بلاول بوټو: پاکستان کې ناامني د پاکستان د پخوانیو چارواکو د ناسمو پرېکړو له کبله روانه ده

پاکستان

د عکس سرچینه، Bilawal

د عکس تشریح، بلاول بوټو وايي ځينو ناسمو پرېکړو "پاکستان لس کاله شاته بیولی دی"

د پاکستان د یوه مخکښ سیاسي پيپلز ګوند مشر پاکستان کې د روانو ناامنیو پړه پخپله ځینو پاکستاني چارواکو اچولې ده.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پښتونخوا ډېره اسماعیل خان کې پروني برید ته په اشارې ویلي "مونږ د ترهګرۍ ختمیدو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي" خو ځينو ناسمو پرېکړو پرې اوبه توی کړي دي.

هغه د چا له نوم اخېستو پرته ادعا وکړه "د پاکستان له زندانونو ځينې داسې زندانیان ویستل شوي چې په درنو جرمونو کې ښکیل وو."

ښاغلي زرداري چې په دې وروستیو کې د شاوخوا ۱۸ میاشتو لپاره د بهرنیو چارو وزیر هم و، له پاکستاني طالبانو سره د سولې مذاکراتو په پیل هم نیوکې کړي چې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال کابل کې د طالبانو حکومت په کوربه توب پیل شوې وې.

پاکستان

د عکس سرچینه، FOREIGN MINISTRY OF PAKISTAN

هغه ویلي "نه پوهېږم چې څنګه د ولس له رایې پرته او پرته له دې چې له پارلمان باور واخیستل شي، د سولې خبرې پیل شوې او هغه کسان هم له مشورې پرته له زندانونو خوشي شول چې په ترهګرۍ کې ښکیل وو."

نوموړي همدا راز منلي چې "د افغانستان په زندانونو کې ډيری داسې زندانیان بندیان وو چې پاکستان کې د ترهګرۍ په تړاو نیول شوي وو" خو د ده په ټکو افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته دا کسان په پراخه اندازه له زندانونو ووتل.

هغه مهال پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت و، بلاول بوټو زرداري ادعا وکړه چې "مونږ د داسې کسانو د درولو او نیولو هیڅ هڅه ونکړه بلکې هغوی ته مو په قبایلي سیمو کې د اوسېدو بلنه ورکړه."

نوموړي وویل دې پرېکړو "پاکستان لس کاله شاته بیولی دی."

بلاول بوټو ویلي کابل کې د سولې خبرو د پیل پرېکړې له مخې مونږ افغانستان ته په پاکستان کې ستراتیژیک عمق په لاس ورکړی او له همدې یوې پرېکړې نن زمونږ ځواکونه او ولس مري.

هغه په ډېره اسماعیل خان کې د تیرې ورځې پېښې ته په اشارې چې پکې د لږ تر لږه ۲۳ پوځیانو د وژل کیدو پخلی شوی وویل "دا پېښه د نني پاکستان وضعیت ښکاره کوي."

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډېره اسماعیل خان برید کې لږ تر لږه ۲۳ پوځیانو د وژل کیدو پخلی شوی

د پاکستان د یوه مخکښ ګوند مشر او د لومړي وزارت راتلونکي څوکی ته دغه ممکنه نوماند داسې مهال د روانو ناامنیو مسولیت یو نه یو ډول د پاکستان په ځينو ناسمو پرېکړو اچولي چې د پاکستان اوسني چارواکي یې پړه په افغانستان اچوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ډېره اسماعیل خان له خونړي برید وروسته ادعا کړې چې "وسله وال د افغانستان له خاورې په استفادې پاکستان کې بریدونه کوي." هغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا رد کړې.

پاکستان

د عکس سرچینه، FOREIGN MINISTRY OF PAKISTAN

د عکس تشریح، افغانستان کې طالبانو تل له ګاونډیو سره د نېک چلند او ښو اړیکو خبره کړې، او د پاکستان ادعاوې یې رد کړي دي

ده په سیاستوالو هم غږ کړی چې اختلاف په خپل ځای خو دا چې پاکستان نن له کوم وضعیته تیریږي باید ټول یو موټی شي.

هغه وویل "مونږ په ګډه پاکستان له روان بحران څخه ساتلی شو."

د پیلپز ګوند دغه ځوان مشر دا غوښتنه هم کړې چې باید د ترهګرۍ د روانې څپې په اړه ژورې پلټنې وشي او د ده په ټکو "حساب کتاب باید وي، ټولو شهیدانو کورنیو ته دې وویل شي چې د دوی په وینو سودا څنګه وشوه ولې وشوه او چا وکړه؟"