جان فاینر: ولې پاکستان د توغندیو پر داسې ټېکنالوژۍ کار کوي چې د امریکا پر ضد کارول کېدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت شورا مرستیال سلاکار جان فاینر ویلي، پاکستان په دې وروستیو کې د "توغندیو یوه داسې اغېزناکه ټېکنالوژي جوړه کړې، چې دغه هېواد ته به د دې جوګه کړي چې امریکا هم په نښه کړي."
ښاغلي فاینر د 'کارنیګي اېنډاومېنټ' په نوم د فکري بنسټ لخوا یوې جوړې شوې غونډې ته په خطاب کې زیاته کړې، پاکستان د اوږد واټنه توغندیو داسې سیستم او نورې وسلې جوړې کړې چې دغه هېواد ته "له لویو راکټ موټورونو سره د تجربو د ترسره کولو وړتیا ورکوي."
د نوموړي په وینا "که دا لړۍ دوام ومومي نو پاکستان به دا وړتیا ترلاسه کړي چې تر سویلي اسیا ورهاخوا هم اهداف په نښه کړای شي. په دې کې امریکا هم شامله ده او دې د پاکستان د نیت په اړه رښتینې پوښتنې راولاړېږي."
د امریکا د ملي امنیت شورا مرستیال سلاکار دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې دوه ورځې ورمخکې متحدو ایالتونو د پاکستان د اټومي وسلو اړوند د اوږد واټنه بالېستیک توغندیو پروګرام په تړاو پر څلورو ادارو بندیزونه ولګول.
په دوی کې د پاکستان د توغندیو پروګرام څارونکې "د ملي پراختیا کمپلېکس" اداره هم شامله وه.
جان فاینر امریکا ته د ورپېښو خطرونو په اړه د څرګندونو په لړ کې وویل: "د هغو هېوادونو شمېر لږ دی چې اټومي وسلې او نېغ په نېغه امریکا په نښه کولی شي."

د عکس سرچینه، Carnegie Endowment
هغه په دې لړ کې د متحدو ایالتونو د مخالفو هېوادونو "روسیې، چین او شمالي کوریا" نومونه اخیستي دي.
نوموړي زیاته کړې "موږ لپاره به دا ستونزمنه وي، چې د پاکستان اقداماتو ته امریکا لپاره د خطر په سترګه ونه ګورو. زما په ګډون زموږ د ادارې جګپوړو چارواکو په وار وار دا اندېښنې د پاکستان له جګپوړو چارواکو سره شریکې کړې دي."
د بایډن د ملي امنیت شورا مرستیال سلاکار وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د امریکا متحد پاتې شوی او دا چې دوی له دغه هېواد سره د ګډو ګټو په تړاو نورې همکارۍ ته هم لیوال دي.
خو هغه ویلي "تر دې وروسته له موږ سره دا پوښتنه هم ده، چې ولې پاکستان داسې وړتیاوې ترلاسه کوي چې زموږ پر خلاف هم کارېدای شي؟"
جان فاینر وايي "په خواشینۍ سره، داسې ښکاري چې پاکستان په دې کې پاتې راغلی چې زموږ او د نړیوالې ادارې اندېښنې په سمه توګه درک کړي."
د پاکستان غبرګون

د عکس سرچینه، ISPR
پاکستان تر اوسه د جان فاینر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د بهرنیو چارو وزارت یې د امریکا وروستي بندیزونه ''بدمرغه او متعصبانه'' بللي وو.
له دغه وزارته په دې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي د پاکستان د ستراتېژیکو وړتیا موخه د هېواد د خپلواکۍ دفاع او سویلي اسیا کې د امن د ټینګښت ډاډمنتیا ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د امریکا د بندیزونو هدف سیمه د پوځي همکاریو نه کولو زیاتېدل دي، چې د سولې او امن هڅې اغېزمنوي.

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په تېر کې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنيوي له ادعاو سره سره نورو هېوادونو ته د پوځي ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو لپاره د جواز شرط لېرې کړای شوى.
دا وزارت وايي، له دا ډول دوه مخو معيارونو او تبعيضي چلند سره نه يوازې دا چې د وسلو د نه پراختیا موخو ته زیان رسېږي، بلکې سیمه ییزې او نړیوالې سولې او امنیت ته هم د زیان پېښېدو خطر شته.
پاکستان په دې توګه ظاهرآ له دې شکایت کړی چې نوې پوځي ټېکنالوژۍ ته د لاسرسي د هڅو په تړاو له دوی او د دغه هېواد له دودیز سیال هند سره ورته چلند نه کېږي.











