننۍ سیالۍ کې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو پنځوسو اوورونو له لوبې وروسته د اتو وېکټو په زیان سره ۳۴۷ منډې وکړې.

هدف ته د رسېدو په ځوابي لوبه کې د هند ټوله لوبډله د ۱۵۶ منډو له جوړولو وروسته له میدانه بهر شوه. هند لوبډله تر یوازې ۲۶ اعشاریه دوو اوورونو پورې په میدان کې پاتې شوه.

شپږ هندي توپوهونکي ان و نه توانېدل د خپلو منډو شمېر دوو عددونو ته ورسوي. په داسې حال کې چې د ټولټال منډو شمېر یې ۱۰۰ ته هم نه و رسېدلی، د هند لوبډلې ۷ لوبغاړي له میدانه بهر شوي وو.

د پاکستان لپاره اوپنر سمیر منهاس د نهو شپږیزو، ۱۷ څلورو پر مټ له ۱۱۳ توپونونو ۱۷۲ منډې ترلاسه کړې. سمیر منهاس له ۷۱ منډو سلیزه بشپړه کړه. نوموړی په دې سیالیو کې تر ټولو ډېرې منډې ترلاسه کوونکی لوبغاړی هم دی.

د یادونې ده، چې پاکستان له دې مخکې له ۱۹ کالو د کم عمره لوبغاړو نړیوال جام دوه ځلې ګټلی، خو دا لومړی ځل دی، چې د همدې عمر د لوبغاړو اسیا جام ترلاسه کوي.

د ۲۰۲۵ کال له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د اسیا جام سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د متحدو عرب اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځو دایمي‌ غړو افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش او شر‌ي‌لنکا ترڅنګ نیپال، مالیزیا او متحد عرب امارات برخه درلوده.

افغانستان، شري‌لنکا، بنګله‌دېش او نیپال په بي‌ګروپ کې لوبېدل او په اې ګروپ کې بیا د هند، پاکستان، متحدو عرب اماراتو او مالیزیا ځوانانو له یو بل سره سیالي کوله.

دا له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د اسیا جام دولسم پړاو سیالۍ وې او لومړی ځو چې افغانستان د تنکیو ځوانانو د یوه داسې معتبر او ګڼ هېوادیز جام کوربتوب کاوه.