د جرمني په برلین کې افغان سفیر او بن کې قونسل خپلې دندې پرېښي

د عکس سرچینه، Yama Yari/CGIAFG
د جرمني په پلازمینه برلین کې د افغانستان سفیر یما یاري له خپلې دندې لاس په سر شوی دی.
نوموړي د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د رامنځته شوي وضعيت په پام کې نيولو سره، د کوربه هېواد سياسي دریځ او د هغوی غوښتنې ته په کتو له خپلې دندې استعفا کوي.
ښاغلي ياري زياته کړې، "په وروستيو مياشتو کې د اروپا او نړۍ په ځينو برخو کې د افغانستان د يو شمېر استازوليو له خوا د کونسلي اسنادو د طی مراحلو بهير د کابل د رسمي تعامل د نشتوالي له امله له بنسټړیزو ستونزو سره مخ شوی دی."
د طالبانو حکومت د روان کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ، چې په اروپا کې د هغو ډیپلوماټیکو استازولیو له خوا صادر شوي اسناد نه مني، چې له دوی سره اړیکه ونه لري.
ښاغلي ياري په دغه اعلاميه کې ويلي چې د سفارت چارې په رسمي ډول "خپلو همکارانو" ته سپاري.
په همدې مهال همدلته د جرمني په بن ښار کې د افغانستان قونسل، سید لطف الله سادات هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.
سید لطف الله سادات په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ او يا د هغو د بندېدو د مخنيوي په موخه "له دندې ګوښه کېږي."
د جرمني په پلازمینه برلین او د دغه هېواد په مشهور ښار بن کې دا افغان ډيپلوماټان په یوه ورځ له خپلو ډیپلوماټیکو دندو تېر تېر شوي دي.
دوی په ورته مهال دا ګام د افغان ډيپلوماټیکو استازولیو له یوې مخې نه بندېدو په موخه مهم بللی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او جرمني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په اروپايي هېوادونو کې د افغان سفارتونو حال

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روان کال په جولای مياشت کې اعلان کړی و چې په يو شمېر اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټراليا کې د افغانستان د سفارتونو له خوا صادر شوي سندونه نه مني.
د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوي ډيپلوماتان په دغو استازوليو کې دندې ترسره کوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هغه مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د دې پرېکړې دلیل دا دی چې دغه سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي نه لري او بل دا چې "په کارونو کې یې شفافیت نشته."
دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې په بريتانيا او ناروې کې د افغانستان سفارتونه وتړل شول.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د سپټمبر پر اوومه ويلي وو چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت وروسته له هغه تړل کېږي چې د طالبانو د حکومت له خوا يې کارکوونکي له دندو ګوښه شول.
له دې دوې ورځې وروسته د سپټمبر پر ۹ نېټه په ناروې کې د افغانستان سفارت مسوولينو له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي وو چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د افغانستان سفارت د سپټمبر پر ۱۲ نېټه تړل کېږي او ودانۍ به یې د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
تېر کال په اسپانیا او هالنډ کې د افغانستان سفارتونو ویلي وو، د طالبانو له حکومت سره یې اداري تعامل لري. د دې تر څنګ د طالبانو حکومت وايي، په بلغاريا او چک جمهوريت کې صادر شوي اسناد هم د منلو وړ دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د اروپا په ګډون په ګڼو هېوادونو کې افغان سفارتونه د طالبانو د حکومت استازولي نه کوي.











