امریکا د پاکستان توغندیز پروګرام په تړاو نور بندیزونه لګولي دي

ماهرین وايي، د پاکستان شاهین ډوله بالسټیک توغندي د اتومي سرګلولې لېږدولو وړتیا لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ماهرین وايي، د پاکستان شاهین ډوله بالسټیک توغندي د اتومي سرګلولې لېږدولو وړتیا لري.

امریکا متحده ایالتونو وايي، د پاکستان اوږده واټن بالسټیک توغندیو پروګرام په تړاو نوي بندیزونه لګولي. واشنګټن کې چارواکي وايي، دغه بندیزونو د پاکستان پر ملي دفاعي ادارې هم لګوي، چې د دې هېواد توغندیز پروګرام چارې تنظیموي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویندوی ماتهیو میلر له قوله ویل شوي، د پاکستان پرمختیا کمپلیکس (این ډي سي) په ګډون پر څلورو ادارو دغه بندیزونه د هغه ځانګړي امر له مخې لګول کېږي، چې ''د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکې وسلې، چمتو کوونکي، ترلاسه کوونکي، لېږد رالېږد کې مرسته کوونکي او ودې ورکولو وسائل، ادارې او اشخاص یې په نښه کوي''.

افېلیاټیس انټرنېشنل، اختر اینډ سنز پرائیوټ لمیټیډ او راک سائډ انټرپرائز هغه درې نورې ادارې یادې شوې، چې د ټولو مرکزونه د پاکستان کراچۍ ښار کې دي او د نویو بندیزونو له مخې په نښه شوي دي.

د دې بندیزونو له مخې به په امریکا کې د په نښه شویو ادارو شتمني کنګل شي او امریکایانو ته به له دې ادارو سره د کاروبار کولو اجازه نه ورکول کېږي.

د اتومي وسلو لرونکي پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د امریکا بندیزونه ''بدمرغه او متعصبانه'' دي. اعلامیه زیاتوي، دا به'' سیمه ییز ثبات ته زیان ورسوي او پوځي قوت به ناانډوله کړي.'' دا د پاکستان یوه څرګنده اشاره بلل کېږي، چې له اتومي وسلې لرونکي هند سره یې د خپلې سیالۍ پر لور کوي.

پاکستان توغندي

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا بهرنیو چارو وزارت معلومات ښيي، چې این ډي سي ادارې، چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی، د پاکستان اوږده واټن بالسټیک توغندیو پروګرام او د دې توغندیو ازموینې لپاره د تجهیزاتو او توکو ترلاسه کولو هڅې کړې دي.

د رویټرز په رپوټ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي، چې این ډي سي اداره د پاکستان شاهین ډوله توغندیو په ګډون ''د پاکستان توغندیز پروګرام ته د پراختیا ورکولو مسوولیت لري.''

د اتومي ساینسپوهانو بلیټن په وینا شاهین ډوله توغندي د اتومي وسلې کارولو او لېږد وړتیا لري.

د پاکستان د اتومي وسلو په تړاو کره معلومات نه شته، خو د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې دغه هيواد به له ٧٠ تر ٩٠ پورې اتومي سرګلولې لري او پرلپسې یې د بېلابېلو ډولونو په عصري کولو بوخت دى.

واشنګټن په تېر کې له پاکستان سره د اتومي تاسيساتو په خوندي کولو کې ډول ډول تخنيکي مرستې کړې دي، خو دغه لاسنيوي ډېره ګټه نه درلوده، ځکه چې پاکستانيان اندېښنه لري، چې اتومي رازونه يې افشا نه شي.