کرېکټ: له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام سیالۍ پیل شوې؛ افغانستان یې کوربتوب کوي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان په کوربتوب متحده عرب اماراتو کې له نوولس کلونو د کم عمره ځوانانو د ۲۰۲۵ کال اسیايي جام سیالۍ پیل شوې.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان د تنکیو ځوانانو د یوه داسې معتبر او ګڼ هېوادیز جام کوربتوب کوي.
د دغه جام پر لومړۍ ورځ (اې) ګروپ کې پاکستان له مالیزیا او هند له متحدو عرب اماراتو سره لوبې لري.
د (بي) ګروپ لوبې سبا ته دي چې افغانستان به پکې له بنګلهدېش او سريلنکا له نیپال سره مخامخ شي.
د ۲۰۲۵ کال د تنکیو ځوانانو د اسیا جام سیالۍ د متحده عرب اماراتو د دوبۍ په دوو لوبغالو کې کېږي او د ډسمبر تر ۲۱مې دوام کوي.
دا له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د اسیا جام دولسم پړاو سیالۍ دي.
سږ کال په دغه جام کې د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځو دایمي غړو افغانستان، هند، پاکستان، بنګلهدېش او سريلنکا ترڅنګ د ۲۰۲۵ کال د اېسيسي د ۱۹ کلنو غوره لیګ درې مخکښې لوبډلې نیپال، مالیزیا او متحده عرب امارات برخه لري.
د بنګلهدېش له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سږ کال د خپلې اتلولۍ دفاع کوي. د ۲۰۲۳ کال د ځوانانو اسیا جام هم بنګلهدېش ګټلی و.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام تېره ورځ دوبۍ کې نندارې ته وړاندې شو او تر څنګ یې ټولو لوبډلمشرانو په یو ګډ خبري کنفرانس کې ګډون هم وکړ.
د افغانستان ځوانانو لوبډلمشر محبوب تسکین وویل، دغو سیالیو ته یې له یوه کال راهیسې چمتووالی کړی، 'ښه تیار' دي او هڅه به کوي چې 'ښه نتیجه' ترلاسه کړي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله همدا تېره اوونۍ د اسیا جام کوربتوب لپاره دوبۍ ته له خوځېدو لږ ورمخکې د بنګلهدېش او هند له سفره راستنه شوې وه.
دوی په دغه سفر کې لومړی د بنګلهدېش له ۱۹ کلنو او بیا د هند د نوولس کلنو له الف او بې لوبډلو سره لوبلړۍ درلودې.
د ۱۹ کلنو اسیا جام مخینه او د افغانستان اتلولي

د عکس سرچینه، ACB
له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو سیالۍ د کرېکټ اسیايي شورا د غړو هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو کرېکټ ملي لوبډلو په ګډون د یو ورځنیو لوبو فارمټ کې کېږي.
د دغه جام سیالۍ لومړی ځل ۱۹۸۹ کال د بنګلهدېش په کوربتوب وشوې چې هند ګټلې وې. دویم پړاو یې ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳ کال پاکستان کې وشوې چې هند پکې په بریالیتوب سره د خپلې اتلولۍ دفاع وکړه.
د هند د تنکیو ځوانانو لوبډلې له هغې را وروسته ۶ ځله نور هم دا جام ګټلی او په دې توګه له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د اسیايي جام تر ټولو ډېرې اتلولې لري.
د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۷ کال د اسیا جام پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د لومړني ځل لپاره یې دا اتلولي وګټله.

د عکس سرچینه، ACB
هغه مهال رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د نوولس کلونو ځوانانو لوبډله کې د پیل توپوهونکي وو.
د ۲۰۱۷ کال د تنکیو ځوانانو په اسیا جام کې مجیب ځدراڼ له ۲۰ وېکټو سره د سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شوی و.
پاکستان یوازې یو ځل په ۲۰۱۲ کال کې له دې کبله له هند سره په ګډه د تنکیو ځوانانو د اسیايي جام اتلولي ګټلې، چې په پایلوبه کې د دواړو لوبډلو منډې برابرې شوې وې.
سريلنکا او نورو لوبډلو لا له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو کوم اسیايي جام نه دی ګټلی.











