سارا شریف؛ دومره سخته ټپي شوې چې مور یې د مړو په ساتنځای کې ونه پېژندله

د عکس سرچینه، POLICE HANDOUT
د لس کلنې سارا شریف مور او نیا وايي، لور یې پر مخ باندې دومره سخته ټپي شوې وه، چې روغتون کې د مړو په ساتنځای کې یې سارا ونه پېژاندله.
د نوموړې مور اولګا شریف وايي، د سارا یو خوا مخ پړسیدلی و او بل خوا مخ یې ټپي و.
"ان نن چې زه خپلې سترګې وتړم، زما ذهن ته د هغې څېره راځي چې څنګه ښکاره کېدله. "
سارا د تېر اګست په لسمه د بریتانیا په وګینګ سیمه کې خپل کور کې مړ وموندل شوه.
پولیس غواړي، چې د نوموړې د کورنۍ له دریو غړو څخه د دې د وژنې په تړاو څېړنې وکړي.
سارا له خپل پلار، میره (ناسکه مور)، تره او خپلو پنځو خویندو او وروڼو سره د انګلنډ په سوري ولایت کې اوسېده.
د نوموړې پلار عرفان شریف، مور یې بینش بتول او د کورنۍ نور غړي یې د اګست په نهمه له بریتانیا اسلام اباد ته تللي دي.
په پاکستان کې پولیس د دوی د موندلو هڅې کوي.
د سوري پولیس وايي:"د مړي طبي څېړنو ښودلې چې سارا په بدن سخت ټپونه درلودل او ځینې ټپونه یې اوږد مهاله هم وو."
اولګا شریف له یوه پولنډي ټلویزیون سره د خبرو پر مهال وویل، چې په ۲۰۱۵ کال کې له عرفان شریف څخه جلا شوې ده.

د عکس سرچینه، HANDOUT
سارا او یوه ورور يې په پیل کې له خپلې مور سره ژوند کاوه، خو وروسته محکمې د ماشومانو ساتنه پلار ته وسپارله.
اولګا شریف په اصل کې د پولنډ ده او په انګلستان کې ژوند کوي.
نوموړې وويل، لومړي سر کې به يې په منظمه توګه له خپلو دوو ماشومانو سره ليدل، خو وروسته حالت ستونزمن شول.
اولګا ټلویزیوني چینل ته وویل: "د سارا میرنۍ مور راته وویل، چې نوره مه راځه. ځکه ماشومان نه غواړي چې تا وویني."
"دا عادي خبره نه ده، چې یو مهال ماشومان خوشحاله وي او په دې اړه خپلو کې بحث کوي چې لومړی به له مور سره څوک خبرې کوي خو بل مهال بیا نه غواړي چې ان په تلیفون له مور سره خبرې وکړي او هغه په بدو نومونو یاد وي."
د سارا نیا سلویا کرز وايي، لور یې غواړي، د سارا ورور چې دا مهال له عرفان شریف سره دی بېرته ورکړلی شي.
اولګا غواړي هغه له ځان سره وساتي. غواړي خپل زوی بیرته راولي.
"زما لمسی دیارلس کلن دی، هغه به پوهېږي چې له سارا سره څه شوي. "
اولګا وايي، عرفان شریف له واده وروسته ورسره ناوړه چلند کاوه.
بي بي سي هڅه وکړه، چې له عرفان شریف سره اړیکه ونیسي خو بریالۍ نه شوه.











