له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو اسیا جام: بنګله دېش افغانستان ته ماته ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو لوبډلمشران چې د خپلو لوبډلو جامې یې پر تن او لمرینه ورځ یې کې د لمر تورې عینې اچولي خندانه څنګ په څنګ ولاړ دی او یو بله ته یې لاس ورکړی. دوی د ټاس له اچول کېدو وروسته عکس ته ولاړ دي‌ او مخامخ کمرې ته ګوري.

د عکس سرچینه، ACB

د بنګله دېش له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې د اسیا جام د روانو سیالیو په درېیمه لوبه کې خپلو افغان همزولو ته پر درېیو وېکټو ماته ورکړه.

دا سیالي د متحده عرب اماراتو د دوبۍ په ای‌سي‌سي‌اې لوبغالي کې کېدده. د لوبې ټاس یا پچه افغان لوبډلمشر محبوب خان ګټلې او لومړۍ یې پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.‌

د افغان زلمیانو لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورنو کې د فیصل شینوزاده د سلیزې په مټ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۳ منډې وکړې.

شینوزاده د لوبې ۳۳م اوور کې تر سوځېدو مخکې ۴ شپږیزې او ۸ څلوریزې ووهلې او په ۹۴ توپونو یې ټولټال ۱۰۳ منډې وکړې.

عزیرالله نیازي ۴۴ او عزیز‌الله میاخېل ۳۸ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د بنګله دېش لپاره اقبال حسین او شهریاز احمد دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

بنګلدیشۍ لوبډلې د ۲۸۴ منډو ورکړ شوی هدف داسې حال کې پور کړ چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي او یوازې ۷ توپونه پاتې وو.

د بنګله‌دېش د سر توپوهونکو ښه پيل وکړ، د ۱۵۱ منډو نسبتآ‌ اوږده ملګرتیا یې وکړه او دواړو پنځوسیزې وکړې.‌

ابرار په ۹۶ او رفعت بېګ په ۶۲ منډو وسوځېد. د دوی ترڅنګ لوبډلمشر عزیزال حکیم هم ۴۷ او کلام صدیقي ۲۹ منډې وکړې.‌

د افغانستان له اړخه په توپ اچوونه کې خاطر ستانکزي او روح‌آلله عرب ۲-۲ لوبغاړي‌ وسوځول.

خاطر ستانکزي‌ دوه لوبغاړي‌ وسوځول

د عکس سرچینه، ACB

د تنکیو ځوانانو د اسیا جام سږنۍ سیالۍ، چې افغانستان یې کوربتوب کوي، تېره ورځ (جمعه) پیل شوې.

نن د بي ګروپ بله لوبه د سري‌لنکا تنکیو ځوانانو خپلو نیپالي همزولو ته په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

پرون د اسیا جام سیالیو پر لومړۍ ورځ اې ګروپ کې هند - متحدو عرب اماراتو او پاکستان - مالیزیا ته ماته ورکړې وه.

دا له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د اسیا جام دولسم پړاو سیالۍ دي‌ او لومړی ځل دی چې افغانستان د تنکیو ځوانانو د یوه داسې معتبر او ګڼ هېوادیز جام کوربتوب کوي.

سږ کال په دغه جام کې د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځو دایمي‌ غړو افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش او سر‌ي‌لنکا ترڅنګ د ۲۰۲۵ کال د اې‌سي‌سي د ۱۹ کلنو غوره لیګ درې مخکښې لوبډلې نیپال، مالیزیا او متحده عرب امارات برخه لري.

د بنګله‌دېش له ۱۹‌ کلنو کم عمره لوبډله سږ کال د خپلې اتلولۍ دفاع کوي. د ۲۰۲۳ کال د ځوانانو اسیا جام هم بنګله‌دېش ګټلی و.‌

د ۲۰۱۷ کال د اسیا جام پایلوبه - د افغانستان او پاکستان لوبډلمشرانو تر لوبې مخکې کپ یا جام لاس کې نیولی او عکس ته ولاړ دي.‌ پایلوبه افغانستان د ۱۸۵ منډو په ستر توپیر ګټلې وه.

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان له نوولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۷ کال د اسیا جام پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په توپیر نسبتآ ستره ماتې ورکړه او د لومړني ځل لپاره یې دا اتلولي وګټله.

په ټوله کې د هند د تنکیو ځوانانو لوبډلې ۸ ځله دا جام ګټلی او په دې توګه له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو د اسیايي جام تر ټولو ډېرې اتلولې لري.

پاکستان یوازې یو ځل په ۲۰۱۲ کال کې له دې کبله له هند سره په ګډه د تنکیو ځوانانو د اسیايي جام اتلولي‌ ګټلې،‌ چې په پایلوبه کې د دواړو لوبډلو منډې برابرې شوې وې.‌

سري‌لنکا او نورو لوبډلو لا له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو کوم اسیايي جام نه دی ګټلی.