په ناروې کې هم د افغانستان سفارت تړل کېږي

ناروې کې د افغانستان سفارت

د عکس سرچینه، Norway Afghanistan Embassy

په ناروې کې د افغانستان سفارت مسوولین وايي، د روانې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه نېټه په اوسلو کې سفارت تړي.

په ناروې کې د افغان سفارت له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د افغانستان سفارت تړل کېږي او ودانۍ به یې د ناروې بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.

په اعلامیه کې دغه راز د طالبانو حکومت د هغو څرګندونو یادونه شوې، چې د تېرې جولای میاشتې په وروستیو کې یې په ناروې کې د افغانستان سفارت په ګډون په یو څو اروپايي هېوادونو کې د افغان سفارتونو د کونسلي خدمتونو له منلو انکار وکړ.

په اوسلو کې د افغانستان سفارت تړل کېدو په تړاو خپره شوې اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، "د ناروې شاهي هېواد د بهرنیو چارو وزارت اړوند مسوولینو د جولای پر ۲۴ د طالبانو یاداشت یوه حقوقي معظله وبلله او د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه."

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د طالبانو په یاداشت کې د دې سفارتونو کې د فعالو دیپلوماتان هم له دندو ګوښه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ (۷ سپټمبر) د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت وویل په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت وروسته له هغه تړل کېږي چې د طالبانو د حکومت له خوا يې کارکوونکي له دندو ګوښه شول.

د ياد وزارت يوه وياند بي بي سي ته وويل، د ويانا کنوانسيون له مخې افغانستان کولی شي په خپلو سفارتونو کې کارکوونکي ګوښه کړي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې د روان کال په اکتوبر کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په اروپا کې د افغانستان ځینې سفارتونه "بې اعتباره" اعلان کړي وو، چې په دې کې د ناروې او بریتانیا لپاره د افغانستان سفارتونه هم شامل وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هغه مهال په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، د دې پرېکړې دلیل دا دی چې دغه سفارتونه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همغږي نه لري او بل دا چې "په کارونو کې یې شفافیت نشته."

طالبانو حکومت له بهر مېشتو افغانانو غوښتي وو، چې د اکتوبر میاشتې له اتمې وروسته دې د کونسلي خدمتونو (ویزو، پاسپورټونو مودې غځولو او د اسنادو تصدیق) لپاره دې سفارتونو ته نه ورځي، چې دوی بې اعتباره بللي دي.

له دې وړاندې په اسپانیا او هالنډ کې د افغانستان سفارتونو ویلي وو، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د اروپا په ګډون په ګڼو هېوادونو کې افغان سفارتونه د طالبانو د حکومت استازولي نه کوي.