کرېکټ: افغانستان نیپال ته په شپږو وېکټو لویه ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
د کرېکټ ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو په نننۍ لوبه کې کوربه افغان لوبډلې نیپال ته په شپږو وېکټو په داسې حال کې لویه ماته ورکړه چې لا د لوبې ۱۳۹ نور توپونه هم پاتې وو. د افغانستان د زلموټو لوبډلې په ۲۶ اوور کې د نیپال ټاکل شوی ۱۲۵ منډې هدف پوره کړ او لوبه یې راټوله کړه.
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د نن چهارشنبې (لیندۍ ۲۶/دسمبر ۱۷) لوبې پچه افغانستان وګټله خو خپلې سیالې نېپالۍ لوبډلې ته یې د توپوهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.
نیپال ټاکلي ۵۰ اوورونه پوره و نه شول لوبولی، لوبغاړي یې یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل او په ۴۶ اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۲۴ منډو وسوځېدل. افغان لوبډلې ته یې ۱۲۵ منډې هدف وټاکه.
تر ټولو ډېرې منډې دلشاد علي وکړې چې ۳۲ وې، چندن رام ۲۷ او ابیشېک تېواري ۲۰ منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان تر ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبډلې له لخوا زیت الله شاهین د نيپال درې لوبغاړي وسوځول، عبدالعزیز خان، نصرت الله نورستاني او واحدالله ځدراڼ دوه-دوه وېکټې واخیستې او سلام خان هم یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان پاڼۍ څنګه وه؟
د افغانستان د کم عمره یا د زلموټو لوبډلې د سر توپوهونکي عثمان سعادت د ۲۸ او فیصل شینوازده د ۱۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.
خو عزیر الله نیازی د توپوهنې په برخه کې نن ښه وځلېد. ده پنځوسیزه یا نیمه سلیزه ووهله او ټولټال یې ۶۱ منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، ACB
محبوب الله خان او عزیز الله میاخېل دواړو ۱۱-۱۱ رنزونه کړي وو او د لوبې ۲۶ اوور روان و چې د نیپال ټاکل شوی هدف پوره شو او افغانستان د نننۍ لوبې ګټونکی شو.
زیت الله شاهین د ښې توپاچونې له کبله د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان په کوربهتوب په متحده عربي اماراتو کې په روانو دغو لوبو کې دا د افغانستان درېیمه او وروستۍ لوبه وه. تر دې وړاندې یې خپله لومړۍ لوبه بنګلهدېش ته په درو وېکټو او دویمه لوبه یې سريلنکا ته په دوو وېکټو بایللې وه.
د همدې لوبو په یوه بله سیالۍ کې نن د بنګلهدېش ۱۹ کلنو سريلنکا ته د ۳۹ منډو په توپير ماته ورکړه.
بنګلهدېش په ۴۶ اوورونو کې ۲۲۵ منډې جوړې وې خو په بدل کې یې سريلنکا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۱۸۶ رنزونه وکړای شول او لوبه یې وبایلله.
د (ایسيسي) یا د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځو دایمي غړو افغانستان، هند، پاکستان، بنګلهدېش او سريلنکا ترڅنګ په دغو سیالیو کې نیپال، مالیزیا او متحده عرب امارات هم برخه لري.
د بنګلهدېش له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سږ کال د خپلې اتلولۍ دفاع کوي. دې لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د ځوانانو اسیا جام هم ګټلی و.











