خلیلزاد: له شخړې مخکې باید افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه خبرې پیل کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې "ترينګلي" بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نورو ستونزو او ان مخامخ شخړې د پېښېدو خبرداری ورکوي.
زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه اوږده لیکنه کې هغو لاملونو ته اشاره کړې چې د دغو دوو ګاونډیانو ترمنځ یې حالات دومره خراب کړي چې د هغه په ټکو که یې مخنیوی ونه شي پایلې به یې بدې وي.
ددغه پخواني امریکایي ديپلوماټ په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي ځکه اسلام اباد په افغانستان کې طالب واکمن چې مخکې یې پالل او ملاتړ یې کاوه، له پاکستاني طالبانو په ملاتړ او هغوی ته د خوندي پټنځایونو په ورکولو تورنوي.
د نوموړي په وینا ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان هغه ډله ده چې په تېر کې یې له افغان طالبانو د بهرنیو ځواکونو او پخواني افغان حکومت پر ضد جګړې کې ملاتړ کړی.
خلیلزاد وایي، افغان طالبان د پاکستان تورونه نه مني او په مقابل کې یې اسلام اباد له داعش خراسان ډلې په ملاتړ تورنوي چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو امنیتي ځواکونه او عام خلک په نښه کوي، خو پاکستان بیا په خپل وار دا تورنه ردوي.
بل خوا زلمي خلیلزاد له پاکستان څخه په زور د سلګونه زره افغانانو ایستل هم ددې کړکېچ برخه بللې.
نوموړي د پاکستان یاده تګلاره "د افغانانو پر وړاندې د پاکستان اجباري سیاست بللی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
خلیلزاد چې د امریکا له خوا له طالبانو سره د دوحې هوکړې او خبرو استازی وو وایي کابل او اسلام اباد باید خبرې اترې او هوکړې په پام کې ونیسي چې " اجرایي ضمانتونه او میکانیزمونه ولري."
ښاغلی خلیلزاد زیاتوي په دوه اړخیزه خبرو اترو کې اړینه ده چې دواړه هېوادونه یو بل ته داسې ضمانتونه ورکړي چې خاوره به یې د یوه او بل په ضد د کومې ډلې له خوا نه کارول کېږي.
نوموړی وایي د دوحې په هوکړه کې د یوه او بل له خاورې د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې مستقیمه یادونه نه ده شوې او زیاتوي" همدمره خبرې پرې شوې وې چې دواړه هېوادونه به ددې جنجالي موضوع په اړه دوه اړخیزه مخامخ خبرې کوي."
نوموړی زیاتوي:" اوس ددې وخت دی چې هغه بهیر پیل شي."
له دې وړاندې ګڼو پاکستانیو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوحې هوکړه عملي کړي او اجازه ور نه کړي چې وسله والې ډلې د دوی له خاورې په پاکستان کې بریدونه وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو حکومت بیا وایي دوی د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شوي او د دوی تر واکمنۍ لاندې هیڅ داسې وسله واله ډله نشته چې ګاونډیو او لرې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
د زلمي خلیلزاد دا تازه څرګندونې داسې مهال دي چې همدا روانه اونۍ په ډېره اسماعیل خان کې پر پاکستاني پوځیانو له برید وروسته پاکستان یو ځل بیا تور پورې کړ چې دا برید د افغانستان په خاوره کې د فعالې ډلې له خوا ترسره شوی او له افغان طالبانو یې غوښتي چې په دې اړه څېړنې وکړي.
د طالبانو حکومت هم منلې چې ددې پېښې په اړه څېړنې کوي خو دا یې هم ویلي چې پاکستان نه شي کولای د هرې پېښې پړه پر دوی واچوي.











